هستوي درملنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
هستوي درملنه يو روغتيايي تخصص دی چې د ناروغيو په درملنه او تشخيص کې له راډيواکتيف (د وړانګو انرژي) توکو څخه کار اخلي. له يو اړخه هستوي درملو انځورول «له داخل څخه ترسره شوې راډيولوژي» يا «ايندو رايديولوژي» ده، ځکه دا د ايکسری په څېر د بهرنيو سرچينو څخه تر لاسه شويو وړانګو پر ځای د بدن له دننه څخه وړانګې خپروي او ثبتوي. سربېره پر دې، روغتيايي هستوي سکين له راډيولوژي څخه توپير لري، ځکه چې د اناتومي په انځورونه تاکيد نه کوي، بلکې د هغې په کارونو تمرکز لري. له همدې امله، هغې ته د فيزيولوژيکي انځوراخستلو تګلارې نوم ورکول شوی دی. د يو فوتون خپراوي محاسبې ټوموګرافي (SPECT) او د پوسټرون خپراوي ټوموګرافي (PET) سکين کول، په هستوي درملنه کې د انځور اخستلو دوه ډېرې عامې نمونې دي.[1]