کارېليايي ژبه
فينيک ژبه / From Wikipedia, the free encyclopedia
کارېليايي ( انګلیسي: Karelian language ) یوه فينلينډي ژبه ده چې په عمده توګه د روسیې په کارېليا جمهوریت کې ويل کيږي، د ژبپوهنې له نظره، دا ژبه د فينلينډي ژبې هغه وينګونو سره نږدې تړاو لري چې په ختیځ فنلینډ کې ويلي کيږي، ځینې فينلينډي ژبپوهان حتی دا ژبه د فينلينډي ژبې يو وينګ ګڼي. کارېليايي ژبه باید د سویل ختیځ فينلینډ له ژبو سره يو شان ونه ګڼل شي ، کوم چې ځینې وختونه په فينلینډ کې د کاریلا اسموریت (کارېليايي وينګ) په نوم یادیږي. کارېليايي ژبې لپاره معياري ليکدود نشته او له همدې امله هر لیکوال په دې ژبه کې د خپلې وينګ پر بنسټ لیکي. په دې ژبه کې بېلابېل لیکل شوي شکلونه راڅرګند شوي، له هغې ډلې: شمالي کارېليايي ، اولونیټس کارېليايي (Olonets Karelian) ، توېر کارېليايي(Tver Karelian)او لودې (Lude) يادولی شو. د لیکلو دا ټول ډولونه، پرته له توېر کارېليايي، په لاتیني ليکدود د کارېليايي تورو سره سم لیکل شوې. په تېرو وختونو کې، سیریلیک لیکدود هم د دې ژبې د ليکلو لپاره کارول شوی دی.
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
سیمييزتوب د | |
ليکدود | |
ويونکو شمېر |
۳۵٬۶۰۰[1] (۲۰۱۰) ![]() |
د توکمپوهنې ژبې حالت | |
د ژبې کوډ | |
هېواد |