![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/7/7b/Lacan-_Robert_Georgin_%2528cropped%2529.jpg/640px-Lacan-_Robert_Georgin_%2528cropped%2529.jpg&w=640&q=50)
ژاک لاکان
From Wikipedia, the free encyclopedia
جاک ماري ایمیل لاکان (په انګلیسي: Jacques Marie Émile Lacan چې برتانوي تلفظ یې: /læˈkɒ̃/، امریکايي تلفظ یې: /ləˈkɑːn/ ، فرانسوي تلفظ یې: [ʒak maʁi emil lakɑ̃] دی؛ زوکړه یې د ۱۹۰۱ز کال د اپرېل په ۱۳مه ــ مړینه یې د ۱۹۸۱ز کال د سپټمبر ۹مه) یو فرانسوي رواني څېړونکی او د عقلي او عصبي ناروغیو ډاکتر و، چې له فروید څخه وروسته تر ټولو جنجالي رواني څېړونکی بلل کېږي، لاکان له ۱۹۵۳ز کال څخه تر ۱۹۸۱ ز کال پورې په پاریس کې کلني سیمینارونه ورکړل، او ځینې رسالې یې تالیف کړې کومې چې وروسته په اکتریتس کتاب کې راغونډې کړای شوې. د نوموړې اثارو په قاره یی فلسفې، او کلتوري تیورۍ باندې د رغښتوالي (post-structuralism) نه راوروسته، انتقادي نظریې، د نارينه او ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ پلوې نظريې (feminist theory)، او د فېلم تیورۍ په ساحو کې او همدارنګه پخپله په رواني څېړنه باندې د پام وړ اغېزه واچوله.[22][23][24][25]
ژاک لاکان | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۳ اپرېل ۱۹۰۱[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15] |
مړینه | 9 سپټمبر 1981 (80 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال [14] ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه ، فرانسوي ژبه [17][18] ![]() |
د کړنې څانګه | سادرملنه [19]، ژبپوهنه ، جرمپوهنه [20] ![]() |
مؤثر | سېګمونډ فرايډ ، مارټین هایډېګر [21] ![]() |
لاسليک | |
سمول ![]() |
لاکان د فرویدي مفاهیمو بشپړه محدوده، د فروید په تفکر باندې په ټینګار کولو سره بیا له سره پیل او تر بحث لاندې راوسته او په ژبپوهنه او انسان پېژندنه کې له رغښتوالي څخه نیولې بیا د هغه په خپل کار کې له پراختیا ورکولو سره کوم چې هغه وروسته د لومړي ترتیب منطق او مکان پېژندنې څخه د فارمولونو په پلي کولو سره پیاوړې کړه. د دغې نوي مسیر په ټاکلو سره او په کلینيکي چارو کې د جنجالي نوښتونو په معرفي کولو سره لاکان او د هغه لارویان د رواني څېړنې له نړیوالې ټولنې څخه وایستل شول. په پایله کې، لاکان هڅه وکړه تر څو د رواني څېړنې اړوند نوې ادارې تاسیس کړي تر څو خپل کار ته وده او پراختیا ورکړي، کوم ته چې نوموړي په اروا پوهنه او فطري رواني څېړنو کې له هغو متداولو میلانونو سره په تضاد کې چې له ټولنیزو نورمونو سره د انطباق وړ دي، د "فروید ته د راګرځېدو" نوم ورکړ.[26]