ماري ادمی پاتریس موریس دو مک ماهون، مارکویس دو مک ماهون، دوک دو مګنتا (۱۳ جون ۱۸۰۸ – ۱۷ اکتوبر ۱۸۹۳ زکال) فرانسوي جنرال، سیاستوال او بیا د فرانسې مارشال و. هغه له ۱۸۷۳ زکال څخه تر ۱۸۷۵ زکال پورې د فرانسې د دولت مشر او له ۱۸۷۵ زکال څخه یې تر ۱۸۷۹ زکال پورې د فرانسې د جمهور رئیس په توګه خدمت وکړ. [10]
چټک مالومات زېږونځای, ښاروندتوب ...
اړوندزېږونځای | |
---|
ښاروندتوب | |
---|
زېږون نېټه |
۱۳ جون ۱۸۰۸ [1] — ۱۳ مې ۱۸۰۸ [2] — ۱۳ جولای ۱۸۰۸ [3] ![ددې ځانګړني سمول پر ویکيډېټا](//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/63/Arbcom_ru_editing.svg/10px-Arbcom_ru_editing.svg.png) |
---|
مړينې نېټه |
۱۷ اکتوبر ۱۸۹۳ [4][5] — ۱۶ اکتوبر ۱۸۹۳ ![ددې ځانګړني سمول پر ویکيډېټا](//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/63/Arbcom_ru_editing.svg/10px-Arbcom_ru_editing.svg.png) |
---|
مړينې ځای | |
---|
مړينې لامل | |
---|
ښخولو ځای | |
---|
زدکړنځی | |
---|
ژبې | |
---|
ګوند | |
---|
دنده | |
---|
عامه معلوماتعمومي معلومات | |
---|
وروڼه او خويندې | |
---|
دین | |
---|
اړين معلوماتمهمې پېښې | |
---|
جګړه | |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول![لاسوند وګورئ](//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/4/43/Test_Template_Info-Icon_-_Version_%282%29.svg/30px-Test_Template_Info-Icon_-_Version_%282%29.svg.png)
تړل
مک ماهون په ۱۸۷۰ زکال کې د جرمنانو پر وړاندې په جګړه کې د فرانسې د اصلي پوځ رهبري وکړه. نوموړی د ۱۸۷۰ زکال په سپټمبر میاشت کې د سیدان جګړې پر مهال په دام کې ولېد او زخمي شو. پوځ او له دې ډلې مک ماهون او دریم ناپلیون جرمنانو ته تسلیم شول. له دې امله فرانسې په جګړه کې ماته وخوړه او سترواک تبعید شو. له ښه کېدو وروسته مک ماهون د ورسا د پوځ مشر وټاکل شو، هغه پوځ چې د ۱۸۷۱ زکال په مۍ میاشت کې یې د فرانسې د انقلاب پر مهال د پاریس حکومت وځاپه او خپل سیاسي فعالیت ته یې لار برابره کړه. مک ماهون ژمن محافظه کاره کاتولیک او دود پالونکی و چې سوسیالېزم ته یې سپکاوی کاوه او په کلکه سره په جمهوري غوښتونکو تر ډېره پورې په سیکولرانو بې باوره و. هغه د اساسي قانون د بې پلوه ساتونکي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړ او د سلطنتي کودتاه اړوند وړاندیزونه یې رد کړل او سربېره پر دې یې د جمهوري غوښتونکو له رهبر ګامبیتا سره هم وه نه کتل. هغه د یو پارلماني سیسټم لوري ته مخه کړه چې له مخې یې شورا د دریم جمهوریت اداره وټاکله، خو بیا یې هم په یوه عالي شورا ټینګار درلود. هغه وروسته د استازو جرګه منحل کړه هغه چاره چې د عامو وګړو غصه یې راوپاروله او لامل وګرځېده چې جمهوري غوښتونکي ټاکنې وګټي. وروسته له هغه چې مک ماهون استعفا ورکړه؛ ډېر ژر متقاعد شو او خپل شخصي ژوند ته یې مخه کړه.