يورانيم
From Wikipedia, the free encyclopedia
یورانیم (په انگرېزي: Uranium ) د اکټينيد د ډلې څخه یو راديواکټيویټي فلزي عنصر دي چی سپين - نقره یی رنگ لری. کیمیاوی سمبول یی U دي. د دغی عنصر اټمي شمېر ۹۲ دی او د وروستي ډول الکټروني جوړښت ییRn 5f3 6d1 7s2 . د یورانیم عنصر ۹۲ الکټرونونه او ۹۲ پروتونونه لري. د یورانیم شپږ غیر مستقر ايسوټوپونه لري. د دغو د ايسوټوپونو کتله د یورانیوم - 233 څخه تر یورانیوم 238 پورې دي. یورانیم – ۲۳۸ په طبيعت کی تر ټولو پراخ شوي اسوټوټ دي.[1]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/1/15/U-TableImage.svg/640px-U-TableImage.svg.png)