From Wikipedia, the free encyclopedia
هیروشیما د جاپان د هیروشیما ادارې پلازمینه ده. په ۲۰۱۹زکال د جون په لومړۍ نېټه د ښار نفوس ۱،۱۹۹،۳۹۲ اټکل شوې وو. په ۲۰۱۰ز کال کې د لوې هیروشیما ناخالص کورني تولیدات ۶۱،۳ میلیارده ډالرو ته رسېده. کازومي ماتسوی د ۲۰۱۱ز کال له اپریل راهیسې د دغه ښار د ښاروال په ټوګه دنده ترسره کوي.[۱][۲][۳]
هیروشیما | |
---|---|
وي ژاپۆنی: 広島市 | |
برخه د | Sassenhirofuku، 100 municipalities with water، Hiroshima metropolitan area |
بنسټ ايښودنه | ۱يو اپرېل ۱۸۸۹ |
Pseudonym | 3Bの街 |
رسمي نښه | 広島市 |
Founded by | Mōri Terumoto |
Named by | Mōri Terumoto |
ملي سرود | municipal anthem of Hiroshima |
لويه وچه | آسيا |
هېواد | جاپان |
پلازمېنه د | Hiroshima Prefecture، Hiroshima Domain |
پلازمېنه | Naka-ku |
ځای د هېواد په برخه کې | Hiroshima Prefecture |
وختزون موقعيت | نړيوال همغږی وخت + 09:00 |
Associated electoral district | Hiroshima 1st district، Hiroshima 2nd district، Hiroshima 3rd district، Hiroshima 4th district |
Located in/on physical feature | Hiroshima Plain |
کوارډينېټي موقعيت | |
ترټولو لوړ ټکی | Mount Ōmine |
Office held by head of government | mayor of Hiroshima |
د حکومت مشر | Kazumi Matsui |
Legislative body | Q11484650 |
Legal form | ordinary local public entity |
د وگړو شمېر | ۱٬۱۹۸٬۰۲۱ |
څښتن د | Hiroshima Municipal Stadium، Hiroshima Sun Plaza، Hiroshima Municipal Stadium، Q11484671، Q11484672 |
Language used | Hiroshima dialect |
Significant event | atomic bombing of Hiroshima |
سيمه | ۹۰۵٫۰۱±۰٫۰۱ کیلومتره مربع |
پوستي کوډ | 730-8586 |
رسمي وېبځی | https://www.city.hiroshima.lg.jp/ |
Hashtag | 広島市 |
Official symbol | Cinnamomum camphora، گنډېری |
اقتصاد | economy of Hiroshima |
Local dialing code | 82 |
Has list | Q28683158 |
هیروشیما په ۱۵۸۹ز کال کې د اوتا سیند ډیلټا سیمه کې د یوې کلا په توګه جوړ شو. په ۱۸۶۸ز کال کې د میجي بیارغونې نه وروسته، هیروشیما په چټکۍ سره په یو لوی ښاري او صنعتي مرکز بدل شو او په ۱۸۸۹ز کال کې هیروشیما په رسمي توګه د ښار حیثیت ترلاسه کړ. دا ښار د سترواکۍ دورې په لړ کې د پوځي فعالیتونو مرکز و لکه څنګه چې د چین – جاپان لومړۍ جګره، د روس - جاپان جګړه او دوه نړیواله جګړو کې یې د پام وړ ونډه لرله.
هیروشیما لومړی ښار ده، چې د اټومي وسلو له خوا په نښه شوی. دا د ۱۹۴۵زکال د اګسټ په شپږمه نېټه د سهار په ۸:۱۵ بجو هغه مهال په نښه شو، چې د متحده ایالاتو د پوځ هوايي ځواکونو (USAAF) په دغه ښار باندې اټوم بم وغورځاوه. د ښار ډېره برخه ویجاړه شوې وه او د کال تر پایه پورې له ۹۰۰۰۰ نه تر ۱۶۶،۰۰۰ کسانو ترمنځ د چاودنو او د یاد اټوم بم د ناوړه اغېزو په پایله کې مړه شوي وو. له جګړې وروسته د بیارغونې دورې راهیسې، هیروشیما د لوېدېځ هونشو په چوګوکو سیمه کې ترټولو لوی ښار وبلل شو.[۳]
د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د دویم عمومي پوځ او چوګوکو سیمه اېز پوځ مرکزي دفترونو په هیروشیما کې و او د پوځ سمندري مرکزي دفتر په اجینا بندر کې شتون درلود. دغه ښار د پوځي اکمالاتو لوی ډیپو هم درلودل او همدارنګه د بار وړلو یو اړین مرکز هم ګڼل کېده. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جاپان په توکیو او نورو ښارونو کې بمبارۍ د پراخې تباهۍ او د سلګونو زرو ملکي وګړو د وژل کېدو لامل شو.[۴]
د ۱۹۴۵زکال د اګست په ۶مه د دوشنبې په ورځ د سهار ۸:۱۵ بجې (د هیروشیما په وخت) اټومي وسله د امریکایي بوینګ B-29 Superfortress الوتکې له خوا، چې د پاول وارفیلډ تبتس جونیر له خوا الوتنه ورکول شوې وه په هیروشیما باندې وغورځول شوه. په پای کې لږترلږه ۷۰،۰۰۰ خلک د زرګونو کوریايي غلامانو کارګران په شمول ووژل شو. د تلفاتو له ۱۰ سلنې نه لږ پوځيان وو. د کال په پای کې د اټمي وسلې زیانونو او وړانګو د مړینو شمېر ۹۰،۰۰۰ نه تر ۱۴۰،۰۰۰ته ورساو، چې د یادې بمبارۍ دمخه د هیروشیما نفوس شاوخوا ۳۴۵،۰۰۰ و. د ښار شاوخوا ۷۰ سلنه ودانۍ ویجاړې شوې او ۷ سلنه نورې سختې زیانمنې شوې وې.[۵][۶][۷]
د برید وروسته د ویجاړ شوي ښار د فلمونو خپرول او د یاد برید د بشري اغېزو په اړه د اټومي بم د تلفاتو کمیسیون ځینې څېړنې د جاپان د اشغال پرمهال سانسور شوې وې او د دې معلوماتو ډېری برخه تر ۱۹۵۱زکال پورې د سان فرانسسکو تړون د لاسلیک کېدو پورې سانسور شوي وې، چې یاد تړون جاپانیانو ته د کنټرول بېرته راګرځول په مانا و.[۸]
په جاپان باندې د اتومي بم د بریدونو حیرانونکې خبرونه په قصدي ډول خوا د جاپان له خلکو نه د متحدینو د اشغال په لړ کې د متحده ایالاتو د پوځي سانسورانو له خوا پټ ساتل شوي و. که څه هم دوی بومي خلکو ته د ازاد مطبوعاتو ښېګنې ور زده کول، خو د یادې پېښې د تلفاتو احصایې پټې کړې. په هیروشیما او ناګاساکي کې د جاپاني کمرې مینانو له خوا له بریدونو نه ضبط شوي فلمونه بېرته اخیستل شوی و. د جان هیرسي له خوا لیکل شوی کتاب دې «هیروشیما» په نوم په متحده ایالاتو کې خورا اغېزه درلوده، خو په جاپان کې منع شوی و.[۹]
د جان هرسي له خوا د هیروشیما کتاب په اصل کې د مقالو په بڼه د نیویارکر په مجله کې په ۱۹۴۶زکال د اګسټ په ۳۱مه خپور شو. د راپور له مخې دا کتاب باید تر ۱۹۴۷ز کال کې په انګلیسي ژبه کې توکیو کې خپور شوې واې، خو د یاد کتاب ژباړل شوې نسخه په ۱۹۴۹ز کال کې جاپان کې خپره شوه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د ۱۹۴۵ زکال د سپټمبر په ۱۷مه هیروشیما د ماکورازاکي توپان په پای کې سخت وځپل شو. له ۳۰۰۰ نه ډېرخلک مړه او ټپیان شول. د ښار تر نیمايي زیات پلونه ویجاړ شول، سړکونو او ریل پټلیو ته پراخه زیانونو واوښتل، چې ښار یې نور هم ویجاړ کړ.[۱۶][۱۷]
هیروشیما له جګړې وروسته د ملي حکومت په مرسته د هیروشیما د سولې د یادګار ښار د جوړولو قانون له لارې، چې په ۱۹۴۹ز کال کې تصویب شو بیا ورغول شو. د دې بیارغونې لپاره د مالي مرستې سربېره د مرستې شوې ځمکې، چې مخکې د ملي حکومت ملکیت و او د سترواک پوځ له خوا کارول کېده چمتو کړاې شوې.[۱۸]
په ۱۹۴۹زکال کې د هیروشیما د سولې یادګار پارک لپاره ډیزاین غوره شو. د بم د چاودنې ځای ته ترټولو نږدې ژوندۍ پاتې شوې ودانۍ د ګینباکو ګنبد یا«اتومیک ګنبد» و، چې د هیروشیما د سولې یادګار پارک یوه برخه ده. د هیروشیما د سولې یادګار موزیم په ۱۹۵۵زکال کې پرانیستل شو. هیروشیما د سولې یوه معبد هم لري، چې په ۱۹۶۶ز کال کې د نیپونزان میوهجي له خوا جوړ شوی او یاد معبد په ځانګړې توګه د معمول ډبرې په پرتله د فولادو نه جوړه شوې ده.[۱۹]
هیروشیما د جاپان د پارلمان له خوا په ۱۹۴۹زکال کې د خپل ښاروال شینزو هامي (۱۹۰۵-۱۹۶۸زکلونو) په نوښت د سولې ښار په توګه اعلان شو. د پایلې په توګه هیروشیما ښار د سولې او ټولنیزو مسلو په اړه د نړیوالو کنفرانسونو د ترسره کولو لپاره د مطلوب ځای په توګه نړیوال پام ترلاسه کړ. د ۲۰۱۶ز کال د می په ۲۷مه بارک اوباما د متحده ایالاتو لومړنی ولسمشر و، چې د اتومي بم له حملې وروسته یې هیروشیما ته سفر وکړ.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د هیروشیما پوهنتون په ۱۹۴۹زکال کې د تعلیمي سیسټم د ملي بیارغونې د یوې برخې په توګه جوړ شو. د هیروشیما پوهنتون په ګډون په هر ولایت کې یو ملي پوهنتون جوړ شو، چې د اته موجوده موسسو (د هیروشیما د ادبياتو او ساینس پوهنتون، د هیروشیما د ثانوي زده کړو ښوو۵ینځی، د هیروشیما د ښوونې او روزنې ښوونځی، د هیروشیما د ښځو د ثانوي زده کړې ښوونځی، د هیروشیما د ښوونې او روزنې ښوونځی، د هیروشیما عالي ښوونځی، د هیروشیما عالي تخنیکي ښوونځی او د هیروشیما ښاروالۍ عالي تخنیکي ښوونځی) ترکیب و، چې په ۱۹۵۳زکال کې د هیروشیما طبي کالج سره بېره رامنځته شو، خو په ۱۹۷۲زکال کې د هیروشیما پوهنتون د لیږد پریکړه وشوه، چې د هیروشیما ښار له ښاري سیمو نه د هیګاشی هیروشیما ښار پراخه کیمپس ته ولېږدول شي.[۲۴]
د جاپان ښار او د هیروشیما ریاست څه د پاسه ۷۶ کاله پخوا د اتومی بم له امله ویجاړ شوی وی، خو نن ورځ دغه تخریب ځای په ټول هېواد کې د سیلانیانو لپاره یو غوره ځای دی. د دې هېواد د سیلانیانو د ادارې له خوا په خپره شوې شمېرې کې ښودل شوی چې د ۲۰۱۲ کال په ترڅ کې شاوخوا ۳۶۳۰۰۰ کسانو سیلانیانو له میتروښار نه لیدنه کړې و، چې وروسته له امریکایانو نه استرالیایان او چینایان د دې شمېرې زیات اکثریت جوړوي. په ۲۰۱۶ ز کال کې ۱.۱۸میلیونه بهرنیان له هیروشیما نه لیدنه کړې ده، چې په ۲۰۱۲ ز کال کې د ۳۶۰ زرو نه ۳.۲ برابر و . امریکایان د ۱۶ سلنې په جوړولو سره د یادې شمېرې تر ټولو لویه برخه جوړوي. وروسته استرالیایان وو چې ۱۵ سلنه، ایټالویان ۸ سلنه او بریټانویانو ۶ سلنه د یادې شمېرې برخه جوړوله. د چین او جنوبی کوریا د سیلانیانو شمېر لږ و، چې یوازې ۱ سلنه او ۰.۲ سلنه د ټولې شمېرې استازیتوب کاو.[۲۵][۲۶]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.