مینیوپز
From Wikipedia, the free encyclopedia
مینیوپز (په انګرېزي: Menopause) که چېرې يوه ميرمن په پر ـ له ـ پسې ډول ۱۲ مياشتې Menstruation يا مياشتنی عادت ونه لري menstruated مینیوپز ورته وايي. د مینیوپز په شروع سره نور بيا مېرمن په طعبيي ډول حمل نه اخلي.
په عموم کې د مینیوپز دوره د ۴۵ کلنۍ او ۵۵ ترمنځ پيليږي؛ دا هغه پړاو دی چې د ښځو مياشتنۍ ناروغي بند شي او نور حمل نه اخېستل کيږي. په غير معمول ډول شونې ده چې مینیوپز (Menopause) له ۴۵ کلنۍ وړاندې رامنځ ته او له ۵۵ کلنۍ وروسته رامنځ ته نه شي.
د طعبيي وچوالي وخت په اقيلم پوريی تړې مساله ده؛ په ګرمو سيمو، نژاد او رنګ پوريی تړاو لري. د نړۍ په بېلا بېلو سيمې مینیوپز توپيري دی، چې لامل يې اقليمي شرايط دي. څېړنو د وچوالي منځنی عمر ۵۱ کلني ښوودلې ده. که چېرې وچوالی له ۴۰ کلنۍ وړاندې وي، بيا ورته له وخت مخکې يا premature menopause وايي. شوې څېړنې او سروې ګانې په ګوته کوي چې نړۍ کې پنځه سلنه ميرمنې له وخت وړاندې يا premature menopause سره مخ کيږي. له ۴۵ کلنۍ وړاندې او له ۵۵ کلنۍ وروسته وچوالي پر بنسټ؛ ميرمنو کې حمل نه اخېستلو يا طعبيي وچوالي حال په درېيو برخو وېشل شوی دی.