پېرسېپونه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د يونان په لرغونو نکلونو [افسانو] او دين کې، پرسفيني چې د «کوري» يا «کورا» په نوم هم پېژندل کېږي، د «زيوس» او «ډيميټر» لور ده. نوموړې د خپل کاکا «هيډز» له خوا تر تښتول کېدو وروسته د مړيو د نړۍ ملکه شوه، اکا يې «هيډز» د مړيو د نړۍ پاچا و، چې وروسته يې له هغې سره واده وکړ. [1]
استوګنځی |
---|
عمومي معلومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
د هغې د تښتولو افسانه، د مړيو په نړۍ کې د هغې اوسېدل، او سطحې ته بېرته د هغې دوراني راګرځېدل، د پسرلي د تجسم او د بوټو د تشخص په توګه د هغې د فعاليتونو استازولي کوي، په ځانګړي ډول د غلو د فصلونو، کوم چې په ځمکه کې د کرلو پر مهال ورکېږی، د پسرلي په موسم کې له ځمکې څخه رازرغونيږي، او کله چې بشپړ ستر شي نو بيا لو کېږي. په لرغونی يوناني هنر کې، پرسفيني د تل لپاره مخ پټې انځور شوې ده، چې عموماً د غلې يوه ګېډۍ له ځانه سره وړي. هغه د صوفيانه الوهيت په توګه د يوې امسا او يوې کوچنۍ کڅوړې سره راڅرګندېږي، خو اکثره د «هيډانو» له خوا د وړلو په بهير کې ښودل شوې ده.
د بوټو د يوې ښځينه خدايې په توګه پرسفيني او د هغې مور «ډيميتر» په «ايليوسيني اسرارو» کې مرکزي شخصيتونه وو، چا چې له دې ډلې سره له يوځای کېدونکو [پيل کونکو] سره له مړينې وروسته د خوشاله ژوند ژمنه کوله. د هغې د فرقې [ډلې] پيل معلوم نه دی، خو بسنټ يې د کرنيزو ټولنو لرغونې کزنيزې ډلې وې. په «اتنز» کې، د «انتسټيرين» [يوه ميله وه] په مياشت کې لمانځل کېدونکي مراسم هغې ته وقف شوي و. د «ايپزيفريان لوکريس» ښار، چې په اوسنۍ «کلابریا» (سويلي ايټاليا) کې دی، د پرسفيني د عبادت [مذهبي مراسم] له امله شهرت درلود، چې هغه په دې سيمه کې د واده او ماشوم د زېږون ښځينه خدايه ده.
د هغې نوم ګڼې تاریخي بڼې لري. په انګليسي ژبه کې د Persephassa او Persephatta په بڼه هم ليکل کېږي. په لاتيني ژبه کې د هغې نوم د Proserpina په بڼه لیکل کېږي. روميانو هغه د ايټالوي ښځينه خدايې «لايبيرا» په توګه پېژندلې ده، څوک چې له «پروسرپينا» سره خلط شوې وه. د پرسفيني د نزول او ځمکې ته د بېرته راستنېدو سره ورته افسانې د «اټيس، ايډونس» او «اوسيرس» په ګډون د نارينه خدايانو په عبادتونو او «منون کريټ» [يو لرغونی تمدن و] کې هم شته،[2]