چاد
From Wikipedia, the free encyclopedia
چاډ چې رسمي نوم یې د چاد جمهوریت دی په مرکزي افريقا کې په وچې پورې تړلی هیواد دی. د چاد پلازمینه د انجامنا ښار او رسمی ژبي یې فرانسوي او عربي ژبهي دي ، ۰۰۰'۲۸۴'۱ کیلومتره مساحت او ۲۰۸'۳۲۹'۱۰ میلیونه وګړي لري. چاد په ۱۱ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه خپلواکی ترلاسه کړه.
{{Infobox country
| conventional_long_name = د چاد هیواد ولسمشریزه
| common_name = چاد
| native_name = Script error: The function "lang" does not exist. (فرانسوي)
Script error: The function "lang" does not exist. (عربي ژبه)
Jumhūriyyat Tshād
| image_flag = Flag of Chad.svg
| image_coat = Coat of arms of Chad.svg
| symbol_type = Coat of arms
| national_motto = {{|Script error: The function "lang" does not exist. (فرانسوي) |"یوالی، کار، پرمختګ"|Script error: The function "lang" does not exist. (عربي
)}}
| national_anthem = {{|Script error: The function "lang" does not exist. (فرانسوي) |Script error: The function "lang" does not exist. (عربي
)|(انګلیسي: "The Chadian Hymn")}}
| image_map = Chad (orthographic projection).svg | capital = انجامنا | coordinates = ۱۲°۰۶′ شمال ۱۶°۰۲′ ختیځ | largest_city = پلازمینه | official_languages = {{|عربي ژبه|فرانسوي}} | ethnic_groups =
| 26.6% سارا | ۱۲٫۹٪ عربان | 8.5% کانمبو/بودوما | 7.2% ماسالیت | 6.9% ګوراني | 4.7% ماسا/موسګوم | 3.7% بیدیو | 3.7% بولالا | 3% ماربا | 2.6% دادجو | 2.5% موندانګ | 2.4% ګابري | 2.4% ځاګهاوا | ۲٫۱٪ فولانیان خلک | 2% توپوري | 1.6% تاما | 1.4% کارو | 1.3% بانګویرمي | 1% مسمجدي | 2.6% نور چادیان | 0.7% خارجیان
| ethnic_groups_year = 2009 Census[1] | demonym = چادیان | government_type = حاکم دولت حاکم ګوند ریاستي نظام ولسمشریزه | leader_title1 = ولسمشر | leader_name1 = ادریس دبی | leader_title2 = د ولسي جرګې رئیس | leader_name2 = هاروون کابادي | legislature = ولسي جرګه | sovereignty_type = خپلواکي | established_event1 = له فرانسې | established_date1 = ۱۱ اګسټ ۱۹۶۰ | area_km2 = 1284000 | area_footnote =[2] | area_rank = 20ام | area_sq_mi = | percent_water = ۱٫۹ | population_estimate = ۱۳٬۶۷۰٬۰۸۴[3] | population_census = ۱۱٬۰۳۹٬۸۷۳[4] | population_estimate_year = ۲۰۱۵ | population_estimate_rank = | population_census_year = ۲۰۰۹ | population_density_km2 = 8.6 | population_density_sq_mi = | population_density_rank = | GDP_PPP = $۳۰ بیلیونع[5] | GDP_PPP_year = ۲۰۱۸ | GDP_PPP_rank = ۱۲۳ام | GDP_PPP_per_capita = $۲٬۴۲۸[5] | GDP_PPP_per_capita_rank = ۱۶۸ام | GDP_nominal = $۱۱ بیلیون[5] | GDP_nominal_year = ۲۰۱۸ | GDP_nominal_rank = ۱۳۰ام | GDP_nominal_per_capita = $۸۹۰[5] | GDP_nominal_per_capita_rank = ۱۵۱ام | Gini = ۴۳٫۳ | Gini_year = ۲۰۱۱ | Gini_change = | Gini_ref =[6] | HDI = ۰٫۴۰۱ | HDI_year = ۲۰۱۸ | HDI_change = steady | HDI_ref =[7] | HDI_rank = ۱۸۷ام | currency = د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک | currency_code = XAF | time_zone = WAT | utc_offset = +۱ | utc_offset_DST = | time_zone_DST = | drives_on = راست | calling_code = +۲۳۵ | cctld = .td | today = }}
چاد (/tʃæd/؛ (اورېدل ) په عربي ژبه: تشاد Tšād تلفظ یې: تشاد (tʃaːd)؛ په فرانسوي تچاد، تلفظ یې تچاد/[tʃa(d)] په رسمې ډول د چاد جمهوریت په نوم پېژندل کېږي. په وچه کې پروت هېواد دی چې د سویلي او مرکزي افریقا د تقاطع پر کرښه موقعیت لري. د شمال لور ته له لیبیا، د ختیځ لور ته له سوډان، د سویل لور ته د مرکزي افریقا جمهوریت، سویل لویدیځ ته له کامرون، سویل ختیځ ته له نایجیریا (د چاد خلیج کې) او د لویدیځ لورته له نایجیریا سره پوله لري. چاد ۱۶ میلیونه نفوس لري چې له ډلې یې ۱,۶ میلیونه په پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار ندجامېنا کې ژوند کوي.
چاد څو سیمې(زونونه) لري: په شمال کې د بېدیا زون، په مرکز کې یو وچ ساحلي کمربند او په سویل کې د سوډاني حاصلخېزه سیمه ساوانا. د چاد خلیج چې دا هېواد یې په نوم نومول شوی د افریقا په کچه دویم لوی تالاب دی. د چاد هېواد رسمي ژبې عربي او افریقایي دي. یاد هېواد له ۲۰۰ څخه زیاتو قومي او ژبني ډلو کور دی. په چاد کې اصلي دینونه اسلام (۵۱.۸٪) او عیسویت (۴۴,۱%) دي.[8]
له میلاد څخه مخکې په ۷مه زریزه کې ګڼ شمېر انساني نفوسونه چادي حوزې ته کډه شوي. له میلاد څخه وروسته د لومړنۍ زریزې په پای کې د چاد په ساحلي کرښه کې د ایالتونو او امپراتوریو ټولګه رامنځته شوې او نسکوره شوې، چې هر یو یې د سب صحرا د سوداګریزو لارو پر کنترول تمرکز درلود. فرانسې دا خاوره په ۱۹۲۰ ز کال کې فتحه کړه او د فرانسې د استوایي افریقا د برخې په توګه یې خپله ضمیمه کړه. چاد په ۱۹۶۰ز کال کې د فرانسس تومبالبایې په مشرۍ خپله خپلواکي ترلاسه کړه. د هغه د سیاستونو په اړه په شمال کې د مسلمانانو کرکه په ۱۹۶۵ ز کال کې د یوې اوږد مهاله سختې کورنۍ جګړې لامل شوه. یاغیانو په ۱۹۷۹ ز کال کې پلازمېنه ولکه کړه او د سویل لوړتیاپالنې ته یې د پای ټکی کېښود. وروسته یاغي قومندانان له یو بل سره په جګړه کې ښکېل شول تر هغه چې حسین هابري خپلو سیالانو ته ماته ورکړه. په ۱۹۷۸ ز کال کې د چاد او لیبیا نښته د لیبیا له یرغل سره پیل شوه چې په ۱۹۸۷ ز کال کې د فرانسي له پوځي مداخلې (د اېپيرېویر عملیات) سره ودرول شوه.حسین هابري هم په خپل وار سره په ۱۹۹۰ زکال کې د خپل جنرال ادریس دبي له خوا له واک څخه لرې شو. په ۱۹۹۱ ز کال کې د فرانسې په ملاتړ د چاد نوي کول پیل او د چاد ملي پوځ رامنځته شو. په ۲۰۰۳ کال کې په سوډان کې د دارفور کړکېچ پولو ته وغزېد او هېواد یې بې ثباته کړ. خلک او ملت چې تیار بې وزله وو د چاد د ختیځ په کمپونو کې یې د سلګونه زره سوډاني کډوالو د ځای پر ځای کولو هڅه وکړه.
په داسې حال کې چې د چاد د مقننې قوې په ملي اسامبلۍ کې ډېری سیاسي ګوندونه شته وو. د ادریس دبي د ولسمشرۍ په دوره کې چې واکمني يې د زوراکۍ په توګه يادېږي، واک په کلک ډول د هېواد پالنې د ژغورنې غورځنګ لاسته ولویده. د ۲۰۲۱ ز کال په اپرېل کې د FACT یاغیانو له خوا د ولسمشر دبي تر وژل کېدو وروسته د هغه د زوی مهامت دبي په مشرۍ انتقالي پوځي شورا واک ترلاسه کړ او اسامبله یې منحل کړه. چاد په سیاسي تاوتریخوالي او پرلپسې کودتاوو کې ښکېل هېواد دی. دا لږ پرمختللی هېواد دی او د انساني پرمختیا په شاخص کې تر ټولو ټيټه درجه لري. چاد د نړۍ په کچه تر ټولو بې وزله او فاسد هېواد دی. ډېری اوسېدونکي یې مالداران او کروندګر دي چې په بې وزلۍ کې ژوند تېروي. له ۲۰۰۳ ز کال څخه خام تېل د یاد هېواد د صادراتي عاید په اصلي سرچینه بدل شوي او د پنبې د دودیز صنعت ځای یې خپل کړی. چاد د انساني حقونو په برخه کې کمزوری ریکارډ لري او له پرله پسې ناسمو کارونو، لکه: خپل سرې بندخونې، له قانون څخه وتلې وژنې او د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو له خوا د مدني آزادیو له محدودیت سره مل دي.[9][10][11][12]