From Wikipedia, the free encyclopedia
پورټ سعید د مصر یو ساحلي ښار دی، چي د پورټ سعید یا بورسعید ولایت اداري پلازمینه هم بلل کیږي. دا د مصر په شمال ختیځ کي د سویز کانال د شمالي دروازي په سر او امتیازي ځای کي موقعیت لري. پورټ سعید د آسیا او افریقایي براعظمونو ترمینځ د نښلون نقطه هم ده، ځکه چي یاد ښار د افریقا په شمال ختیځ کي ترټولو پر اخري شمالي نقطه باندی پروت دی. بورسعید ښار شمال ته د مدیترانې بحر سره، ختیځ ته له فواد (په سینا ټاپووزمه کي پروت ښار) سره، په سویل کي د اسماعیلیه ولایت او لویدیځ ته د دریو ولایتونو لکه دمیاط، دهقلیه او شرقیه سره پوله لري. ددې ښار مساحت نږدې 845,445 کیلومتره مربع دی، او نفوس یې د 2010 د سرشمیرني له مخي نږدې 524,433 تنه دی. پورټ سعید ښار په اوو اداري ولسوالیو ویشل سوی دی: سویلي ولسوالۍ ، د ظهور ولسوالۍ ، لویدیځ ولسوالۍ ، د مضافاتو ولسوالۍ ، منخ ولسوالۍ ، عرب ولسوالۍ ، او ختیځ ولسوالۍ . [3]
ددغه ښار د جوړولو کار د مصر د والي خیدیو سعید د واکمنۍ پرمهال د اپریل په 25، 1859 کي هغه وخت پیل سو کله چي فردینانډ ډی لیسیپس د سویز کانال د کیندلو پروژه پیل کړه. [4]
پورټ سعید د نولسمې پیړۍ په پای کي او د شلمې پیړۍ په پیل کي د یو مشهور سمندري بندر په توګه نړیوال حیثیت او شهرت ترلاسه کړ.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.