ډاکه
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډاکه پخوا د ډاکا (Dacca) په نوم پېژندل کېده، د بنګله دېش پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار او همدار راز د نړۍ په کچه د بنګالي ژبې تر ټولو ستر ويونکی ښار دی. دا ښار تر ۲۰۱۱ زېږديز کال پورې د ۸،۹ ميليون اوسېدونکو او په سترې ډاکه سيمه (Greater Dhaka Area) کې له ۲۱،۷ ميليون څخه د زياتو اوسېدونکو په درلودلو سره په نړيواله کچه اتم لوی او شپږم خورا ګڼ نفوسه ښار دی. د نقشه کښنې د یوې سروې له مخې ډاکه د نړۍ په کچه په خوار ګڼ ډول اباده شوې ښاري سيمه لري او په خبري رسنيو کې په نامتو توګه په همدې ډل بيانېږي. ډاکه د سويلي اسيا له سترو ښارونو څخه او هغه ستر نړيوال ښار دی، چې مسلمان ډېره کي په کې ژوند کوي. ياد ښار د بنګال دلتا د برخې په توګه د بورګنګا سيند (Buriganga River)، توراګ سيند (Turag River)، دالېشواري سيند (Dhaleshwari River) او شيتالاکشيا سيند (Shitalakshya River) له لورې راچاپېر شوی دی.[4][5][6][7][8]
د ډاکه په سيمه کې له لومړۍ زريزې راهيسې استوګنه شوې ده. يو پخواني معاصر ښار د مغل سترواکۍ د ولایتي پلازمېنې او سوداګريز مرکز په توګه له ۱۷ پېړۍ څخه وده وکړه. ډاکه (له ۱۶۰۸ – ۱۶۳۹ ز پورې او له ۱۶۶۰ – ۱۷۰۴ ز کال پورې) د ۷۵ کالونو لپاره د لومړني صنعتي شوي مغلي بنګال (Mughal Bengal) پلازمېنه وه. دا ښار په بنګال کې د تاري ټوکر د سوداګرۍ مرکز او د نړۍ له خورا نېکمرغه ښارونو له ډلې څخه و. د مغلو ښار د پخواني واکمن سترواک جهانګير په وياړ جهانګيرناګر (د جهانګير ښار) نومول شوی و. دې ښار د “Mughal Subahdar”، “Naib Nazims” د ډاکه د نوابانو او دېوانونو د څوکۍ [مرکز] کوربه توب وکړ. له استعمار څخه مخکې د ښار درنښت يا برم په ۱۷ او ۱۸ پېړيو کې هغه مهال لوړ شو، چې ياد ښار د يوريشيا د سوداګرو لپاره ټاټوبی و. د ډاکه بندر د سيند او سمندري دواړو سوداګريو لپاره يوه ستره سوداګريزه پايه يا ستن وه. مغلو دا ښار په ښه ډول د باغچو ، مقبرو، مسجدونو، ماڼيو او کلاګانو په جوړولو سره ښکلی کړ. دې ښار ته يو وخت د ختيځ ونيز “Venice of the East” ويل کېدل. تر برتانوي واکمنۍ لاندې ښار د برېښنا، د اورګاډي د ليکو، سينماګانو، د لويديځ ډول پوهنتونونو او پوهنځينو او د معاصرې اوبه رسونې د پېژندګلوۍ شاهد و. دا ښار په برتانوي حکومت کې له ۱۹۰۵ ز کال څخه وروسته د ختيځ بنګال او اسام ولايت د پلازمېنې په توګه يو مهم اداري او زده کړه ييز مرکز شو. په ۱۹۴۷ ز کال کې د برتانوي حکومت له پای ته رسېدلو څخه وروسته ډاکه د ختيځ پاکستان اداري پلازمېنه شوه. ياد ښار په ۱۹۶۲ ز کال کې د پاکستان د مقننه قوې پلازمېنه او په ۱۹۷۱ ز کال کې د خپلواکۍ له جګړې “Liberation War” څخه وروسته د خپلواک بنګله دېش پلازمېنه شو.[9][10][11][12][13]
ستر نړيوال ښار ډاکه په بنګله دېش کې د سياسي، اقتصادي او کلتوري ژوند مرکز دی. دا ښار د بنګله دېش د حکومت، زياتو بنګله دېشي شرکتونو او مخکښو بنګله دېشي زده کړه ييزو، پوهنيزو، څېړنيزو او کلتوري ادارو يا سازمانونو مرکز دی. د يو معاصر پلازمېنه ښار په توګه له رامنځته کېدنې راهيسې د ښار نفوس، پراخوالي او ټولنيزې او اقتصادي تنوع په بې شانه ډول وده کړې ده. دا ښار اوسمهال د هېواد په کچه له تر ټولو ګڼو صنعتي شويو سيمو څخه دی. ډاکه د بنګله دېش د اقتصاد ٪۳۵ جوړوي. د ډاکې د ونډو تبادله “Dhaka Stock Exchange” له ۷۵۰ څخه زيات شرکتونه لښتليک کړي دي. دا ښار له ۵۰ څخه د زياتو سياسي ماموريتونو او همدا راز د “BIMSTEC” او “CIRDAP” د مرکزي ادارو کوربه توب کوي. د ښار کلتور د خپلو رېکشاوو، د پخلي د ډول، هنري مېلو او مذهبي راز راز والي له امله پېژندل کېږي. دا پخوانی ښار د مغلو او برتانوي دورو څخه د پاتې نږدې ۲۰۰۰ ودانيو کور دی.[14][15]