From Wikipedia, the free encyclopedia
ناپلیون بوناپارت (په فرانسوي: Napoléon Bonaparte؛ پيدایښت: ۱۵-اګوست-۱۷۶۹؛ مړینه: ۵-مې-۱۸۲۱ز) یو فرانسوي نظامي او سیاسي سرلاری ؤ چې د فرانسې اوښتون پر مهال یې شهرت ترلاسه کړ او د انقلابي جګړو په لړ کې یې ډېرشمېر بریالي عسکري عملیات درلودل. هغه د لومړي کنسول په توګه، له ۱۷۹۹ څخه تر ۱۸۰۴ز پورې د فرانسې جمهوریت بالفعل مشر ؤ. د لومړي ناپلیون په توګه، هغه له ۱۸۰۴ څخه تر ۱۸۱۴ز پورې او بیاځلي په ۱۸۱۵ز کې د فرانسې ټولواکمن ؤ. د ناپلیون سیاسي او هڅوبي میراث لا تراوسه هم پر ځای پاتې دی او هغه د نړۍ په تاریخ کې یو متنازع او تر ټولو ستر سرلاری دی.[۲۱][۲۲]
ناپليون بوناپارت | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | ۱۵ اگسټ ۱۷۶۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹] |
مړینه | 5 مې 1821 (52 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۱۰][۶][۷][۸][۱۱] |
د مړینې لامل | د معدی سرطان |
استوګنځای | سينټ هېلېنا (۱۸۱۵–۱۸۲۱)
پاريس (۱۷۹۲–۱۸۱۴) |
تابعیت | فرانسه [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵] |
قد | 168 سانتي متره |
ښځه | ماري لوئیز، د پارما دوشس (۱ اپرېل ۱۸۱۰–۵ مې ۱۸۲۱)[۱۶][۱۵] |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال [۱۷][۱۸][۷][۸][۱۵]، پوځي افسر ، امپراتور [۱۹]، پوځ مشر [۸]، پاچا |
مورنۍ ژبه | کورسي ژبه |
کاروونکي ژبه | فرانسوي ژبه [۲۰]، کورسي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | بريد جنرال |
جګړه/جګړې | ناپولیوني جګړې ، د فرانسې انقلابي جګړې |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې |
سمول |
ناپلیون د کورسیکا په ټاپو کې، لږ موده وروسته له هغو چې د فرانسې له سلطنت سره ضمیمه شوه، وزېږېده. په ۱۷۸۹ز کې یې د فرانسې په پوځ کې خدمت کاوه او په ورته مهال کې یې د فرانسې له اوښتون څخه خپل ملاتړ وښود او هڅه یې وکړه ترڅو د اوښتون ارمانونه خپل مورني هېواد «کورسیکا» ته هم وغځوي. پر سلطنتغوښتونکو اورپکو باندې په ډزو کولو سره یې فرانسوي واکمنه مشرۍ وژغورله او په پوځ کې ډېر ژر مشهور شو. په ۱۷۹۶ز کې، هغه د اتریشیانو او د هغو ایټالیایي ملګرو او متحدانو باندې د یو لړ عسکري عملیاتو لهلارې سترې بریاوې په لاس راوړې او ملي اتل شو. دوه کاله وروسته یې، مصر ته د پوځ لېږد مشرۍ په غاړه واخېسته چې سیاسي ځواک یې لا هم وغوړېده. د ۱۷۹۹ز کال په نومبر کې د یوې کودتا لهلارې د جمهوریت لومړی کنسول شو. له بریتانیا سره یې اختلافات پهدې پیدا شول چې فرانسه تر ۱۸۰۵ز پورې د درېیمې ټلوالې له جګړې سره مخ وه. ناپلیون په «اولم» او «استرلیتز» جګړو کې له بریاوو وروسته، چې د مقدس روم ټولواکمنۍ د سقوط لامل شو، یاده ټلواله له منځه یوړه. په ۱۸۰۶ز کې، څلورمې ټلوالې د هغه پر وړاندې وسله پورته کړه، ځکه پروشیا په دغې لویه وچه کې د فرانسې له نفوذ څخه اندېښمن ؤ. په ینا او اوېرشتید جګړو کې، ناپلیون پروشیا ته ماته ورکړه، ستر پوځ یې ختیځې اروپا ته مرش کړ، په فریدلنډ کې یې روسان د ۱۸۰۷ز کال په جون کې تالا کړل او د څلورمې ټلوالې مات شوي هېوادونه یې د تیلسیت ژمنو منلو ته اړ کړل. دوه کاله وروسته، اتریشیانو د پنځمې ټلوالې د جګړې په لړ کې، بیاځلي فرانسه له ګواښ سره مخ کړه، خو ناپلیون د واګرام جګړې په ګټلو سره پر ټولې اروپا ولکه ټینګه کړه.[۲۳]
د قارهیي کلابندۍ د غځولو په ارمان، ناپلیون د بریتانیا پر وړاندې بندیزونه وضع کړل، پر اېبري ټاپووزمه یې برید وکړ او خپل ورور «جوزف» یې په ۱۸۰۸ز کې د سپانیا پاچا وټاکه. سپانیاییانو او پرتګالیانو د ټاپووزمې په جګړه کې پاڅون وکړ چې د ناپلیون د مارشالونو په ماتې سره لا هم پياوړي شول. ناپلیون د ۱۸۱۲ز په اوړي کې روسیې باندې یرغل وکړ او د جګړې په پایله کې، د ناپلیون ستر پوځ ډېر تلفات ولېد او پر شا شو. په ۱۸۱۳ز کې پروشیا او اتریش، د فرانسې پر وړاندې د شپږمې ټلوالې لهلارې روسیې سره یوځای شول. د ۱۸۱۳ز په اکتوبر کې، په لایپزیګ کې، د یوې بېنظمې جګړې په پایله کې ټلوالې د ناپلیون ستر پوځ ته ماته ورکړه. ټلوالې پر فرانسې برید وکړ او پاریس یې تر ولکې لاندې راوست او ناپلیون یې د ۱۸۱۴ز په اپرېل کې ګوښه کېدو ته اړ کړ. هغه د اېلبا ټاپو ته، چې د کورسیکا او ایټالیا ترمنځ پرته ده، تبعید شو. په فرانسه کې، د سلطنت واک بوربون کورنۍ ته وروګرځول شو. سره لهدې، ناپلیون د ۱۸۱۵ز په فبروري کې له اېلبا څخه وتښتېده او د فرانسې واک یې په لاس کې ونیوه. متحدانو د اوومې ټلوالې په رامنځته کولو سره ځواب ورکړ، چې د ۱۸۱۵ز په جون کې یې ناپلیون ته د واترلو په جګړه کې ماته ورکړه. بریتانیاییانو هغه، د اتلانتیک سمندر د سېنت هېلېنا لېرې ټاپو ته تبعید کړ، چې په ۱۸۲۱ز کې، په ۵۱ کلنۍ کې هلته مړ شو. ناپلیون پر نومهالې نړۍ باندې پراخه اغېزه درلوده، او په ډېرو فتح شویو هېوادونو کې یې (په ځانګړې توګه، د سویس او د اوسنۍ ایټالیا او آلمان ځینو برخو په څېر، کوزو هېوادونو کې) لېبرالي اصلاحات راوړل. هغه په فرانسه او لویدېځې اروپا کې لېبرالي سیاستونه پلي کړل.[۲۴][۲۵]
د ناپلیون کورنۍ په خټه ایټالیایي وه. پلرني نیکهګان یې «بوناپارتیان» وو، چې په توسکان کې له یوې کوچنۍ اشرافي کورنۍ څخه په شپاړلسمې پېړۍ کې کورسیکا ته کډوال شول او مورني نیکهګان یې، «رامولینوسان» د جېنوا له یوې کوچنۍ اشرافي کورنۍ څخه وو. بوناپارتیان، د ودونو او اولاد راوړلو لهلارې، د «پيتراسنتاس، کوستاس، پاراویچینیس او بونلیس» کورسیکایي کورنیو خپلوان وو. پلار او مور یې، «کارلو ماریا دو بوناپارت» او «ماریا لیتزیا رامولینو»، په آژاکسیو کې د «کازا بوناپارت» په نوم پلرنی کور درلود. ناپلیون هلته، د ۱۷۶۹ز کال د اګوست میاشتې پر ۱۵مه نېته وزېږېده. هغه د کورنۍ څلورم اولاد او درېیم زوی ؤ. مشر ورور یې جوزف او کشرې خویندې او وروڼه یې لوسین، الیزا، لویس، پاولین، کارولین او ژېروم نومېدل. ناپلیون ته د یوه کاتولیک په څېر، د ناپلیون تر نامه لاندې د تعمید غسل ورکړل شو. په ځلمیتوب کې، د هغه نوم د «Nabulione»، «Nabulio»، «Napolionne» او «Napulione» په بڼو هم لیکل کېده.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
ناپلیون په همهغه کال کې پیدا شو چې د جېنوا جمهوریت (د ایټالیا پخوانی ایالت) د کورسیکا سیمه فرانسې ته وسپارله. دولت، د هغه تر پیدایښت یو کال دمخه، د واکمنۍ حقونه وپلورل او ټاپو د هغه د پیدایښت کال پر مهال د فرانسې لهخوا ونیول شوه.نوموړې ټاپو ۵۰۰ کاله د جېنوا تر واکمنۍ لاندې او ۱۴ کاله خپلواکه وه او په ۱۷۷۰ز کې د رسمي ایالت په توګه ثبت شوه. د ناپلینون مور او پلار د د کورسیکا مقاومت غورځنګ سره یوځای شول او له فرانسویانو سره یې د خپلواکۍ د ساتنې په پار جګړه وکړه، ان هغه مهال چې ماریا په ناپلیون امېدواره وه. پلار یې یو څارنوال ؤ چې په ۱۷۷۷ز کې د شپاړلسم لویس په محکمه کې د کورسیکا د استازي په توګه وټاکل شو. [۳۰][۳۱]
ناپلیون په ماشومتوب کې، تر ډېر د مور تر اغېزې لاندې ؤ، او په ماشومتوب کې یې تر کلک انضباط او روزنې لاندې ونیوه. ناپلیون کلونه وروسته وایي چې، «د ماشوم راتلونکی برخلیک تل په مور پورې تړلی وي». د ناپلیون د مورنۍ انا دوهیم واده له سویسي «فېش» کورنۍ سره ؤ، او د ناپلیون تره کاردینال «جوزف فېش» د څو کلونو لپاره د بوناپارت له کورنۍ څخه ساتنه وکړه. ناپلیون یوه اشرافي مخینه درلوده او په نسبي ډول هوسا ژوند یې درلود، له همدې امله د یوه معمولي کورسیکایي په پرتله، ورته د لوست او زدهکړو ښې اسانتیاوې برابرې وې.[۳۲][۳۳]
کله چې یې پښه په ۹ کلنۍ کېښوده، د فرانسې اصلي ټاټوبي ته لاړ او د ۱۷۷۹ز په جنوري کې د اوتون په دیني مدرسه کې شامل شو. په مې میاشت کې، د یوه تحصیلي بورس لهلارې د «Brienne-le-Château» یوې نظامي اکاډمۍ ته تبدیل شو. په ځوانۍ کې یو زغرد کورسیکایي ملتپال ؤ او له فرانسې څخه د دغه ایالت پر خپلواکۍ ولاړ ؤ. د ډېریو کورسیکاییانو په شان، ناپلیون په کورسیکایي (د مورنۍ ژبې په توګه) او ایټالیایي ژبو (د کورسیکا رسمي ژبې په توګه) لوستل او خبرې کولې. شاوخوا لس کلن ؤ چې په مدرسه کې یې د فرانسوي ژبې په زده کولو پیل وکړ. که څه هم په فرانسوي یې روانې خبرې کولې، خو په کورسیکایي لهجه غږېده او هېڅکله یې د فرانسوي املا سمه زده نهکړه. موده وروسته، له ناپلیون سره د ټولګيوالو لهلورې، د جلا توکم او لهجې لهامله، تبعیضي چلند وشو. که څه هم د لیک او لوست په تړاو، هغه یوازې نهؤ؛ په ۱۷۹۰ز کې د یوه اټکل لهمخې، د فرانسې له ۲۸ میلیونه وګړو څخه یوازې ۳ میلیونو په معیاري فرانسوي ژبې غږېدلای شول او د هغو وګړو شمېر لا لږ ؤ چې سم لیک او املا یې درلوده. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.