پروان ولايت
د افغانستان ولایت / From Wikipedia, the free encyclopedia
د پروان ولايت مرکز د چاريکار ښار دى او نوروې ولسوالۍ او علاقه دارۍ يې په دې ډول دي: جبل السراج، غوربند، پنجشېر رخه، سرخ پارسا او بگرام د پروان ولايت د اداري واحدونو په ولسواليو کې راځي. سالنگ، شينواري، شيخ علي او کوه ساپي د پروان ولايت علاقه دارۍ جوړوي. پروان ډېره ښه هوا لري، په اوړي کې يې د تودخې درجه تر 30 رسېږي. خو ژمى يې سوړ او بيا په سالنگونو کې د تودخې درجه تر منفي 25 پورې رسېږي.
د پروان ولايت مساحت 9399 کيلومتره دی او د وگړو شمیر يې په 1359 لمریز کال کې د رسمې شمیرو له مخې 516231 ښودل شوى، چې بيا په 1379ل کال کې يې د خلکو شمېر 753697 ښودل شوى.
د پروان ولايت ځمکې ډېرې ښې حاصل خېزې دي. چې خلک یې انگور، غنم، او پنبه، کچالو په کې کري. د جبل السراج، د سمنټو فابريکه د دغه ولايت له مهمو اقتصادي توليداتو څخه شمېرل کېږي. همدلته يو برېښناکوټ هم لري چې د 1500 کيلو واټو په وړتيا د يوې اندازې د جبل السراج او ددی ولايت مرکز چاريکار ښار اړتيا پوره کوي.
پروان ولايت د نندارې ښه ځايونه لري، له همدې امله هر وخت هلته ډېر زيات سيلانيان د مېلو لپاره ورځي. په ژمې کې د دغه ولايت په واورينو سيمو کې خلک د واورو لوبې کوي. اوس چې په هېواد کې سوله او ارامې راغلې، بهرنيان هم په ژمي کې دغه ولايت ته د سکي لوبې لپاره راځي. پروان د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه دی اوډيره ځلانده تاريخي سابقه لري. اوپيان د بودايې، دين دورې له نظره مهيم نقش درلود. اود بوديزم پلويانو هلته ځانگړي عبادت ځايونه درلودل د پليسن په نظر اسکندريه په اوپيان کې جوړه کړی شوه چې مورخينو داوپيان نوم په مختلفو ليک دودونو ياد کړی لکه : اوپيدوم ،اوپينوم ،اوپيای او اوپيان درج کړی دی خو اصلا هغه اوسني اوپيان دي چې د چاريکار لويديځ لورته پروت دی.
بله تاريخي سيمه بگرام دی چې د کابل شاهانو پايتخت و. او د څلور ضلعو لرونکې لويې کلا چې د کرسته او تتراگون په نوم هم ياديږي اوپه هندي ژبه کې دلوي او مهم ښار معنی ورکوې. ربې دلوي په معنا او گرام دښار په معنا ،لرو .اوس دهغې ساحې خواته د بگرام هوايې ډگر جوړشوی دی. کوه صافي يې دفاعې ديوال شمېرل کېده.
هغه وخت له بگرام نه کابل ته د دښتې له لاری په قلعه حاجي مستقيمه لاره تللې وه چې کابل شاهان مستقيمآ د کابل بالا حصار ته راتلل اوددې لارې په اوږدوکې دسرک دواړو خواوته گڼې ونې وې ترڅو لارويان د لمر له تاوانه وژغوري.