From Wikipedia, the free encyclopedia
کارگېل یو ښار او يوه سټراتيژيکه نقطه ده چې د هندي کشمير کې موقعیت لري. چې د لداخ سیمې د ولسوالۍ د مرکز په توگه کارول کېږي. د لیه او سري نگر یواځينۍ ځمکنۍ لاره له همدې ځایه تېرېږي. په سیاچن کې د هندي پوځیانو اکمالات او مرستې له همدې لارې تېرېږي. د کارگېل تر سیاچن لیاره د کال ۱۰ میاشتې په واورو پوښلې وي چې ایله ۲ میاشتې د تگ راتگ جوگه وي.
هندي پوځ په همدې دوه میاشتو کې خپل خوراکي او غیر خوراکي مواد خپلو پوستو او سنگرونو ته رسوي. دا سټراټیژیکه سیمه یو وخت د پاکستان په ولکه کې وه، مگر د هند و پاکستان له خوا په ۱۹۹۸ز کال کې خونړۍ جگړه شوې چې يو بل ته د درنو تلفاتو په اړولو سره هند دا څوکه خپله کړه. [1]
د کارگېل سیمه له لیه څخه وروسته د لداخ ستر ښار دی، چې په ترتیب سره لودیځ کې ۶۰ کیلو متره، او له دراس او سري نگر څخه ۲۰۴ کیلو متره واټن لري. له ډلي څخه 1.047 کیلو متره واټن لري.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.