نستور کیرشنر
From Wikipedia, the free encyclopedia
نستور کارلوس کیرشنر (زوکړه: د ۱۹۵۰ زکال د فبروري ۲۵ مه – مړینه: د ۲۰۱۰ زکال د اکتوبر ۲۷ مه) ارجنټایني وکیل او سیاستوال و چې له ۲۰۰۳ زکال څخه یې تر ۲۰۰۷ زکال پورې د ارجنټاین د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی له ۱۹۹۱ زکال څخه تر ۲۰۰۳ زکال پورې د سانتاکروز ایالت والي، د سویلي امریکا د ملتونو د اتحادیې سکرتر جنرال او د خپلې مېرمنې کریسټینا فرناندز د کیرشنر د ولسمشرۍ پر مهال هېواد لومړنی نارینه و. له دې سربېره له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۱۰ زکال پورې د عدالت غوښتونکي ګوند مشر هم و. له ایدیالوژیک پلوه نوموړی د خپل سیاسي لیدلوري کیرشنرېزم له مخې ځان پرونېست (Peronist) او پرمختګ غوښتونکی باله. [13][14][15]
نستور کیرشنر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۵ فبروري ۱۹۵۰[1][2][3][4][5][6][7] |
مړینه | 27 اکتوبر 2010 (60 کاله)[8][1][2][3][4][5][6][7] |
تابعیت | ارجنټاین [9] |
ښځه | کریسټینا فرناندز د کیرشنر (۹ مې ۱۹۷۵–۲۷ اکتوبر ۲۰۱۰) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | قانونپوه ، سياستوال |
مورنۍ ژبه | اسپانيايي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | اسپانيايي ژبه [10] |
د کړنې څانګه | سياست [11][12] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کیرشنر د سانتاکروز په ریو ګالګوس کې وزېږېد او د لاپلاتا په ملي پوهنتون کې یې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې. نوموړي دغه مهال له کریسټینا فرناندز سره ولیدل او ورسره یې واده وکړ، له فراغت وروسته له خپلې مېرمنې سره ریوګالګوس ته راستون شو او یو حقوقي شرکت یې پرانیست. مبصرین د کثیفې جګړې پر مهال د قانوني فعالیت د نه کولو له امله پر هغه نیوکې کوي، هغه موضوع چې د ولسمشر په توګه یې خپله هم د هغه اړوند فکر کاوه. کیرشنر په ۱۹۸۷ زکال کې ځان د ریو ګالګوس د ښاروالۍ او په ۱۹۹۱ زکال کې د سانتاکروز د ولایت لپاره نوماند کړ. نوموړی په ۱۹۹۵ او ۱۹۹۹ زکال کې دوه ځله د خپل ایالت د اساسي قانون د اصلاح له امله د والي په توګه وټاکل شو. کیرشنر د بوئنوس ایرس ایالت له والي ادواردو دوالده سره د هېواد د ولسمشر کارلوس نم پر وړاندې لاس یو کړ.
په داسې حال کې چې دوالده په ۱۹۹۹ زکال کې ولمسشریزې ټاکنې وبایللې، خو هغه مهال چې د ۲۰۰۱ زکال د ډسمبر میاشتې د پاڅونونو پر مهال پخوانیو ولسمشرانو فرناندو دی لا روا او آدولفو رودریګز ساآ استعفا ورکړه، نوموړی د کانګرس له خوا د ولمسشر په توګه وټاکل شو. دوالده په ۲۰۰۳ زکال کې کیرشنر ته وړاندیز وکړ څو په ۲۰۰۳ زکال کې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړي څو وکولای شي ولسمشرۍ ته د منم له بېرته ستنېدو مخه ونیسي. منم د ولسشمرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې له نورو نوماندانو زیاتې رایې ترلاسه کړې خو له دې څخه په وېرې چې په دویم پړاو ټاکنو کې به ماته وخوري له ټاکنو پر شاه او په دې سره کیرشنر ولسمشر شو.
کیرشنر د ۲۰۰۳ زکال د مۍ په ۲۵ دنده پیل کړه. روبرتو لاواګانا چې د دوالده په کابینه کې یې د اقتصاد د وزیر په توګه د اقتصاد په غوره کولو کې ونډه لرله، د اقتصاد د وزیر په توګه پاتې شو او خپلو چارو ته یې دوام ورکړ. ارجنټاین د خپلو تعلیق شوو پورونو اړوند مذاکره وکړه او د پیسو نړیوال صندوق ته یې خپل پورونه بېرته ورکړل. د احصایې او سرشمېرنې ملي ادارې د مخ پر ودې انفلاسیون د نه په پام کې نیولو اړوند مداخله وکړه. د سترې محکمې څو قاضیانو د استیضاح له وېرې استعفا ورکړه او نوي قاضیان په دندو وګمارل شو. د کثیفې جګړې پر مهال د ترسره شو جرایمو او له قانون څخه د سرغړونو د پېښو اړوند د ولسشمریزې عفوې فرمانونه لغو او د اساسي قانون خلاف اعلان شول. دغه چاره د هغه پوځیانو څخه د څېړنې د ترسره کېدو لامل وګرځېده چې په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې یې خدمت کاوه. ارجنټاین د لایتن امریکا له هېوادونو سره خپلې راکړې ورکړې زیاتې کړې او همدارنګه یې له ۱۹۹۰ مې لسیزې راهیسې له متحده ایالاتو سره په خپل سر رامنځته شوي اړیکې ختمې کړې. په ۲۰۰۵ زکال کې د کاري دورې د نیمايي ټاکنې د کیرشنر د بریا لامل وګرځېدې چې په بوئنوس ایرس کې یې د دوالده برترۍ ته پای ټکی کېښود.
کیرشنر په ۲۰۰۷ زکال کې بیاځلي ټاکنو ته د مخه کولو پر ځای د خپلې مېرمنې څخه ملاتړ وکړ چې بیا د ولسشمرې په توګه وټاکل شوه. نوموړي په امانوئل عملیاتو کې د فارک یرغمل شوو کسانو د خلاصون په عملیاتو کې ونډه لرله او همدارنګه یې په ۲۰۰۹ زکال کې د بوئنس ایرس د ایالت د مرستیالۍ څوکۍ د نیمايي په ټاکنو په لږ توپیر ماته وخوړه. کیرشنر په ۲۰۱۰ زکال کې د سویلي امریکا د ملتونو د اتحادیې (UNASUR) د سکرتر جنرال په توګه وټاکل شو. هغه او مېرمنې یې (یا په مستقیم ډول او یا هم د خپلو نږدې همکارانو له لارې) د the Route of the K-Money په نامه د ۲۰۱۳ زکال په سیاسي رسوايي کې ونډه لرله، په داسې حال کې چې قضایي څېړنو د نستور او یا هم کریسټینا د لاس لرلو اړوند هېڅ شواهد پیدا نه کړل. کیرشنر د ۲۰۱۰ زکال د اکتوبر په ۲۷ مه د زړه د سکتې له امله ومړ او د جنازې دولتي مراسم ورته ونیول شول.