هندي سياستواله From Wikipedia, the free encyclopedia
پريانکا ګاندي وادرا د ۱۹۷۲ کال د جنورۍ په ۱۲مه نېټه په نوي ډیلي کې زېږېدلې وه. هغه د هند د پنځم لومړي وزیر راجیو ګاندي لور او د هند د ملي کانګرېس ګوند پخوانۍ مشرې سونیا ګاندي او د کانګرېس د پخواني مشر راهول ګاندي خور ده. هغه د مشهور هندي سوداګر رابرټ واډرا مېرمن ده. دوی دواړه یو زوی لري چې ریحان ګاندي واډرا او یوه لور میرایا نومیږي. هغه د سیاست تر ټولو پیاوړې او تاریخي کورنۍ ، د نهرو ګاندي کورنۍ پورې اړه لري. په 23 جنوري 2019، هغه د آل انډیا کانګرېس د عمومي منشي په توګه وټاکل شوه او د 2019 عمومي ټاکنو لپاره د ختیځ اترپردېش قومانده ورکړل شوه. [1]
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
استوګنځی | |
زدکړنځی | |
ګوند | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
پريانکا ګاندي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۲ جنوري ۱۹۷۲ نوي دهلي |
استوګنځای | ډېلي |
تابعیت | هند |
ګوند | هند ملي کانګرېس |
پلار | راجيو ګاندي |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
تعلیم | يونيورسټۍ آف دِهلي
د عيسی او مريم کنوانسيون عيسی او مريم کالج |
کار/مسلک | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
پرینکا واډرا د هند د پخواني لومړي وزیر راجیو ګاندي لور، د هند د ملي کانګرېس د اوسني مشر راهول ګاندي خور، او د متحده پرمختیایي اتحاد د مشرې سونیا ګاندي دوهم اولاد دی. د هغه نيا اندرا ګاندي او نيکه جواهر لال نهرو هم د هند لومړي وزيران پاتې شوي دي. نیکه فیروز ګاندي د هند د پارلمان غړی و او ستر نیکه موتي لال نهرو د هند د ازادۍ د مبارزې یو مهم مشر و.
پریانکا خپلې زده کړې د ماډرن ښوونځي [2] او عیسی او مریم ، نوي ډیلي څخه ترلاسه کړې او وروسته یې د ډیلي پوهنتون څخه د ارواپوهنې په برخه کې او په 2010 کې د بودیستي مطالعاتو په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه .
پریانکا ګاندي له پیله د خپل ورور راهول ګاندي او مور سونیا ګاندي په ټاکنیزو کمپاینونو کې برخه اخیستې وه، خو پخپله سیاست ته له ننوتو يې ډډه کوله. [3] پریانکا په ترتیب سره په امیتي او رای بریلي دواړو کې ټاکنيز کمپاین وکړ.
د پریانکا ځانګړې خبره دا ده چې د هغې غونډې ته د خلکو ګڼه ګوڼه راټوليږي او په دغو دوو ولسوالیو کې یې لاس په لاس نیول کېږي. په امیتي کې هر ځای د هغې په پلوۍ د "امیتي کې بېټیا، امیتي کا ډینکا" په څېر نارې وهل کيږي. [4] د 2004 کال د هند په عمومي ټولټاکنو کې، هغه د خپلې مور سونیا ګاندي سره څنګ په څنګ ولاړه وه او په شخصي توګه یې د خپل ورور راهول ګاندي د ټاکنیز کمپاین څارنه کوله. [5] په 23 جنوري 2019، هغه په رسمي توګه کانګرېس کې شامله شوه او د کانګرېس عمومي منشي شوه او د راتلونکو ټاکنو لپاره د ختیځ اترپردېش قومانده ورکړل شوه. [6]
د 1997 کال د فبروري په 18 ، په 10 جنپت ، ګاندي کور کې، د پریانکا واده د ډیلي یو بریالي سوداګر رابرټ واډرا سره وشو. دوی دوه ماشومان لري؛ زوی ریحان او لور يې میرایا. پرینکا ګاندي اوس بودیزم ته مخه کړې ده.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.