From Wikipedia, the free encyclopedia
پرمختګ پالنه یوه سیاسي فلسفه ده چې له ټولنیزو اصلاحاتو ملاتړ کوي. د پرمختګ پر بنسټ دا مفکوره چې د بشري شرایطو د لاښه والي لپاره د ساینس، ټکنالوژۍ، اقتصادي پرمختګ او ټولنیز جوړښت پیشرفت مهم بولي، پرمختګ پالنه په اروپا کې د روښنايۍ په عصر کې زښته د پام وړ وګرځېده، ځکه باور دا و چې اروپا کولای شي د ټولنې د بنسټ په توګه د تجربوي پوهې او علم له لارې له بې تمدنه شرایطو څخه متمدن ژوند ته مدنیتي پرمختګ ولري. د روښنايي مخکښانو باور درلود چې دا پرمختګ په نړیواله کچه په ټولو ټولنو کې د عملي کېدو وړ دی او ښايي چې دا مفکورې له اروپا څخه ټولې نړۍ ته پراختیا ومومي. [1][2]
د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د پرمختګ پالنې مفهوم د سترو ټولنیزو بدلونونو څخه چې د صنعتي کېدو او د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د دویم صنعتي انقلاب له امله رامنځته شوي وو، سرچینه اخیسته. پرمختګ پال پدې اند و چې د سترې اقتصادي ناانډولۍ، د ډېر لږ تنظیمېدونکو انحصاري شرکتونو او د کارګرانو او اقتصادي نخبګانو تر منځ د شدیدې او ځینې مهال تاوجنې شخړې له کبله د پرمختګ مخه ډب شوې ده، او استدلال يې کاوه چې د دې ستونزو د هواري لپاره اقداماتو ته اړتیا شته. [3]
د وخت په تېرېدو سره د پرمختګ پالنې مانا بدله شوې او بېلابېل اندونه موجود دي. د ۲۰مې پېړۍ د لومړي سر پرمختګ پالنه کې د انسانانو د نژاد د لاښه کولو او الکولي څښاک د بندولو خوځښت ملاتړ شامل و، چې په دواړو قضیو کې د عامې روغتیا خبره کېده او دا کار د پرمختګ پالنې اړوند نوښتونو کې ګڼل کېده. په ۲۱مه پېړۍ کې، پرمختګ پال خوځښت داسې تعریف لري: "دا هغه ټولنیز یا سیاسي خوځښت دی چې موخه يې د سیاسي بدلون او حکومتی کړنو د ملاتړ له لارې د عامو خلکو د ګټو استازولي دي." په ننني سیاست کې، پرمختګ پالنه په عمومي توګه د کيڼ-لیبرالیزم سنت برخه بلل کېږي. [4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14]
اېمانوېل کانت له بربریت څخه د تمدن په لوري خوځښت پرمختګ بولي. د ۱۸مې پېړۍ فیلسوف او سیاسي عالم مارکوس دې کوندورسېت وړاندوېنه کړې وه چې په سیاسي پرمختګ کې د غلامۍ له منځه تلل، د سواد او پوهې ډېرېدل، د جنسي ناانډولۍ کمېدل، د زندانونو سمون چې هغه وخت يې وضعیت خراب و او د بېوزلۍ کمېدل راځي. [15]
عصریتوب (Modernity) یا عصري کېده (modernization) د هغه پرمختګ د مفکورې کلیدي بڼه وه چې د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ کلاسیک لېبرالانو غوښتل په چټک ډول اقتصاد او تولنه عصري کړي تر څو د آزاد بازار او خلکو د آزاد تګ راتګ پر وړاندې دودیز خنډونه لري شي. [16]
د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې، په لویدیځه نړۍ کې یوه سیاسي مفکوره ډېره مشهوره شوه چې ویل یې پرمختګ د د شتمتن او بېوزلي تر منځ د سترې اقتصادي ناانډولۍ، د ډېر لږ تنظیمېدونکو کپيټالیسټي انحصاري شرکتونو او د کارګرانو او کپيټلېسټانو تر منځ د شدیدې او ډېری مهال تاوجنې شخړې له کبله د پرمختګ مخه ډب شوې ده، نو د دې ستونزو د هواري لپاره اقداماتو ته اړتیا شته. پرمختګ پالنې پر ګڼو سیاسي خوځښتونو اغېز درلود. ټولنیز لیبرالیزم د برطانوي لیبرال فیلسوف جان سټوراټ مېل د خلکو د مفهوم څخه "پرمختګ پال موجودات" يې بلل، اغېزمن و. برطانوي لومړي وزیر بېنجامین ډیزرائیلي د یوه ولس محافظه کارۍ (Toryism) تر نامه لاندې پرمختګ پاله محافظه کاري رامنځته کړه. [17][18][19][20]
په فرانسه کې، د ټولنیز انقلاب او د دولت له مداخلې پرته مرکزي-ښي ټولنیزې-محافظه کارۍ تر منځ تشه د راډېکالیزم په راپورته کېدو سره چې فکر يې کاوه ټولنیز پرمختګ ملا-ضد، انسانیت او جمهوریت پالنې ته اړتیا لري، ډکه شوه. د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې په ډېری فرانسوي او روماني ژبو هېوادونو کې په ځانګړې توګه د ملاپالنې او اخوندګرايۍ ضد خوځښتونو اغېز پر مرکزي-کیڼ اړخو جوت و. په امپراطوري جرمني کې، صدراعظم اوتو وان بیسمارک د پلارسالارۍ محافظه کارو انګېزو له مخې پرمختګ پال ټولنیز رفاهي اقدامات وکړل تر څو کارګرانه له د هغه وخت له سوسیالیسټو خوځښتونو څخه لرې وساتې او هم د صنعتي انقلاب له خوندیتوب سره له انساني لارو مرسته وکړي. [21]
په ۱۸۹۱م کال کې، د رومن کاتولیک کلیسا پاپ دیارلسم لیو یو لیک Rerum novarum خپور کړ او په هغې کې يې د کارګرانو څخه ناوړه ګټه اخیستنه وغندله او له کارګري اتحادیو او حکومتونو څخه يې وغوښتل چې د مالکیت د حق په پام کې نیولو او د سوسیالیزم په غندلو سره د ټولنیز عدالت په نفعه سوداګریزې چارې تنظیم کړي. د پروتستان عیسویانو پرمختګ پال فکر په شمالي امریکا کې د ټولنیز مرام (Social Gospel) غږ وکړ چې پام يې د اقتصادي استثمار او بېوزلۍ پر ننګولو ورټول و او همدا و چې د ۱۹۸۰مو کلونو په نیمايي کې دا فکر د امریکا متحده ایالتونو په ډېری پروتستان دیني مدرسو کې مروج و. [22]
په امریکا کې پرمختګ پال فکر د مشروطیت سیاسي فلسفې پر ضد د فکري بغاوت په توګه چې د جان لاک او د امریکا جمهوریت د بنسټګرو لخوا بیان شو، پیل او له مخې يې د دولت اقتدار په عادلانه واکونو کې د محدودیتونو په رعایت پورې تړاو لري. هغه څه چې په ۱۸۹۰مو کلونو کې د ټولنیز خوځښت په توګه پیل شول، وروسته په مشهور سیاسي خوځښت بدل شول چې پرمختګ پاله دوران يې باله. د ۱۹۱۲م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، د امریکا درې واړو ولسمشریزو نوماندانو وویل چې پرمختګ پال دي. بداسې حال کې د پرمختګ پالنې اصطلاح د فشار د بېلابېلو سیاسي ډلو استازولي کوي چې تل سره یولاس نه دي. پرمختګ پال د ټولنیز ډاوینیزم نظریه ردوي او په دې باور دي چې ټولنیزې ستونزې لکه طبقاتي جګړه، حرص، بېوزلي، توکم پالنه او تاوتریخوالی، د ښه تعلیم، خوندي چاپېریال او اغېزمن کارځاي په برابرولو سره حل هوارېدلی شي. پرمختګ پال عموماً په ښارونو کې اوسېږي ځکه هلته يې کالجونه/پوهنتونونه لوستي او پدې اند دي چې حکومت د بدلون یوه وسیله کېدلای شي. د جهوري غوښتونکو او وروسته د پرمختګ پالو ګوند ولسشمر تیودور روزولت په ډاګه کړه: "هغه تل پدې باور لري چې ځیرکه پرمختګ پالنه او ځیرکه محافظه کاري سره څنګ په څنګ روان دي".[23][24][25][26]
ولسمشر وودرو ویلسن په ډموکراټیک ګوند کې دننه د امریکا د پرمختګ پال خوځښت غړی و. د پرمختګ پالو دریځونو د وخت په تېرېدو سره تکامل موندلی دی. امپریالیزم، په ځانګړې توګه په امریکا کې، د ۱۹مې پېړۍ په پای او د ۲۰مې پېړۍ په پیل کې په پرمختګ پالنه کې دننه یوه جنجالي مسله وه، ځکع پرمختګ پالو د امریکايي امپریالیزم ملاتړ کاوه خو نور خوځښتونه يې بیا مخالف و. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د غبرګون مهال، ولسمشر وودرو ویلسن یوه څوارلس ماده يي اعلامیه خپره کړه جط په هغې کې د ملي خودارادیت مفهوم ځای پر ځای شوی او امپریالیسټي سیالي او استعماري بې عدالتۍ پکې غندل شوې وې. په نړۍ کې هغه سیمو د دې امپریالیزم ضد څرګندونو ملاتړ وکړ چې د امپریال حاکمیت پر وړاندې یې مقاومت کاوه. [27][28]
د اقتصادي کنیسینیزم (۱۹۳۰-۱۹۷۰م کلونه) د منلو د دورې په بهیر کې، ډېری هېوادونو په ستره کچه په اقتصاد کې د دولتونو مداخله ومنله. په ۱۹۷۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو کې د نیولیبرالیزم او د دولت د مداخلې د پالیسیو پر وړاندې د ننګونو په رابرسېره کېدو سره، منځنیو-کین اړخو پرمختګ پالو خوځښتونو په غبرګون کې درېیمه لاره ونیوله او د بازار اقتصاد (آزاد بازار) په ستر نقش یې ټینګار وکړ. سوسیال ډموکراټانو د دریېمې لارې د تېرېدو څخه سوسیال ډموکراټانو د سوسیال-ډموکراټیک خوځښت لپاره غږ پورته کړ. د برطانیې محافظه کار ګوند کې وتلیو پرمختګ پاله محافظه کارو عناصرو پر نیولیبرالیزم نیوکه کړې ده. [29][30][31]
په ۲۱مه پېړۍ کې، پرمختګ پالو د هغو عامه پالیسیو پلوي وګړه چې د اقتصادي نااڼدولۍ او سیسټماټیک تبعیض لکه بنسټي توکم پالنې ضرري اغېزې راکمې یا بهترې کړې. [32]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.