![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b9/Mahavira.jpg/640px-Mahavira.jpg&w=640&q=50)
مھاویر
From Wikipedia, the free encyclopedia
مَهاویر (په سنسکرت: वर्धमान महावीर )، د ستر اتل په مانا ده چې د جېنوالې د مذهب بنسټگر او څلروېشتم لارښود گڼل کېږي.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b9/Mahavira.jpg/640px-Mahavira.jpg)
مَهاویر د هندوستان په یوه دولتمنده کورنۍ کې زېږېدلی و چې د بودا هم-پېره گڼل کېږي. ده په دېرش کلنۍ کې مادي نړۍ پرېښوده او له اوږدې کوښه ناستي یې خپل دیني افکار ترلاسه کړه. دی د خپل دین خپرولو وروسته په ۵۲۶ز کال ومړ.
مهاوېرا به خپلو عامو لارویانو ته دا روزنه ورکوله چې ښه کارما ترسره کړي، او خپلو راهبانو ته به یې سپارښتنه کوله چې کارما ته پای ورکړي.
مَهاویر د بودایي په پالي متنونو کې د نیگانتا ناتهپوته په نامه یادوي چې په خپل پېر کې زیاتره په همدې نوم یادېده.