![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3f/SignatureLouisXV.svg/langps-640px-SignatureLouisXV.svg.png&w=640&q=50)
پنځلسم لوييس
From Wikipedia, the free encyclopedia
پنځلسم لوييس (زېږون د ۱۷۱۰ ز کال د فبرورۍ په ۱۵مه – مړینه د ۱۷۷۴ ز کال د مې میاشتې ۱۰)، چې د محبوب لوييس (په فرانسوي: le Bien-Aimé) په نوم مشهور و. د ۱۷۱۵ ز کال د سېپټمبر له لومړۍ څخه د خپلې مړينې تر مهال پورې تر ۱۷۷۴ ز کال پورې د فرانسې پاچا و. هغه په پنځه کلنۍ کې د خپل نيکه څوارلسم لوييس ځای ناستی شو. د ۱۷۲۳ ز کال د فبرورۍ تر ۱۵مې نېټې پورې د هغه بلوغ ته تر رسېدو پورې (چې هغه مهال د هغه ۱۳مه کلیزه په پام کې نیول شوې وه) پاچاهي د اورليان د ډوک دویم فلیپ له خوا اداره کېده. کاردينال فلوري له ۱۷۲۶ ز کال څخه د خپلې مړینې تر نېټې (۱۷۴۳ ز کال) پورې لوړ رتبه وزیر و، چې هغه مهال پاچا په یوازې ځان د پاچاهۍ کنترول په لاس کې واخیست.[14]
پنځلسم لوييس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۵ فبروري ۱۷۱۰[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10] |
مړینه | 10 مې 1774 (64 کاله)[1][2][3][4][5][6][11][7][8][9][10] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | پاچا [13] ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه ، اسپانيايي ژبه ![]() |
لاسليک | |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
د هغه نږدې ۵۹ کلنه دوره (له ۱۷۱۵ څخه تر ۱۷۷۴ کال پورې) د فرانسې په تاريخ کې دویمه اوږدمهاله واکمني وه او یوازې د هغه د سلف څوارلسم لوييس دوره چې ۷۲ کاله يې واکمني وکړه (۱۶۴۳-۱۷۱۵) د نوموړي تر دورې زیاته وه. لوييس په ۱۷۴۸ کال کې اتریشي نیډرلنډ چې د ۱۷۴۵ ز کال د فونتېنوی په جګړه کې ګټل شوی و بېرته ترلاسه کړ. هغه په شمالي امریکا کې نوې فرانسه د اووه کلنې بدمرغې جګړې په پای کې په ۱۷۶۳ ز کال کې لویې بریتانیا او اسپانيې ته وسپاره. هغه د لورن او کورسيکا د جمهوریت د ډوک مېشتو خاورې/قلمرونه د فرانسې له پاچاهۍ سره یو ځای کړې. تاريخ پوهان په ټوله کې د هغه پر پاچاهۍ نیوکه کوي او دې ته اشاره کوي چې د هغه د فساد اړوند راپورونه څه ډول د پاچاهۍ د شرمندګۍ لامل شول، حال دا چې د هغه جګړو خزانې تشې کړې او له لږ ګټې سره مل وې. د پوهانو اقلیت له دې نظریې سره مخالف دی چې د انقلابي تبلیغاتو پایله ده. د هغه لمسی او ځای ناستی ۱۶م لوييس داسې یوه پاچاهي په میراث کې ترلاسه کړه چې مالي او سیاسي سمونونو ته یې اړتیا لرله او په پای کې په ۱۷۸۹ ز کال کې د فرانسې د انقلاب لامل شوه.[15]