ډانیل اورتېګا
From Wikipedia, the free encyclopedia
جوزه ډانیل اورتېګا ساوېدرا (اسپانیایي تلفظ: [daˈnjel oɾˈteɣa]؛ زوکړه د ۱۹۴۵م کال د نومبر په ۱۱مه) یو نیکاراګوایي انقلابي او سیاستوال دی چې له ۲۰۰۷م کال راهیسې د نیکاراګوا ولسمشر په توګه خدمت کوي. مخکې له دې، هغه له ۱۹۷۹ تر ۱۹۹۰م کاله د نیکاراګوا رهبر وو، لومړی د ملي بیارغونې جنټا د همغږي کوونکي په توګه (۱۹۷۹-۱۹۸۵) او وروسته بیا د نیکاراګوا د ولسمشر په توګه (۱۹۸۵-۱۹۹۰). په ۲۰۰۸م کال کې د فیډل کاسټرو تقاعد څخه وروسته، اورتېګا د نړۍ په کچه یو له لرغونو غیر سلطنتي رهبرانو او د امریکا په براعظم کې ترټولو اوږد غیر سلطنتي رهبر دی.
ډانیل اورتېګا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۱ نومبر ۱۹۴۵[1][2][3][4] |
تابعیت | نيکاراګوای |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | هسپاني |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
په ۱۹۸۴م کال کې د نیکاراګوا عمومي ټاکنو کې، اورتېګا د نیکاراګوا ولسمشرۍ په ټاکنو کې د FSLN نوماند په توګه بریالی شو. اورتېګا چې یو مارکسیسټ – لېنینیسټ وو، د ملي کولو، ځمکني اصلاحاتو، د شتمنۍ بیا وېش او د نیکاراګوا سوادآموزۍ کمپاین پروګرامونه یې د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې تعقیب کړې. هغه چې د سانډینېسټا ملي آزادۍ جبهې (په اسپانیایي کې: Frente Sandinista de Liberación Nacional، FSLN) رهبر وو، کین اړخه اصلاحاتو ته د لاسرسۍ لپاره یې په ټوله نیکاراګوا کې ځینې سیاستونه ترسره کړل. په وروستیو کلونو کې، د اورتېګا کین اړخه راډیکال سیاستونه له مخکې څخه لا ډېر تعدیل شول او د سوداګرۍ پلوي سیاستونه او ان کاټولیک کلیسا ته نږدې کېدل یې تعقیب کړل، د ۲۰۰۰مې لسیزې په اوږدو کې د اورتېګا چې پخوا ملحد وو او د هغه د دولت لخوا د جنین سقط په وړاندې پیاوړي سیاستونه جوړ شول، او پیاوړي مذهبي سیاستونه یې پلي کړل.[5][6][7]
د ولسمشرۍ له یوې دورې وروسته چې له جګړې او اقتصادي سقوط سره یوځای وه، اورتېګا په ۱۹۹۰م کال کې د نیکاراګوا په عمومي ټاکنو کې د ویولېټا چامورو لخوا ماتې وخوړه. هغه لا هم د نیکاراګوا مخالف سیاست کې یوه مهمه څېره وه. اورتېګا په ۱۹۹۶م او ۲۰۰۱م کلونو کې د ولسمشرۍ ناکامه نوماند وو خو په ۲۰۰۶م کال کې د نیکاراګوا په عمومي ټاکنو کې بریالی شو. هغه په ولسمشرۍ مقام کې د لاتین امریکا له نورو سوسیالیسټانو لکه د ونزویلا ولسمشر هوګو چاوز سره اتحاد وکړ. د اورتېګا تر مشرۍ لاندې، نیکاراګوا د امریکا براعظم لپاره د بولیواریایي اتحاد سره یوځای شو. د هغه دوهم دولت په زیاتېدونکې توګه د ډیموکراټیک ضد شو او خپل ډېری پخواني انقلابي متحدین یې له ځانه لرې کړل، ځینو یې هغه له سوموزا سره پرتله کړ کوم چې دوی پرځولی وو. د ۲۰۱۸م کال په جون کې، نړیوالې بښنې او د امریکايي هېوادونو سازمان لپاره د امریکا ترمنځ د بشري حقونو کمیسون رپوټ ورکړ چې اورتېګا په نیکاراګوا کې د اورتېګا ضد ۲۰۱۸-۲۰۲۱م کلونو لاریونونو کې، له تاوتریخوالي ډک ډول د معترضانو په ځپلو کې ښکېل وو. په ۲۰۱۸م کال کې د اعتراضونو تاوتریخوالي ډک ځپل او ورپسې د مدني آزادیو کمېدل کاسټاریکا ته د مهاجرت د لویې څپې لامل شو او له ۳۰۰۰۰ څخه زیاتو کسانو له نیکاراګوا څخه دې ګاونډي هېواد کې د پناه غوښتنه وکړه. دا ځپل د هغه د ولسمشرۍ په څلورمه دوره کې لا زیات شو او د څو غیردولتي سازمانونو، پوهنتونونو او خپلواکو ورځپاڼو د بندېدو امر یې صادر کړ.[8][9][10][11][12][13][14][15][16]
په ۲۰۲۱م کال کې د هغه د سیاسي مخالفینو ځپل زیات شول. د هغه دولت په ۲۰۲۱م کال کې د نیکاراګاوا عمومي ټاکنو کې د هغه احتمالي ډېری سیالان، له هغې جملې څخه چامورو باریوس، د پخواني ولسمشر ویولېټا چامورو دي باریوس لور، زنداني کړل. د اورتېګا دولت نور هغه کسان چې هغه سره مخالف وو، له هغې جملې څخه د هغه پخواني متحدین دورا ماریا تلز او هوګو تورس جیمنز زنداني کړل. د ۲۰۲۱م کال په آګسټ کې، د امریکایي او اروپایي غیردولتي شپږ عملیاتي سازمانونو جوازونه لغوه کړل. د اورتېګا دولت ډېری منتقدین، د مخالفو رهبرانو، خبریالانو او مدني ټولنې غړو په شمول په ۲۰۲۱م کال کې له دې هېواده وتښتېدل. جو بایډن په ۲۰۲۱م کال کې بیا ځلې د ټاکل کېدو وروسته، د دې ولسمشر د ننه کېدل متحده ایالتونو ته منع کړل.[17][18][19][20][21]