From Wikipedia, the free encyclopedia
کتیتر (په انگرېزي: Catheter) په طبابت کې يوه تيوب ته ورته جوړښت ته وايي چې د بدن خاليگاوو، قناتونو او رگونو ته د درېناژ د ترسره کولو، د مايعاتو يا گازاتو د تطبيق او يا د ځينو عملياتي سامان آلاتو د داخلولو لپاره بدن کې دننه کيږي. کتېترونه له بېلابېلو څيزونو لکه پلاستيک، رابر، شيشې او يا فلزاتو څخه جوړ شوي. کتيتر په بدن کې د لنډمهال او يا دايمي ډول پرېښودل کېږي او يا دا چې په وقفوي ډول د مجوفو اعضاؤو لکه مثانې د تخلیې لپاره کارېږي. د سندونو د تطبیق عملیې ته Catheterization وييل کېږي. کتيتر کیدای شي سخت او یا نرم وي.
پخوانیو سوریایانو به کتیترونه د څارويو له رگونو څخه جوړول. همداراز پخوانیو یونانیانو به یو سوری فلزي تیوب د احلیل له لارې مثانې ته دننه کاوه چې د هغه په مرسته به یې مثانه تشوله. دوۍ دغه تیوب ته د Katheter ( په K نه په C) اصطلاح کاروله. نن سبا زیاتره کتیترونه له پلاستیک څخه جوړیږي. ډاوېډ اس. شيرايډېن په ۱۹۴۰ میلادي کال کې عصري يو ځل کارېدونکي کتیترونه اختراع کړل. ده د خپل ژوند په موده کې د کتیترونو څلور کمپنۍ جوړې او خرڅې کړې او په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د فوربز مجلې له خوا ورته د کتېتر پاچا لقب ورکړل شو. همدارنگه دې د عصري پلاستیکي يو ځل کارېدونکي اېنډوټراکيال تيوب د اختراع له کبله چې نن سبا په عادي توگه په جراحي کې کارېږي، وستایل شو. دده د اختراع څخه مخکې له سرو رابري تیوبونو څخه گټه اخستل کیده ، چې له استفادې څخه وروسته به بیا بیا تعقیمیدل او بیا بیا ورڅخه کټه اخستل کیده ، او معمولاً د انتاناتو د انتشار لامل گرځیده نو ځکه شيرايډېن د دې یو ځل کارېدونکيو تیوبونو په اختراع سره وستایل شو. د ۱۹۰۰ پیړۍ په پيل کې، یوه آیرلندي چې والش نومیده او یوه مشهور سکاتلندي يورولوژست چې نورمان گېبون نومیده په گډه کار وکړ چې هغه معياري سندونه چې نن سبا په روغتونونو کې کارېږي رامنځته کړل. دغه سندونه ددغو دوو جوړونکيو په نوم سره (Gibbon-Walsh) یادیږي. چې د گېبون او والش په واسطه تشریح او نظر نورو سندونو ته د هغو ښه والي په گوته شول.
والش سندونه په ځانگړې توگه د پروسټېکټومي څخه وروسته د مثانې د دریناژ او Irrigation لپاره کارېږي. گېبون سندونه په لوړه کچه د عاجلې پروسټېکټومي اړتیا راکموي او د احلیلي فسټولونو په صورت کې هم ډیر گټور دي. یو ساده پروسیجر چې په هغه کې د احلیل Dilatation او د گېبون کتیتر تطبیق شامل دي معمولاً د فېسټولونو د بندیدو لامل گرځي. همدارنگه دا کتیتر د احلیل د Stricture او په مؤقتي ډول هغه احتباس چې د پروستات د سرطان له کبله منځته راځي ؛ په درملنه کې کارېږي. د لومړي ځل لپاره عصري کتیترونه په ۱۸۶۸ میلادي کال کې د Dr.N.B.Sornborger په واسطه وکارول شول. گڼ شمیر پولیمیرونه د کتیترونو په جوړیدو کې کارېږي لکه Silicone rubber ، Latex او Thermoplastic elastomers . په دې ټولو کې له Silicone څخه ډیر کار اخستل کیږي. د مثانې لپاره د کتیترونو زیات ډولونه وجود لري . عصري Intermittent سوندونه د Polyurethane څخه جوړ شوي دي چې د ناروینه و ، ښځو او ماشومانو لپاره بیلابیلې اندازې او اوږدوالي لري. د بدن په یوه مشخصه برخه کې کتیترونه د مشخصو اهدافو لپاره کارېږي چې ځینې نمونې یې په لاندې ډول سره ذکر کوو:
يو ډول کتیتر چې د فولي کتیتر په نوم یاديږي؛ له یوه نازک ، نرم ، معقم ، پلاستیکي یا رابري تیوب څخه عبارت ده چې مثانې ته د ادرار د تخلیې لپاره ننویستل کیږي. څرنگه چې دا کتیتر د یوې مودې لپاره په مثانه کې پریښودلی شو نوځکه د Indwelling کتیتر په نوم سره هم یادیږي. فولې کتیتر په خپل ځاې کې د یوه بالون په واسطه چې په آخر سر کې یې لري او د پاکو اوبو په واسطه ډکیږي ثابت ساتل کیږي. کتیترونه بیلابیلې اندازې ، جوړښت ( Latex ، Silicone او Teflon ) او ډولونه لري ( لکه Foley ، سیخ او Caude Tip ) لري. د یوه ناروغ لپاره د کتیتر د اندازې انتخاب ډیر مهم دی یعنې د هر ناروغ لپاره باید یو مناسب کتیتر انتخاب شي. کتیتر باید ډیر لوی او یا ډیر کوچنی نه وي.د لوی والي په صورت کې د احلیل د مخاطي غشاء د اسکیمیا او ارواء د خرابیدو لامل گرځي او د کوچنی والي په صورت کې د کتیتر په شاوخواء کې د ادرار لیکاژ رامنځته کیدلی شي. د کتیتر اندازه نظر په ضرورت انتخابیږي، د نمونې په ډول که چیرته ادرار ټینگ او وینه لرونکی وي نو غټ سایز کتیتر تطبیق کیږي.په عمومي توگه د کتیتر درې عمده ډولونه وجود لري:
د کتیترونو یو نوی ډول د وال لرونکی دی چې د هغه د خلاصولو په نتیجه کې ادرار تخلیه او بیا بیرته تړل کیږي. دا ډول کتیترونه یا د احلیل له لارې او یا هم د Supra pubic لارې مثانې ته ننویستل کیږي. دغه کتیترونه په خپل نهایت کې د یوه کوچني بالون لرونکي وي چې د فولې د تثبیت لپاره کارېږي او د کتیتر دا یستلو په وخت کې لومړی دغه بالون خالي کوو اوبیا فولې باسو. Condom catheter: دا کتیترونه معمولاً په مسنو خلکو کې چې Dementia ولري کارېږي. دلته کوم تیوب په احلیل کې نه تیریږي بلکه یو کندوم ته ورته جوړښت د قضیب له پاسه ځاې پرځاې کیږي او د یوه تیوب له لارې چې د یوې کڅوړې سره نښتی وي ادرار تخلیه کوي. کندوم کتیترونه باید هره ورځ تبدیل شي. Intermittent ( Short term) Catheter : دا ډول کتیترونه د ادرار د تخلیې په منظور تطبیق او د ادرار له تخلیې څخه وروسته بیرته ویستل کیږي. ددغو سندونو په واسطه تخلیه شوی ادرار په یوه کڅوړه کې چې د ادرار دکڅوړې (Urine bag) په نوم یاديږي راټولیږي؛ او بیا د کڅوړې څخه کولی شو هغه د باندې تخلیه او د مختلفو اهدافو (لکه لابراتواري معاینات ) لپاره ورڅخه گټه واخلو.
ټول کتیترونه د ادرار له کڅوړې سره نښلول کیږي. د ادرار دوه ډوله کڅوړې ( Urine bag ) وجود لري:
څخه ښکته موقعیت ولري ترڅو له کڅوړې څخه مثانې ته د ادرار له دوباره گرځیدو څخه مخنیوی وکړو.
هراته ساعته وروسته او یا هم کله چې دغه کڅوړه ډیره ډکه شي باید هغه تخلیه او د اړتیا په صورت کې باید هغه په نوې کڅوړه بدله کړو. هغه ناروغان چې کتیتر لري ؛ باید هره ورځ د احلیل هغه برخه چې کتیتر ترې راوځې او همدارنگه په خپله کتیتر د اوبو او صابون په واسطه ومنځي. همدارنگه د هر قضاې حاجت څخه وروسته باید ساحه ومنځل شي ؛ ترڅو له انتان څخه مخنیوی وشي. که چیرته ناروغ Supra pubic کتیتر ولري نو باید هره ورځ د خیتې هغه برخه چې کتیتر ترې راوځي او په خپله کتیتر ومنځي. یو فولي کتیتر د بیلابیلو اهدافو لپاره کارېږي چې ځینې یې په لاندې ډول ډي:
د یوه سند د تطبیق په وخت کې لاندې موادو ته اړتیا لرو:
ښځو ته د کتیتر تطبیق : د ښځو احلیل نظر د نارینوو احلیل ته لنډ دی او په حوصله کې د مهبل څخه پورته موقعیت لري. ناروغ ته Supine position ( ستوني ستغ ) وضعیت ورکوو داسې چې دواړه کوناټي یې د معاینې د میز په څنډه ایښي وي. د احلیل باندنۍ خوله ښکاره او فولې تطبیقوو. وروسته د فولې بالون له اوبو څخه ډکوو او له بولي کڅوړې سره یې نښلوو. نارینوو ته د فولي کتیتر تطبیق : د نارینوو احلیل نظر د ښځو احلیل ته اوږد دی. دلته هم ناروغ ته Supine وضعیت ورکول کیږي او بیا لکه د پورته په شان فولي کتیتر په دې ډول تطبیقیږي چې لومړی احلیل او د هغه شاوخوا ساحه د انتي سپتیک محلولونو په واسطه پاکوو ، پاکول د احلیل له خولې څخه پیل او په دایروي شکل له مرکز نه محیط خواته پاکولو ته ادامه ورکوو. وروسته فولې کتیتر د یوه ښویونکي ( Lignocain gel ) په واسطه ښویوو او ممثانې ته یې د احلیل له لارې په کراره کراره ننه باسو ، کله چې کتیتر تطبیق شو نو د کتیتر بالون د ۱۰ سي سي پاکو اوبو په واسطه پړسوو. د بالون د پرسولو په وخت کې باید ناروغ د درد احساس ونه کړي. په دې وخت کې که چیرته په مثانه کې ادرار موجود وي نو د فولي کتیتر له لارې د باندې راوځي او د ادرار په کڅوړه کې جمع کیږي. د کتیتر لرې کول یا ایستل: د کتیتر بالون د یوه سرنج په مرسته تخلیه ، بیا فولي کتیتر د باندې کش او ایستل کیږي.
۱-http://en.wikipedia.org/wiki/catheter.
۲-http://www.emedicinehealth.com/script/main/art.asp?articlekey=58708&page1 to 7[مړه لينکونه]
۳-https://www.nlm.nih.gov/medlineplus/ency/article/003981.htm.
۴-Taber’s cyclopedic medical dictionary, 1997 , F.A. Davis company.
۵-Stedman’s electronic medical dictionary, version 6 , 2004, Lippincott and Wilkins.
۶-Wordweb pro dicrionary, version 5.2, 2007, Antony Lewis.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.