![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d0/Patrolling_a_Parwan_bazaar.jpg/640px-Patrolling_a_Parwan_bazaar.jpg&w=640&q=50)
چاریکار
د افغانستان پروان ولایت یو ښار / From Wikipedia, the free encyclopedia
امام اعظم ښار، چې په تاریخي ډول د چاریکار په نوم یادېږي او د افغانستان په شمال کې د کوه دامن درې یو لوی ښار او د پروان ولایت مرکز دی، د طالبانو له خوا یې نوم د امام ابوحنیفه په درناوي، چې یو افغان دیني عالم او فقیه دی، د امام اعظم په نوم بدل شو. دا ښار شاوخوا ۱۷۱۲۰۰ نفوس لري، چې اکثریت یې تاجک وګړي دي. [2][3][4][5]
چاریکار | |
---|---|
د چاریکار انځور | |
![]() | |
کورډېناټونه: 35.016666666667°شمال 69.166666666667°ختيځ / 35.016666666667; 69.166666666667 ![]() | |
هېواد | ![]()
![]() |
لوی وېش | پروان ولايت ![]() |
پلازمینه د: | |
پراخوالی | |
لوړوالی | 1600 متر ![]() |
نفوس شمېرنه | 171200 (۲۰۱۵) ![]() |
وروستي مالومات | |
جيو کوډ | 1145352[1] ![]() |
سمول ![]() |
دا ښار له کابل څخه په ۶۹ کیلومترۍ کې د افغانستان په حلقوي سړک، چې شمالي ولایتونو ته غځېدلی دی، پروت دی. هغه مسافرین چې مزار شریف، کندز یا پلخمري ته ځي د امام ابوحنیفه له ښاره تېرېږي. سره له دې چې کابل ته نږدې پروت دی، خو له نیمایي څخه زیاته خاوره یې آباده شوې نه ده. د آبادې خاورې زیاتره برخه استوګنیز ده چې په مساوي برخو ویشل شوې (۳۷٪) په داسې حال کې چې خالي نقشې (۳۲٪) او د سړک شبکه د آبادې خاورې ۱۹٪ تشکیلوي. د امام ابوحنيفه ښار د پنجشېر درې په دروازه کې پروت دی، چې د شمالي دښتې د هندوکش د غرونو سره يو ځای کېږي. د امام ابوحنیفه ښار د لوښو او لوړ کیفیت انګورو په برخه کې شهرت لري.[6]
د امام ابوحنيفه ښار ټول نفوس (۲۰۱۵ کال) ۹۶۰۳۹ دی او د پوليسو ۴ حوزې (ناحیې) لري چې ټول مساحت یې ۳۰۲۵ هکتاره دی. د امام ابو حنیفه په ښار کې ټولټال ۱۰۶۷۱ استوګنیز کورونه موجود دي. [7][8]