نا خالص داخلي تولید
From Wikipedia, the free encyclopedia
داخلي ناخالص تولید(GDP) په یوه ټاکلي مهال کې په بازار کې د ټولو تولید شوو توکو او خدماتو پولي ارزښت دی. سړي سر داخلي ناخالص تولید (اسمي) په یوه هېواد کې د ژوند کولو د لګښت او انفلاسیون یا پړسوب د کچې توپیر نه منعکس کوي، له همدې امله د پېرلو د توان په برخه کې د داخلي ناخالصو ملي تولیداتو له اساساتو نه ګټنه د هېوادونو ترمنځ د ژوندانه د معیارونو په ارزولو کې ډېر کارېدونکی دی، په داسې حال کې چې اسمي داخلي ناخالص تولید بیا په نړیوال بازار کې د هېوادونو د اقتصاد د پرتله کولو په برخه کې ډېر کارول کېږي. د داخلي ناخالصو تولیداتو ټولیزه کچه کولای شو د هرصنعت او یا هم اقتصادي سکتور له مخې ووېشو. د یوې سیمې د ټولو وګړو له شمېر سره د داخلي ناخالصو تولیداتو نسبت سړي سر ناخالص تولیدات دي چې ورته د ژوندانه د معیارونو اوسط هم ویل کېږي.[1][2][3][4]
د داخلي ناخالصو تولیداتو تعریفونه د ګڼ شمېر ملي او نړیوالو اقتصادي بنسټونو له خوا شوي. د اقتصادي همکاریو او پراختیا سازمان (OECD) داخلي ناخالص تولیدات داسې تعریفوي: «د تولید ټولیزه کچه په تولید کې د ټولو مېشتو ښکېلو وګړو او بنسټونو له خوا د ناخالص اضافه شوي ارزښت له ټولګې سره برابره ده (چې ټول مالیات او سبسایډي په کې شاملېږي چې د توکو په ارزښت کې نه شاملېږي)». د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) په یوه نشریه کې راغلي دي: «داخلي ناخالص تولیدات د توکو او خدمتونو وروستی پولي ارزښت اندازه کوي- کوم چې د هغه د وروستي کاروونکي له خوا اخیستل کېږي – هغه تولیدات چې په یوه هېواد کې په یو ځانګړي مهال (یوه ربع او یا هم یو کال) کې تولیدېږي».[5][6]
له داخلي ناخالصو تولیداتو نه تر ډېره د نړیوالې پرتلنې او د اقتصادي ودې د لوی معیار په توګه کار اخیستل کېږي. «د ملي ودې او پراختیا د نړیوال پیاوړي احصایوي شاخص» په توګه پېژندل کېږي. په ورته مهال، د الزامي ودې منتقدین استدلال کوي چې د داخلي ناخالصو تولیداتو معیارونه هېڅکله د ودې د اندازه کولو لپاره نه دي او نور کلیدي عوامل، لکه: د سرچینو استخراج، چاپېریالي اغېزې او له مزد پرته داخلي چارو ته پام نه لري. منتقدین تر ډېره د هغو پر ځای نور ورته اقتصادي ماډلونه لکه: د دونات اقتصاد (doughnut economics) وړاندیز کوي چې د بریا له ټولو معیارونو یا د OECD د غوره ژوند د معیارونو په څېر له ځای ناستو شاخصونو نه چې د انساني ودې او هوسا ژوند په برخه کې اقتصادي اغېزې اندازه کوي، کار اخلي.[7][8]