ټومباک
From Wikipedia, the free encyclopedia
ټومباک (په انگرېزي: Tombac) د مسو او جستو یو مخلوط دي چې د ۸۵٪ څخه تر ۹۰٪ پورې مسو او د ۱۰٪ څخه تر ۱۵٪ پورې جستو محتوي لري. ټومباک په ځانگړی ډول په چین، ايران او تورکيه کې د لوښو او نورو شیانو د جوړولو لپاره ور څخه کار اخيستل کېده. ټومباک د ۱۹ پېړی څخه په اروپا کې د جواهرو او مرمیاتو د جوړولو لپاره کارېږي.