![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/9a/Flags_onu_geneva2.jpg/640px-Flags_onu_geneva2.jpg&w=640&q=50)
نړيواله ټولنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
نړیواله ټولنه (په انگرېزي: International community) یوه سیاسي نومونه ( اصطلاح ) ده ، چې په سیاستپوهنه کې ، د دولتي شخصیتونو په ویناوو او همدا راز په رسنیو کې ، د نړۍ د هېوادو ترمنځ د دوه اړخیز تړاویز غونډال ( سېستم ) د ځیرلو ( مشخصولو ) لپاره ډېره کاریږي . د نړیوالې ټولنې نومونه کله کله د شتو نړیوالو سازمانونو ، لکه د ملگرو ملتو سازمان ، چې د ځمکې د غونډاري ( کرې ) ټول هېوادونه يې سره یو موټی کړي دي ، لپاره هم کاریږي .
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/9a/Flags_onu_geneva2.jpg/640px-Flags_onu_geneva2.jpg)