کارل ډونیټس
From Wikipedia, the free encyclopedia
کارل ډونیټس (۱۶ سپټمبر ۱۸۹۱ – ۲۴ ډسمبر ۱۹۸۰ زکال) جرمنی امیر البحر و چې د ۱۹۴۵ زکال په مۍ میاشت کې یې د اډولف هیټلر له مړینې وروسته د لنډ مهال لپاره د جرمني واک خپل کړ او متحدینو ځواکونو ته په بشپړ ډول بې له قید او شرط پرته د فلنسبورګ د دولت تر تسلیمېدو پورې یې دغه ځایګی وساته. د سمندریز ځواک د اعلي سرقوماندان په توګه نوموړي د ۱۹۴۳ زکال په پیل کې د دویمې نړیوالې جګړې په سمندریز تاریخ کې مهم رول ولوباوه. نوموړی په ۱۹۴۶ زکال کې د نورمبورګ په محکمه کې په جنګي جرمونو محکوم شو. [1]
کارل ډونیټس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | جرمني |
ګوند | نازي ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | نازي جرمني |
برخه | |
مشرتوب | کريګسمارينه (۳۰ جنوري ۱۹۴۳–۳۰ اپرېل ۱۹۴۵) |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هغه له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې خپل کار د جرمني د سترواکۍ په سمندریز ځواک کې پیل کړ. په ۱۹۱۸ زکال کې یې د UB-68 قومانداني کوله او د بریتانوي ځواکونو له خوا د جګړې پر مهال اسیر ونیول شو. هغه مهال چې په POW کمپ کې وه، هغه څه یې فورمول بندي کړل چې ده ورته وروسته Rudeltaktik («pack tactic»، او په عامه توګه د لیوانو تکتیک « wolfpack»)وایه.
د دویمې نړیوالې جګړې په پیل کې، ډونیټس د کریګس سمندري ځواکونو د یوبوټ (جنګي بېړیو) څانګې ((Befehlshaber der Unterseeboote (BdU))) ترټولو جګ پوړی قوماندان و. د ۱۹۴۳ زکال په جنوري میاشت کې، دونیټس د ګرنډ امیرالبحر (ګرنډ اډمیرال) رتبه ترلاسه کړه او د پخواني ګرنډ اډمیرال اریش ریدر پر ځای د سمندریزو ځواکونو اعلی سرقوماندان شو. ډونیټس په اتلانتیک جګړه کې د متحدینو د سمندریزو ځواکونو اصلي دښمن و. له ۱۹۳۹ زکال څخه تر ۱۹۴۳ زکال پورې یوبوټس په اغېزمنه توګه جګړه کوله خو د ۱۹۴۳ زکال په مۍ میاشت کې یې د عمل ابتکار له لاسه ورکړ. ډونیټس خپلو جنګي بېړیو ته امر ورکړ چې تر ۱۹۴۵ زکال پورې په جګړه کې ښکېل شي ،څو د وسله والو ځواکونو په نورو برخو فشار را کم شي. ۶۴۸ بېړۍ له منځه لاړې – ۴۲۹ نورې له کارکوونکو پرته پاتې شوې. په دې سربېره له دغو ۲۱۵ یې په لومړۍ ګزمه کې له لاسه ووتې. د ۴۰۰۰۰ هغو کسانو څخه چې په جنګي بېړیو کې یې خدمت کاوه ،نږدې۰۰۰ ۳۰ یې له منځه لاړل. [2][3]
د ۱۹۴۵ زکال د اپرېل په ۳۰ مه نېټه، د هیټلر له ځان وژنې وروسته د هغه د وصیت له مخې ډونیټس د جرمني ولسمشر او د جرمني د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان وټاکل شو . د ۱۹۴۵ زکال د مۍ په اوومه هغه د وسله والو ځواکونو لوی درستیز الفرد جودل ته امر وکړ چې د فرانسې په ریمز کې د جرمني د تسلیم کېدو اسناد لاسلیک کړي. ډونیټس تر هغه مهاله د فلنسبرګ دولت مشر پاتې شو، کله چې د متحدینو د ځواکونو له خوا د مۍ په ۲۳ مه منحل اعلان شو. [4]
د ډونیټس د خپل اعتراف له مخې هغه یو نازي سرتېری او د هیټلر پیاوړی ملاتړی و، هغه یهودي ضد باورونه لرل او ټینګار به یې کاوه چې کریګز سمندري ځواکونه هم باید د هغه په سیاسي لیدلوري ټینګ ولاړ وي. له جګړې وروسته د یو جنګي مجرم په توګه ډونیټس په نورمبرګ محکمه کې په درېیو تورونو محکوم شو: د سولې پر وړاندې د جنایاتو د ترسره کولو توطئه، جنګي جرمونه او د بشریت پر ضد جرایم، د متجاوزې جګړې پلان کول، پیلول او مخکې وړل او همدارنګه د جګړې د قوانینو پر ضد جرایم. نوموړي د بشریت پر ضد د جرمنو له تور برائت ترلاسه کړ، خو د سولې پر وړاندې د جنایاتو د ترسره کولو او د جګړې د قوانینو پر وړاندې جنګي جرمونو له مخې پړ وبلل شو. هغه په ۱۰ کاله بند محکوم شو، له بند څخه له خوشي کېدو وروسته نوموړي هامبورګ ته څېرمه په یوه کلي کې تر ۱۹۸۰ زکال پورې تر هغه مهاله چې ومړ، ژوند وکړ.