پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغل
From Wikipedia, the free encyclopedia
یرغل، له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې دا پر یو اروپايي هېواد تر ټولو لوی برید دی. دا یرغل له هغه مهال راهیسې په اروپا کې د پناغوښتونکو د تر ټولو لوی کړکېچ لامل شوی، چې له ۳.۴ میلیونه څخه زیات اوکراینان له خپل هېواد څخه تښتېدلي. [1][2][3][4][5][6][7]
د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د اوکراین د حیثیت/پېژندګلوۍ تر انقلاب وروسته روسیې کریمیه د خپلې خاورې ضمیمه کړه او روسي پلوه جلاغوښتونکو د اوکراین د سویل ختیځ يوه برخه ولکه کړه او په دونباس کې يې جګړه پيل کړه. په ۲۰۲۱ ز کال کې روسیې له اوکراین سره پر پوله یو لوی پوځي تجهیز پيل کړ. د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین، له انحرافي پاله لیدلورو څخه ملاتړ کاوه (دا چې د روسیې تر سترواکۍ لاندې سیمې باید بېرته روسیې ته وروګرځول شي) د یو هېواد په توګه يې د اوکراین حق تر پوښتنې لاندې راوړ او په دروغو یې اوکراین په دې تورن کړ چې د هغو نویو نازیانو تر ولکې لاندې دی چې روسي ژبی اقلیت ځوروي. پوتین وویل چې د شمالي اتلاتیک تړون (ناټو) یو لویديځ پوځی ائتلاف دی چې د ز۲۰۰۰ ز لسیزې له لومړیو څخه یې د ختيځ لور ته له پراخېدو سره د روسیې امنیت ګواښلی و – هغه ادعا چې ناټو پرې منکره شوه او له دغه اتحاد سره یې د اوکراین د يوځای کېدلو د مخنیوي غوښتنه وکړه. متحده ایالاتو (US) او نورو څو څو ځله روسیه پر اوکراین د برید کولو لپاره د پلان په جوړولو تورنه کړه، چې روسي چارواکو د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ د ۲۳ مې تر وروستیو پورې څو څو ځلې دا رد کړه. [8][9][10][11][12][13][14][15][19]
روسیې د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۱ مه د ډونېتسک د خلق جمهوریت (DPR) او د لوهانسک د خلق جمهوریت دواړه ایالتونه چې خپل جمهوریتونه يې اعلام کړي وو او د روسي پلوه جلاغوښتونکو له خوا کنترول کېدل، په رسمیت وپېژندل. په ورپسې ورځ د روسیې د فدراسیون شورا له هېواده بهر له پوځي ځواکونو څخه د کار اخیستلو جواز صادر کړ او روسي پوځیان دواړو خاورو ته د ننه شول. د فبرورۍ په ۲۴ مه شاوخوا د ختیځې اروپا په وخت ۵:۰۰ (UTC+2) بجې پوتین د اوکراین د بې پوځه کولو او بې وسلې کولو لپاره ځانګړي پوځی عملیات اعلام کړل. شېبې وروسته په تول اوکراین په ځانګړي ډول پلازمېنې کیف کې هوايي او توغنديز بریدونه پیل شول، له ځنډ وروسته له بېلابېلو اړخونو څخه له لوی ځمکني برید سره مل شول. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په ځواب کې عمومي تیارسئ او پوځي حکومت اعلام کړ. [20][21][22][23][24][25][26][27][28]
څو اړخیز بریدونه له روسیې، بېلاروس او د اوکراین د دوو اشغال شویو سیمو (کریمیې او دونباس) څخه پیل شول. د جګړې څلورو اصلي ډګرونو پراختیا ومونده: د کیف برید، د اوکراین پر شمال ختيځ یرغل، د ختیځ اوکراین یرغل او پر سویلي اوکراین برید. د روسیې پوځ د اوکراین پر لویديځو سیمو هوايي او د توغندیو بریدونه هم ترسره کړي. روسي پوځيان کلیدي ښارګوټو لکه: چرنیهف، خارکوف، خرسون، کیف، مارپول او صامي ته نږدې شوي یا يې محاصره کړي دي، خو د اوکراینیانوله سخت مقاومت سره مخامخ شول چې له لوجستیکي او عملیاتي ګواښونو سره مخامخ دي او د دوی د پرمختګ مخنیوی یې وکړ. د یرغل تر پيل درې اونۍ وروسته، روسي پوځ په سويل کې ډېر بریالي وو، حال دا چې په نورو سیمو کې زیاتېدونکو لاسته راوړنو هغوی د یوې ستومانوونکې ستراتېژۍ خپلولو ته اړ کړل چې د ملکي وګړو د تلفاتو د زیاتوالي لامل شوه. [29][30][31][32]
دا تېری په پراخ ډول په نړیواله کچه محکوم شو. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې يو پرېکړه لیک تصویب کړ چې هغه يې محکوم او د بشپړ خروج غوښتنه يې وکړه. د عدالت نړیوال محکمې روسیې ته امر وکړ چې عملیات ودروي او د اروپا شورا روسیه له واکه لرې کړه. ډېری هېوادونو نوي بندیزونه ولګول چې د روسیې او نړۍ اقتصاد یې اغېزمن کړی دی. بېلابېلو هېوادونو اوکراین ته لومړنۍ پوځي او انساني مرستې برابرې کړې. په ټوله نړۍ کې لاریونونه وشول؛ هغه کسان چې په روسیه کې دي، له ډلهییزو نیولو او د رسنیز سانسور له زیاتوالي سره مخامخ دي، لکه: د « جګړې » او «یرغل» اصطلاحاتو له کارولو څخه مخنیوی. ګڼو شرکتونو له روسیې او بېلاروس څخه خپل خدمتونه او محصولات بهر کړل. د نړیوالو جرمونو محکمې په اوکراین کې د روسي پوځ د جنګي جنایاتو د تورونو په اړه څېړنې پیل کړې دي. [33][34][35][36][37]