پاچا آرتور
From Wikipedia, the free encyclopedia
پاچا آرتور (په ولزي ژبه: Brenin Arthur، په کورني ژبه: Arthur Gernow، په بریتون ژبه: Roue Arzhur) افسانوي سلتیک بریتون (لرغونی بریتانوی) و؛ چې د منځنیو پېړیو د تاریخونو او عاشقانه کیسو پر بنسټ د پنځمې او شپږمې پېړۍ پر مهال یې په بریتانیا باندې د ساکسونانو د بریدونو پر مهال د لرغونو بریتانویانو مشري پر غاړه لرله. د آرتور د کیسې جزئیات تر ډېره پورې له ولزي افسانو، انګلیسي فولکلور او ادبي نوښتنو څخه را پیدا شوي؛ د هغې دورې ډېری تاریخ لیکونکو دا نه ده څرګنده کړې چې هغه دې یو تاریخي شخصیت وي. آرتور د لومړي ځل لپاره په داسې منابعو کې ثبت شوی چې د هغه له ژوندانه څخه وروسته ۳۰۰ کلونو ته اړوندېږي لکه د ولز کالیزه (Annals of Wales) او د بریتونانو تاریخ (Historia Brittonum). همدارنګه د هغه نوم په لومړنیو شعري منابعو لکه وای ګودادین (Y Gododdin) کې راغلی. [2][3][4]
آرتور په هغو افسانو کې اصلي شخصیت دی چې د بریتانیا موضوع ته اړوندېږي. افسانوي آرتور د یوه نړیوال خوښې وړ تخیلي شخصیت په توګه تر ډېره بریده د جفری مانموث د شهرت او همدارنګه ۱۲ مې پېړۍ ته د اړوندو بریتانوي پاچایانو د تاریخچې پر بنسټ شهرت وموند. په یو شمېر ولزي او لرغونو بریتانوي کیسو او اشعارو کې چې له دغه اثر څخه زیاته مخینه لري آرتور د یوه غښتلي جنګیالي په توګه یاد شوی چې له بریتانیا څخه یې د انساني او ماورا طبیعي دښمنانو پر وړاندې دفاع کړې او یا هم د هغه فولکلوریک جادويي شخصیت په توګه ښوول شوی چې د ولز بلې نړۍ آنون ته اړوند دی. دا ناڅرګنده ده چې د جفري تاریخ (چې په ۱۱۳۸ زکال کې بشپړ شوی) د نورو پخوانیو منابعو څخه اقتباس شوی او یا هم د جفري له خوا خپله رامنځته شوی.[5][6]
په داسې حال کې چې آرتوریانو ته اړوند مضامین، پېښې او د دوی افسانوي شخصیتونه له یوه متن څخه بل متن ته ډېر توپیرونه لري او هېڅ متعارفه نسخه یې شتون نه لري؛ د دغو پېښو اړوند د جفري نسخه د راتلونکو کیسو د پیل ټکي په توګه عمل کوي. جفري، آرتور د بریتانیا د هغه پاچا په توګه انځور کړی چې ساکسونانو ته یې ماته ورکړې او پراخه سترواکي یې رامنځته کړې. ډېری هغه عناصر او وقایع چې نن ورځ د آرتورین کیسه بیانوي، له دې ډلې د آرتور پلار اوتر پندراګون، جاودګر مرلین، د آرتور مېرمن ګینویر، اکسکالیبور توره، په تینتاګل کې د آرتور مفهوم، په کاملان کې د موردرد پر وړاندې د هغه وروستۍ جګړه او په آوالون کې د هغه استراحت؛ په جفري تاریخ کې راغلي.
د دولسمې پېړۍ فرانسوي لیکوال کرتین دو تروا چې لانسلوت او مقدس جام یې په دغه کیسه کې ور زیات کړي، د ارتوریانو عاشقانه ژانر یې جوړ کړی چې د منځنیو پېړیو د ادبیاتو مهمه برخه جوړوي. په دغو فرانسوي کیسو کې د روایاتو تمرکز تر ډیره پورې د پاچا آرتور پر ځای په نورو شخصیتونو لکه د ګردي میز پر چاپېر نورو مخکښانو (شوالیه) باندې شوی. آرتوري ادبیاتو د منځنیو پېړیو پر مهال وده وکړه خو په راتلونکو پېړیو کې مخ پر زوال شول تر دې چې په ۱۹ مه پېړۍ کې یې بیاځلي رامنځته کېدل تجربه کړل. په ۲۱ مه پېړۍ کې دغه افسانې نه یوازې په ادبیاتو بلکه د تئاتر، فلم، تلویزیون، کمیډي او نورو رسنیو په موضوعاتو کې شهرت وموند.