From Wikipedia, the free encyclopedia
والیري ریني مري جورجز جسکار ديستن (د ۱۹۲۶ کال د فبروري له ۲ – د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر تر ۲) د جسکار یا VGE په نوم هم پېژندل کېږي، یو فرانسوی سیاستوال و چې له ۱۹۷۴ کال تر ۱۹۸۱ کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. [3][4][5][6]
والیري جسکار ديستن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | کویډ–19 [1] |
تابعیت | فرانسه |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [2] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هغه د لومړي وزیر ژاک شابان - دیلماس او پیری میسمر تر واک لاندې یې د مالیې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، وروسته نوموړی د سوسیالیست ګوند د نوماند فرانسوا میتراند پروړاندې د ۵۰.۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو د ۱۹۷۴ کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې. د هغه دوره د ټولنیزو موضوعاتو پر وړاندې – لکه طلاق، د امیندوارۍ کنترول او سقط - او د هېواد او د ولسمشرۍ دفتر د عصري کولو هڅې، په ځانګړې توګه لرې پرتو زیربناوو ته د چټګ اورګادې د پروژو څارنه او همدارنګه د فرانسې د انرژي د اصلي سرچینې په توګه په هستوي برېښنا د اتکا له اړخه، ډېره لیبرال دریځه دوره په ګوته شوې ده. جسکار دیستین د پاریس په سیمه کې د لوی قوس یا Grande Arche، د میوزې دورسې موزیم، د عربي نړۍ انستېتیوت او د ساینس او صنعت د ښارګوټي پروژې په لاره واچولې او وروسته د فرانسوا میتراند په لویو پروژو کې هم شاملې شوې. هغه سوداګریزې آزادی ته وده ورکړه. خو د هغه شهرت د اقتصادي زوال له امله خراب شو چې د ۱۹۷۳ کال د انرژۍ ناورین له هغه سره مل شو چې د دېرشو پرتمینو کلونو (له ۱۹۴۵ کال وروسته د نېکمرغې دېرش ویاړلي کلونو) پای شو. هغه اړ شو چې د بودجوي لګښت ریاضتي سیاست غوره کړي او د بودجوي کسر د مخنیوي لپاره د وزګارۍ زیاتوالي ته اجازه ورکړي. جسکار دستن د دواړو اړخونو د سیاسي مخالفت په مرکز کې راغئ: د فرانسوا میتراند په مشرۍ د نوي متحد کیڼ اړخ ګوند او د پرمختګ په حال کې د ژاک شېراک له خوا چې د ښي اړخه اپوزیسیون پر لیکه یې ګالیسزم بېرته ژوندی کړ. په ۱۹۸۱ کال کې، د لوړ محبوبیت تر څنګ، نوموړي په ۴۸.۲ سلنه رایو د میتراند په وړاندې په دوهم پړاو کې ماتې وخوړه.
جسکار دیستن د ولسمشري پر مهال د اروپایی هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته، په ځانګړې توګه د لویدیځ جرمني سره په ګډون کې، وده ورکړه. د پخواني ولسمشر په توګه د اساسي قانون د شورا غړی و. نوموړی د ۱۹۸۶ کال څخه تر ۲۰۰۴ کال پورې د اوېورګن د سیمه ایزې شورا د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړه. د اروپا د ادغام په بهیر کې یې ونډه درلوده، او په ځانګړې توګه یې د اروپا د راتلونکي په اړه د کنوانسیون مشري وکړه چې د اروپا د اساسي قانون د ترتیب لپاره یې بدمرغه تړون ترتیب کړ. نوموړي په ۲۰۰۳ کال کې، د فرانسیس اکاډمۍ د غړي په توګه و ټاکل شو او هغه چوکۍ یې ترلاسه کړه چې د هغه ملګري او د سینیګال پخواني ولسمشر لیوپولډ سیدار سینګور مخکې په غاړه درلوده. جسکار د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو اوږد عمره ولسمشر (۹۴ کاله او ۳۰۴ ورځې) ګڼل کېږي.
والیري ریني ماری جورج جسکار دیستن د ۱۹۲۶ کال د فبروري په ۲ نیټه د جرمني په کوبلینز ښار کې د فرانسې د راینلنډ د نیواک پر مهال نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د ژان اډمونډ لوسیین جسکار ډی دیستن، چې یو جګپوړی دولتي مامور او د هغه د مېرنې مارتا کلیمنس جکولین ماري (مې) باردوکس مشر زوی و. مور د سناتور او استاد اکیلي اوکتیف ژاک بارډوکس لور او د پوهنې د وزیر اګینور باردوکس لمسۍ وه.[7][8][9][10]
جسکار د سلوی په نوم یوه مشره خور او د اولیور، ایزابیل او ماری لاور په نومونو کوچني خویندې درلود. سره له دې چې د هغه د نیکه له خوا کورنۍ نوم ته د "دیستن" نوم اضافه کړ، خو جسکار د مرستیال امیرالبحر دیستن د له منځه تللې اشرافي کورنۍ له نارینه نسب نه و. د دیستن کورنۍ سره د هغه اړیکه خورا لرې وه. لوسي میدیلین دیستن ، ډیم ډی ریکیسټات (۱۷۶۹ – ۱۸۸۴) د هغه انا وه، چې هغه په خپل وار سره لومړي یواخیم دیستن سیور دي ریکیسټات (۱۶۱۰ – ۱۶۸۵) اولاده وه، چې هغه د شارل دیستن (۱۵۸۵ – ۱۶۶۱) نامشروع زوی و، او هغه په خپل وار سره د سیور دی شیلاد، د بیت المقدس سنټ جان اتل، د دریم جین دیتسن، سیور دي وال (۱۵۴۰ – ۱۶۲۱) او د هغه د مېرمنې، ګلبرت دې لا روشفاکالد (۱۵۶۰ – ۱۶۲۳) زوی و.[11][12]
جسکار په کلیرمونت فیراند کې د بلیس-پاسکال په لیسه کې، په پاریس کې د اکول ګیرسن او جانسن-ډی-سیلي او لوئس-لی-ګرانډ په لیسو کې زده کړې وکړې. [13]
هغه له فرانسوي مقاومت سره یو ځای شو او د پاریس په آزادۍ کې یې برخه درلوده. نوموړی د آزادۍ پر مهال د الکساندر پارودي د ساتنې لپاره و ګومارل شو. وروسته هغه د فرانسې له لومړي پوځ سره یوځای شو او د جګړې تر پایه یې دنده ترسره کړه. وروسته نوموړي د نظامي خدمت لپاره د کروکس ډي ګیرې جایزه ترلاسه کړه. [14][15]
هغه په ۱۹۴۸ کال کې، یو کال د کاناډا په مونټریال کې تېر کړ، چې په هغه ځای کې نوموړي د ستانسلاس په کالج کې د ښوونکي په توګه نده ترسره کړه. [16]
نوموړي د پولی تخنیک له پوهنتون او د ادارې علومو له ملي پوهتون څخه (۱۹۴۹ – ۱۹۵۱) فارغ شو او د مالي حسابونو د څېړنې عمومي ادارې ته لاړ. هلته د مالیاتو او عوایدو خدماتو په برخه کې وټاکل شو او وروسته یې د لومړي وزیر اډګر فوور (۱۹۵۵ – ۱۹۵۶) په دفتر کې کار پیل کړ. هغه په جرمني ژبه روانې خبرې کولې. [17]
نوموړي په ۱۵۶۶ کال کې د خپلې مورنۍ کورنۍ په له اړخه، ملي شورا د پو-دی-دوم ولایت د مرستیال په توګه وټاکل شو. هغه د خپلواکو او بزګرانو د ملي مرکز (CNIP) سره یو ځای شو، چې یوه محافظه کاره ډله وه. د CNIP مشر انټوین پینا د پنځم جمهوریت له اعلان وروسته، د اقتصاد او مالیې وزیر شو او نوموړی یې د ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۶۲ کال پورې د مالیاتو لپاره د دولت د منشي توګه غوره کړ. [18][19][20]
کله چې جسکار په ۱۹۶۲ کال کې د اقتصاد او مالیې وزارت ته نوماند شو، د هغه ګوند د ګولیسټ له ګوند سره اړیکې پرې کړې او او اکثریت ایتلاف یې پرېښود. جسکار له استعفا څخه انکار وکړ او د خپلواک جمهوري غوښتونکي ګوند بنسټ یې کیښود، چې په "ولسمشریز اکثریت" کې د ګولیسټ ګوند کوچنی ملګری شو. د اقتصاد په وزارت کې هغه په خپل دوان کې د "لوی امتیاز" اصطلاح وړاندې کړه چې د بریټون ووډز د سیسټم پر بنسټ په نړیوالو تادیاتو کې د متحده ایالاتو د ډالرو د برلاسۍ د ځانګړتیا لپاره کارول کېږي. [21][22][23][24][25]
خو نوموړی په ۱۹۶۶ کال کې له کابینې څخه ګوښه کړل شو. هغه خپله جمهوري غوښتونکې ډله په یوه سیاسي ګوند، د خپلواکو جمهوري غوښتونکو ملي فدراسیون، بدله کړه او د لیدلوري او حقیقت ډلې یې منځ ته راوړې. په دې ډلو کې نوموړي د "د قدرت په انحصاري تمثیل" باندې نیوکه وکړه او د ډي ګول د سیاستونو په اړه یې خپل دریځ په "هو، خو ..." کې لنډیز کړ. په ملي شورا کې د مالي کمېټې د رئيس په توګه يې په کابينه کې پر خپل ځای ناستي نيوکې وکړې. [26][27][28]
له همدې امله ګولیسټ پلوو د ۱۹۶۸ کال د مقننه قوې له ټاکنو وروسته د نوموړي د بیا ټاکلو څخه انکار وکړ. په ۱۹۶۹ کال کې په خپلواکو جمهوري غوښتونکو ملي فدراسیون کې د ډېری ټاکل شویو چارواکو برعکس، د سیمو او سنا په اړه د اساسي قانون په ټولپوښتنه کې، جسکار د "نه" رایې څخه دفاع وکړه، په داسې حال کې چې ډی ګول د "نه" رایې د ګټلو په صورت کې د استعفا د هوډ اعلان وکړه. ګولیسټانو هغه تورن کړ چې د ډی ګول د وتلو په اړه په لویه کچه پړ دی. [29][30]
نوموړي د ۱۹۶۹ کال د ولسمشریزو د کمپاینونو په ترڅ د ګټونکي نوماند جورجس پومپیدو ملاتړ وکړ، چې وروسته بیا د اقتصاد او مالیې وزارت ته راستون شو. نوموړي د نوي نسل د سیاستوالو استازی و چې د لوړ پوړو ملکي خدماتو څخه را څرګند شو او د "تکنوکرات یا مسلک پلوي" په توګه انګېرل کېده. [31]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.