From Wikipedia, the free encyclopedia
جوزوف فېلیپ یف اېليوټ ټروډو (Joseph Philippe Pierre Yves Elliott Trudeau) د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CC (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان)، اوCH (د ملګري نښان، د غوره لاسته راوړنو پاداش) ګټونکی،QC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تکړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي) او د FRSC (د کاناډا د سلطنتي ټولنې د دوستۍ نښان) ګټونکی، د نوم فونوتیکي سمبول یې /ˈtruːdoʊ, truːˈdoʊ/ TROO-doh, troo-DOH په فرانسوي ژبه [pjɛʁ tʁydo]؛ د ۱۹۱۹ ز کال د اکتوبر په ۱۸ مه زېږېدلی او د ۲۰۰۰ ز کال د سپټمبر په ۲۸ مړ شوی، هغه د خپل نوم په لنډیز چې PET دی هم مشهور دی. یو کاناډایي سیاستوال چې د (۱۹۶۸-۱۷۹ او ۱۹۸۰ – ۱۹۸۴ز کال) کلونو تر منځ یې د کاناډا د ۱۵م لومړي وزیر او له ۱۹۶۸ څخه د ۱۹۸۴ ز کال پورې يې د کاناډا د لېبرال ګوند د مشر په توګه خدمت کړی، له ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۰ ز کال پورې يې په یوه لنډمهاله دوره کې د اپوزیسیون د مشر په توګه خدمت کړی. [۴][۵][۶]
پېيري ټروډو | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص مالومات | |||||||
زېږون نوم | |||||||
پيدايښت | مونټريال [۱] | ||||||
مړینه | مونټريال [۲] | ||||||
د مړینې لامل | د پروستات سرطان ، ناروغي | ||||||
تابعیت | کاناډا | ||||||
قد | 1.72 متر [۳] | ||||||
ګوند | د کاناډا لېبرال ګوند | ||||||
روغتيايي څرنګوالی | د پارکېنسون ناروغي | ||||||
اولاد | |||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (15 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۰ اپرېل ۱۹۶۸ – ۴ جون ۱۹۷۹ | |||||||
| |||||||
د کاناډا لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۳ مارچ ۱۹۸۰ – ۳۰ جون ۱۹۸۴ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه | |||||||
پوځي خدمت | |||||||
لاسليک | |||||||
وېبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
ټروډو د یو روڼاندي او فعال وکیل په توګه د کيوبېک په سیاست کې شهرت وموند. که څه هم هغه له سوسیال دموکرات نودوموکرات ګوند سره یو ځای شو، خو داسې احساس یې وکړ چې هغوی واک نه شي ترلاسه کولی، پر ځای يې له لېبرال ګوند سره یوځای شو. هغه په ۱۹۶۵ ز کال کې ولسي جرګې ته وټاکل شو او په چټکۍ سره د لومړي وزیر لېستر بي. پيرسون (Lester B. Pearson) د پارلماني منشي په توګه منصوب شو. په ۱۹۶۷ ز کال کې د عدليې وزیر او لوی څارنوال وټاکل شو. د ټروډو بهرپال شخصیت او د هغه کارېزماتیک طبیعت په رسنیو کې د ټروډومانیا الهام بښونکی و او له هغه سره یې مرسته وکړه چې په ۱۹۶۸ ز کال کې هغه مهال چې د کاناډا د لومړي وزیر پوست ته منصوب و، د لیبرال ګوند مشري ترلاسه کړي. د ۱۹۶۰ ز لسیزې له وروستیو څخه د ۱۹۸۰ز لسیزې تر لومړیو پورې د ټروډو سیاسي شخصیت دومره پر سیاسي صحنه مسلط و، چې د کاناډا په سیاسي تاریخ کې يې ساری نه درلود. د لومړي وزیر په توګه د هغه تر انتصاب وروسته ،هغه مخکې له دې چې په ۱۹۷۹ ز کال کې له نسبي ماتې سره مخامخ شي، د ۱۹۶۸، ۱۹۷۲ او ۱۹۷۴ ز کلونو په ټاکنو کې بریالی شو. هغه له لنډمهال وروسته په ۱۹۸۰ ز کال کې خپله څلورمه ټاکنیزه بریا ترلاسه کړه او په پای کې د ۱۹۸۴ ز کال تر ټاکنو لږ مخکې تقاعد شو. ټروډو د نږدې تېر مهال، لومړی وزیر دی چې په څلورو ټاکنو کې بریالی شوی، چې درې ځله په اکثریت بریالیتوب او یو ځل له اقلیت بریا سره او دوه غیر متوالي دورې يې د لومړي وزیر په توګه خدمت کړی. د هغه د تصدۍ دوره ۱۵ کاله او ۱۶۴ ورځې وه چې په دې توګه هغه تر وېلیم لیون او منکزي کېنګ وروسته د کاناډا درېیم لومړی وزیر دی چې اوږد مهاله واکمني يې کړې ده.
د هغه له خپل شعار:«عقل له جذبې څخه مخکې» سره سره د ټروډو شخصیت او سیاسي پرېکړو د هغه په دوره کې په ټوله کاناډا کې قطبي غبرګونونه راپورته کړل. په داسې حال کې چې منتقیدینو هغه په ګستاخۍ، ناسم اقتصادي مدیریت، په کاناډا کې د کیوبېک د کلتور او د پرېري (د کاناډا په لویديځه برخه کې یوه سیمه) د اقتصاد په زیان په پرېکړو کې په بېجهته تمرکز تورن کړ، ستایونکو د هغه د عقلي ځواک او د هغه د سیاسي ځیرکتیا چې د کیوبېک د واکمنۍ پرغورځنګ يې ملي وحدت خوندي کړ، ستاینه کوله. ټروډو په ۱۹۷۰ ز کال کې د کيوبېک ترهګریز کړکېچ د جنګي اقداماتو د قانون په مرسته وځاپه او یاد قانون د کاناډا په تاریخ کې د درېیم او وروستي ځل لپاره وکارول شو. پر دې سربېره يې له فدرال دولت سره د کيوبېک حاکمیت- د اتحادیې پرېکړه لیک وړاندیز هم وکړ، چې په ۱۹۸۰ ز کال کې په کيوبېک کې د یوې ټولپوښتنې له لارې په غوڅ ډول رد شو. [۷][۸] [۹]
د ټروډو دولت د اقتصادي ملتپالنې لور ته د لېبرال ګوند د وړلو په هڅه کې د پېټرو-کاناډا (د تېلو او ګاز کاناډايي شرکت) پر رامنځته کولو څار وکړ او د ملي انرژۍ برنامه يې پلې کړه، هغه پالیسي چې په لویدیځه کاناډا په ځانګړي ډول د البېرتا له تېلو څخه غني ولایت کې په پراخ ډول نامنلې وه او د ډېر «لویدیځ ګوښهوالي» لامل شوه. ټروډو په نورو کورنيو پالیسیو کې دوه رسمي ژبې او څوګوني کلتور ته لومړیتوب ورکړ او پان-کاناډايي پېژندنې ته يې وده ورکړه. د ټروډو په بهرني سیاست کې له متحده ایالاتو او بريتانیا سره د کاناډا لږ تړاو شامل و. هغه له اساسي قانون څخه په ملاتړ د کاناډا د حقونو او آزادیو منشور تاسیس کړ، دا د کاناډا بشپړ حاکمیت ته د لاسرسي چارې وې. هغه د شوروي اتحاد، چین او کیوبا له مشر فېډل کاسټرو سره نږدې اړیکې جوړوې کړې، هغه یې له نورو لویدیځو پانګوالو سره په تضاد کې ښکېل کړ.
ټروډو د کاناډا د لومړیو وزیرانو په رتبه بندۍ کې د لوړ رتبه پوهانو په کتار کې ځای لري. د هغه مشر زوی جاسټین ټروډو په ۲۰۱۵ ز کال کې تر فدرال ټاکنو وروسته، د کاناډا ۲۳م لومړی وزیر شو چې اوسمهال هم دی. جاسټین د کاناډا لومړنی لومړی وزیر دی چې د پخوانیو لومړيو وزیرانو له زامنو یا نورې کرړې څخه دی.
د ټروډو کورنۍ په ۱۶ پېړۍ کې د فرانسوي مارسیلیک ـ لانويل او رابرټ ټروټو (۱۵۸۹ - ۱۵۴۴) خلکو ته رسېږي. لومړنی ټروډو چې په ۱۶۵۹ ز کال کې کاناډا ته ورسېد، اېټن ټروډو یا ټورټو (۱۶۴۱ – ۱۷۱۲ز ) و،چې له لاروشېل څخه یو ترکاڼ(نجار) او کور جوړوونکی و. [۱۰][۱۱][۱۲]
پېيري ټروډو د ۱۹۱۹ ز کال د اکتوبر په ۱۸ مه د کاناډا د مونت ریل په اوترېمونت کې د چارلز اېمېل «چارلي» ټروډو (زېږېدنه ۱۸۸۷-مړینه ۱۹۳۵ز کال) ، چې یو فرانسوي – کاناډايی سوداګر او حقوق پوه او ګرېس اېليوټ په کور کې نړۍ ته راغلی، مور یې له مختلط اسکاټلنډي او فرانسوي نژاد څخه وه. هغه د سوزېټ په نوم یوه مشره خور او د چارلس جونیر ټروډو په نوم یو کشر ورور درلود، ټروډو د ژوند تر پایه خپلې خور او ورور ته نږدې و. ټروډو د ژان - ډي بربیوف (Collège Jean-de-Brébeuf) په کالج کې (د فرانسوي عیسویانو یو خصوصي ښوونځی) زده کړې وکړې او هلته یې د کیبوبېک له ملت پالنې څخه ملاتړ وکړ. د ټروډو پلرنی نیکه او انا فرانسوي ژبي کيوبېکي بزګران وو. د هغه پلار تر هغه مهاله چې ټروډو پنځلس کلن و، د B&A د ګازو لړۍ سټېشن درلود (اوس منحل شوی) په مونترال او مونترال رویالز کې یې ځینې ګټور معادن، د بېلمونت تفریحي پارک او د ښار د بېسبال کوچنی ټيم په واک کې درلودل. کله چې د ۱۹۳۵ ز کال، د اپرېل په لسمه د هغه پلار د فلورېدا په اورلنډو کې مړ شو، ټوروډو او د هغه هر یوه خور او ورور ته په میراث کې ۵۰۰۰ ډالر ورسېدل چې دا هغه مهال د پام وړ شتمني وه او په دې معنا چې نوموړی له مالي پلوه خوندي او خپلواک و. مور یې ګرېس له پېيري سره مینه لرله او د ژوند تر پایه له هغه سره په نږدې اړیکه کې وه. د خاوند تر مړینې وروسته یې د میراث اداره نورو ته پرېښوده او خپل ډېر عمر یې د رومي کاتولیک کلیسا په خدمت او بېلابېلو صدقو او خیراتونو په ورکولو کې تېر کړ او ځینې وختونه به یې له خپلو بچیانو سره نیویارک، فلوریدا، اروپا او مېن ته سفر کاوه. ټروډو د خپلې نوې ځوانۍ په وروستیو کې په مستقیم ډول د یو لوی میراث په اداره کولو کې ښکېل و.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
ټروډو له شپږ کلنۍ څخه تر ۱۲ کلنۍ پورې د اوترمونت د ابتدایي ښوونځي په کیوربېس اکاډمۍ کې زده کړې وکړې او هلته په کاتولیک مذهب کې ډوب شو. دا د دواړو فرانسوي او انګلیسي کاتولیکانو ښوونځي و او یو انحصاري ښوونځی چې کوچني ټولګي يې لرل، هغه په ریاضياتو او دین کې تکړه و. د هغه له لومړیو کلونو څخه ټروډو په دواړو ژبو روانې خبرې کولی شوی، چې وروسته دا ورته ثابته شوه چې د دوو رسمي ژبو لرونکې په کاناډا کې په دواړو ژبو تسلط د یوه سیاستوال لپاره لویه پانګه ده. ټروډو د یو نوي ځوان په توګه د فرانسوي ژبو عیسویانو په کالج ژان - ډي بربیوف کې چې په کیوبېک کې د غوره فرانسوي ژبو کورنیو د باور وړ منځني ښوونځي په توګه پېژندل شوی و، نوم لیکنه وکړه.[۱۷][۱۸][۱۷][۱۹][۲۰]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.