ټوليا ډی اراګونا
From Wikipedia, the free encyclopedia
ټوليا ډی اراګونا (۱۵۰۱/۱۵۰۵ – د ۱۵۵۶ مارچ يا اپريل) يوه ايټالوۍ شاعره، لیکواله او فيلسوفه وه. د ۱۵۰۱ او ۱۵۰۵ کلونو تر منځ په يو وخت کې زېږېدلې ده. روم ته تر رسېدو مخکې ټوليا د ويانس، فيرارا، سينا او فلورانس تر منځ سفرونه وکړل. د خپل ژوند په اوږدو کې د يوې غوره ښځينه ليکوالې، شاعرې، فيلسوفې او د خپل وخت د يوې جلبونکې په توګه يې درناوی کېدو. ټوليا چې په ډېرو نارينه فيلسوفانو يې اغېز درلود، د هغې کار د ښځو حيثيت (په ادب کې) راپورته کړ، تر څو د نارینه وو سره په برابر حالت کې وي. د هغې شهرت او برياوو هغه د رنسانس پړاو تر ټولو مشهوره درباري شاعره وګرځوله. د خپلې ځيرکتيا، ادبي وړتياوو او ټولنيز وقار په مرسته، هغې د پیاوړو نارينه وو او مشهورو شاعرانو ساعت ورتېر کړ. [1]