هاوانا
From Wikipedia, the free encyclopedia
From Wikipedia, the free encyclopedia
هاوانا (په اسپانیایي La Habana) د کیوبا پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی. هاوانا چې د لا هابانا ولايت (La Habana Province) زړه دی، د هېواد اصلي بندر او مخکښ سوداګريز مرکز دی. دا ښار ۲،۱ ميليون اوسېدونکي لري او په ټوله کې ۷۸۱،۵۸ کېلومتر مربع (۳۰۱،۷۷ ميل مربع) سيمه رانغاړی، چې په دې سره د سيمې له مخې تر ټولو لوی او خورا ګڼ نفوسه ښار او په کارابيني سيمه کې څلورمه تر ټولو لويه پلازمېنه سيمه ګڼل کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳]
هاوانا | |
---|---|
La Habana | |
هاوانا سمندر غاړه | |
په نقشه کې د هاوانا موقیعت | |
هاوانا | |
Lua error in Module:Mapframe at line 385: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: }} ۲۳°۸′ شمال ۸۲°۲۳′ لویدیځ | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۵۱۵ |
بنسټګر | دیګو ولازکز د کویار |
اداري وېش | |
هیواد | کیوبا |
سیمه | Ciudad de La Habana |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• ښاروال | خوان کونتینو آسلان |
پراخوالی | |
• پراخوالی | ۷۲۱ کلوميټر٢ (۲۷۸ میله مربع) |
لوړوالی | ۵۹ ميټره (۱۹۴ فوټ) |
نفوس شمېرنه (۲۰۰۹) | |
• ټولټال | ۲۱۴۱۹۹۳ |
• د نفوسو کثافت | ۳٬۰۰۰/کلوميټر٢ (۷٬۷۰۰/ميله مربع) |
وروستي مالومات | |
10000–19999 | |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 7 |
جيو کوډ | 3553478[۱] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
د هاوانا ښار په ۱۶ پېړۍ کې د هسپانيې له لورې رامنځته شو، د هسپانيې لپاره د امريکا په نيولو کې يې د ارتجاعي دړې (تختې) په توګه خدمت وکړ او هسپانيې ته په بېرته راستنېدنه کې د هسپانوي جنګي بېړيو لپاره د پای ټکی شو. د هسپانيې دويم فليپ (Philip II) په ۱۵۹۲ ز کال هاوانا ته د پلازمېنې نوم ورکړ. د ښار د ساتنې په موخه دېوالونه او کلاګانې جوړې کړای شوې.[۱۴][۱۵]
په ۱۸۹۸ ز کال د هاوانا بندر کې د متحده ايالتونو د “Maine” جنګي کښتۍ ډوبېدل د هسپانيې او امريکا تر منځ د جګړې (Spanish-American War) سمدستي لامل و. دا ښار د کيوبا حکومت پلازمينه او د بېلابېلو وزارتونو، د سوداګريو د مرکزي ادارو او له ۱۰۰ څخه د زياتو سياسي دفترونو ټاټوبی دی. د ښار والي د کيوبا د کمونيست ګوند غړی رينالدو ګارسيا زاپاتا “Reinaldo Garcia Zapata” دی. په ۲۰۰۹ ز کال کې ياد ښار يا ولايت د هېواد په کچه درېيم تر ټولو لوړ عايد درلود.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
معاصره هاوانا په اړين ډول په يو کې د درې ښارونو په توګه تشرېح کېدلی شي، چې لرغونې هاوانا، ويډاډو ‘Vedado’ او نوې ښاري سيمې دي. دا ښار له هغه خليج څخه زياتره د لويديخ او سويل پر لور غځېږي، چې د يوې نرۍ خولې يا مدخل له لارې ننوتی دی او د ماريميلينا “Marimelena”، ګواناباکوا “Guanabacoa” او انتاريس “Antares” په نومونو يې په درې اصلي بندرونو باندې وېشي. د المينداريس سيند (Almendares River) دا ښار له سويل څخه جنوب ته پرې کوي او د خليج يو څو ميله لويديځ ته د فلوريدا تنګيو “Straits of Florida” ته ننوځي.[۲۱]
هاوانا ښار په کلني دول له يو ميليون څخه زيات ګرځندويان راجلبوي، چې رسمي سرشمېرنې راپور ورکوي، چې په ۲۰۱۰ ز کال کې له دې ښار څخه ۱۱۷۶۶۲۷ تنو نړيوالو ګرځندويانو ليدنه کړې وه، چې دا کچه له ۲۰۰۵ ز کال څخه ٪۲۰ زياتوالی ښيي. لرغونې هاوانا په ۱۹۸۲ ز کال کې د يونسکو د نړيوال ميراث سيمه اعلان شوه. دا ښار د خپل تاريخو کلتور، معمارۍ او يادګارونو له امله هم د يادونې وړ دی. هاوانا د کيوبا په څېر استوايي يا ګرم اقليم تجربه کوي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
په ۱۵۱۴ زکال کې ډايګو ويلاکويز “Diego Velaquez” د سان کرېسټوبل ډي لا هابانا (San Cristobal de la Habana) ښار بنسټ کېښود، چې د هابانا د سېنټ کرېسټوفر “Saint Christopher of the Habana” په معنا سره و او وروسته د کيوبا پلازمېنه شو. هابانا د ځايي وګړو د ډلې نوم و. روښانه نه ده، چې ياد نوم له کوم ځای څخه تر لاسه شوی دی، مګر نظريه ورکړل شوې ده، چې نوم ايښودنه له “Hanaguanex” څخه سرچينه اخلي، چې د اصلي امريکايي قبيلې يو مشر و. د نوموړي نوم ټاينو ‘Taino’ دی، چې يوه اراواکي “Arawakan” ژبه ده، مګر په اړه يې نور څه روښانه نه دي. کله چې هابانا (Habana) انګليسي ژبې ته راواړلو شو، د “betacism” په نوم د ژبنۍ ښکارندې له امله يې د “b” توری “v” ته بدل شو، چې د (voiced bilabial plosive) او (voiced labiodental fricative) تر منځ يو ډول ګډوډوي ده، چې په زياتره معاصرو هسپانوي ګړدودونو کې پېښېږي. په ادبياتو کې د هاوانا “Havana” ويي کارونه د پوهېدو وړ بڼې په توګه د هسپانيې او امريکا د جګړې پر مهال زيات نامتو شو، مګر تر اوسه د زيات خنډ لامل ځکه دی، چې دا د يو ډول «سګرټو»، يو ډول «سوې» او همدا راز «ښار» استازولي کوي.[۲۶]
هاوانا لا هم د انګليسي ژبې قاموسونو کې موندل کېدونکی لوړ نوم دی، چې د کيوبا پلازمېنې ته ويل کېږي.
د کيوبا د هاوانا دولتي نښان درې کلاګانې لري، چې د ښار ساتونکې درې يعنې فيورزا (Fuerza)، موررو (Morro) او پيونټا (Punta) کلاګانې څرګندوي. په نښان کې شته کليد ښيي، چې هاوانا د نوې نړۍ (New World) لاره يا مدخل و. ډال يا سپر چې په يوه اړخ باندې د څېړۍ د يوې څانګې او پر بل اړخ باندې د غار ونې د غړوسکې يا ګېډۍ په واسطه نيول شوی دی، د ملت پياوړتيا، د غار ونې ګېډۍ، درنښت او لوړتيا يا برم په ډاګه کوي. دا نښې يا سمبولونه د انسان حقونه څرګندوي.[۲۷][۲۸]
ډايګو ويلازکيوز دي کيولر (Diego Velazquez de Cuellar) د ۱۵۱۵ ز کال د اګسټ پر ۲۵ نېټه پلايا مايابيک (Playa Mayabeque) ته نږدې د مايابيک سيند پر څنډو باندې سرګيډيرو ډي باتابانو (Surgidero de Batabano) نني ښارګوټي ته نږدې د ټاپو پر سويلي ساحل باندې د هاوانا بنسټ کېښود. که څه هم د کيوبا پر سويلي ساحل باندې د ښار جوړولو ټولې هڅې بې بايلې شوې؛ د کيوبا يوه لومړنۍ نقشه چې په ۱۵۱۴ ز کال کې کښل شوې ده، دې ښارګوټي ته د سيند په خوله کې ځای ورکوي.[۲۹][۳۰]
د ۱۵۱۴ او ۱۵۱۹ ز کالونو تر منځ هسپانيې پر شمالي ساحل باندې دوه استوګنې رامنځته کړې، چې يوه يې د تورريون دي لا کورريرا (Torreon de la Chorrera) سيمې ته نږدې په لا کورريرا (La Chorrera) کې وه. دا استوګنې په پای کې د المينداريس سيند (Almendares River) خولې ته نږدې د ويدادو (Vedado) او مېرامار (Miramar) ګاونډيانې شوې. هغه ښارګوټی چې هاوانا شو، په ۱۵۱۹ ز کال د هغې سيمې خوا کې رامنځته شو، چې هغه وخت يې ورته “Puerto de Carenas” (د لغت له مخې: پر يوه خوا اوښتونکی خليج) وايه. د دې طبيعي خليج څرنګوالی چې اوس د هاوانا بندر کوربه توب کوي، د موقعيت دا بدلون ډاډمن يا تضمين کړ.
پانفيلو ډي ناروايز “Painfilo de Narvaez” هاوانا ته (شپږم ښار چې د کيوبا پر خاوره باندې د هسپانيې له لورې رامنځته شوی و) خپل نوم «سان کرېسټوبل دي لا هابانا:San Cristobal de la Habana” ورکړ. ياد نوم “San Cristobal” يو ترکيبوي، چې د هاوانا يو اتندوی (حامي) د برخې څښتن و. د کيوبا د لومړنيو ښارونو له بنسټ ايښودنې څخه لږه موده وروسته ياد ټاپو د نورو ټاپوګانو د (Conquista) سيمې لپاره د بنسټ په پرتله يو څه زيات خدمت وکړ.
هاوانا د يو سوداګريز بندر په توګه پيل وکړ او د سمندري غلو، لوټ مارانو او فرانسوي سمندري غلو له لورې يې منظم بريدونه وزغمل. لومړنی بريد او په پای کې يې د ښار سوځېدنه په ۱۵۵۵ ز کال کې د فرانسوي سمندري غل جېکيوس ډی سوريس (Jacques de Sores) له لورې و. دې ډول برېدونو هسپانوي پاچاهي وهڅوله، چې په اصلي ښارونو کې لومړيو پوځي کلاګانو جوړولو ته پانګه ورکړي او دې پانګونې د سمندري غلو او داړه مارانو د مخنيوي تر څنګ له “West Indies” سره پر سوداګرۍ باندې د لا زيات واک راوړلو او د سيويلي (Seville) د کاسا ډي کنټراټاسيون (Casa de Contratacion) پاچاهۍ له لورې د لګول شويو سوداګريزو بنديزونو له امله د راپورته شوي پراخه تور بازارد محدودولو موخې درلودې. يادې پاچاهۍ سوداګريز کور [مقننه جرګه] اداره کړه، چې د نوې نړۍ (New World) پر سوداګرۍ باندې يې انحصار وکړ.
د ټولې نوې نړۍ کښتيو د جنګي کښتيو له لارې هسپانيې ته وړلو په موخه توليدات لومړی هاوانا ته وېوړل. د ښار په خليج کې په زرګونو راټولو شويو کښتيو د هاوانا کرنې او زېربنا ته هم له دې امله وده ورکړه، چې يادو کښتيو ته بايد په سمندر کې د تګ په موخه خواړه، اوبه او نور اړين توليد برابر شوی وی.
د ۱۵۹۲ ز کال د ډسمبر پر ۲۰ نېټه د هسپانيې پاچا دويم فليپ (King Philip II of Spain) هاوانا ته د ښار نوم ورکړ. له دې څخه وروسته ياد ښار د هسپانوي خول “Spanish Crown” له لورې په رسمي ډول «د نوې نړۍ کليد او د وېسټ انډيز د کلا يا دېوال په توګه» وټاکل شو. په ورته وخت کې د ښار د ساتندويۍ يا دفاعي زېربناوو رغول يا وده ورکولو هڅو دوام وکړ.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.