![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/5/5f/Louis_XIV_of_France.jpg/640px-Louis_XIV_of_France.jpg&w=640&q=50)
پاچا
د پاچاهۍ په سر کې شخص / From Wikipedia, the free encyclopedia
پاچا د ټول ژوند یا له واکه د ګوښه کېدو تر مهاله د یوه دولت یا سلطنت مشر ته ویل کېږي. پاچا کولای شي په یوه دولت کې له تر ټولو عالي اقتدار څخه کار واخلي او یا هم خپل دغه واک نورو ته تفویض کړي. په معمول ډول یو پاچا د قانوني یا شخصي میراث پر بنسټ د دولت حاکمیتي حقوق (چې په عامه توګه ورته تاج او تخت ویل کېږي) ترلاسه کوي او یا هم د یو ځانګړي بهیر له مخې د یوې کورنۍ او یا هم د پاچاهۍ په شرایطو برابرې ډلې له خوا ټاکل کېږي. بل پلو یو کس کېدای شي د پاچاهۍ ادعا وکړي چې احتمال لري د ټاکنو، د فتح کولو د حق او یو لړ نورو مواردو د ترکیب له مخې مشروعیت ومومي. [1][2]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخه د |
---|
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/a1/Heraldic_Royal_Crown_of_the_King_of_the_Romans_%281486-c.1700%29.svg/640px-Heraldic_Royal_Crown_of_the_King_of_the_Romans_%281486-c.1700%29.svg.png)
که چېرې یو ماشوم د پاچا په توګه وټاکل شي، ډېری مهال د حکومتي چارو د مخته وړو په موخه نایب السلطنت ټاکل کېږي تر هغه چې خپله پاچا د چارو د مخته وړو په موخه ټاکلي عمر ته ورسېږي. د پاچایانو واقعي قدرت له یو سلطنت څخه بل او له یوې دورې څخه بلې ته توپیر لري؛ له افراطي اړخه هغه کېدای شي مستبد نظام (مطلق سلطنت) رامنځته کړي چې واقعي حاکمیت په واک کې ولري، بل پلو کېدای شي تشریفاتي دولت مشر وي چې له مستقیم واک څخه ډېره لږ ګټنه کوي او یا هم هېڅ واک نلري؛ یا داچې یوازې ډېر محدود واکونه ورکړل شوي وي او واقعي واک د پارلمان یا بل ورته جوړښت په واک کې وي (مشروطه سلطنت ورته ویل کېږي).
یو پاچا کولای شي په هم مهاله توګه په څو پاچاهیو واکمني وکړي. د بېلګې په توګه د کاناډا پاچاهي او د لویې بریتانیا پاچاهي (د څوارلسو ټولګټو قلمرونو په ګډون) چې جدا هېوادونه دي خو د خپلې شخصي اتحادیې پر بنسټ یو پاچا لري.