From Wikipedia, the free encyclopedia
میل می ۲۴ (په روسی: Миль Ми-24) یو د بریدکونکی هلیکوپتر دی چی د دښمن ټانکونو او نورو مځکنی او هوایی هدفونو د منځه وړولو لپاره کارېږی. دغه هلیکوپتر کولای سی ۸ عسکران انتقال کړی. دغه هلیکوپتر په اوس وخت کی د نړی تر ټولو زیاته برخه حربی هلیکوپتر جوړوی او د نړی د بیلو بیلو وسلوالو ځواکونو په جگړیزو تجهیزاتو کی شامل دی.
تولیدوونکی |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ټاټوبی هېواد | |
ځانګړې وېشنيزه | |
ټول تولید | |
د خدمت پیل | |
چلوونکی | |
کارول |
لوړوالی | |
---|---|
اوږدوالۍ | |
قطر |
۱۶٫۷۶ متر[6] |
برخه د |
---|
پرمخوړونکی |
---|
د میل می-۲۴ هلیکوپتر په ۱۹۶۵ کال کی د میل د شرکت لخوا طرح شو. لمړی الوتنه ئي په ۱۹۶۹ کال کی عملی شوه او شوروی پوځ دغه هلیکوپتر ځخه په رسمی ډول په ۱۹۷۲ کال کی کار واخیست. له هغه وخت ځخه تر اوسه پورې میل می-۲۴ د نړی په بیلابیلو جگړو کی د مختلفو ځواکونو لخوا استعمال شوی دی.
په ۷۰ کالو کی افغانی پوځ د میل می-۴ او میل می-۸ هلیکوپترونه درلودل. په ۱۹۷۹ کال کی شوروی هېواد د افغانستان حکومت ته عصری هلیکوپترنه (می-۲۴ ) ورکړه او د دغو هلیکوپترونو چلونکی د شوروی د پوځ ځخه ول. کله چی په ۱۹۷۹ کال کی په هرات کی لوی فیام پېل شو نو افغانی حکومت د قیام د منځه وړولو لپاره د دغو هلیکوپترونو ځخه کار واخیست.[8]
د دسمبر په ۱۹۷۹ کال کی شوروی پوځ پر افغانستان برید وکړ. په ۱۹۸۰ کال کی شوروی پوځ د شوروی اتحاد څخه افغانستان ته د میل می – ۲۴ ډېر هلیکوپترونه ولېږل.چی دغه هلیکوپترونه د کابل، کندوز، بدخشان بگرام، کندهار، ننگرهار (جلال آباد) او آساد آباد په هوائی ډگرونو کی ول. شوروی پوځ د میل می- ۲۴ هلیکوپترونو ځخه د مجاهدینو د ځواکونو د منځه وړولو لپاره کار اخیست او د ۱۹۸۱ کال ځخه د پاکستان د سرحد د څارلو لپاره ئی هم ورڅخه کار اخیست.[9] دغه هلیکوپترونه خاص ځواکونه ( Войска специального назначения) انتقالول[10] او د قاچاقو وړونکو ډله ئی له منځه وړل او قاچاقی توکی ئی ورځخه اخیستل. مجاهدینو د پاکستان ځخه افغانستان ته د مځکی نه هوا ته ځینی لاسی توغندی قاچ وړل مگر د شوروی پوځ د دغو هلیکوپترونو ته د رسام مرمی سیستم نصب کړ او دغو هلیکوپرونو د فیشنگونو د فیرولو په واسط د مجاهدینو لخوا د دغو هلیکوپترونو د منځه وړلو مخنیوی کاوه. یو مجاهد امریکائی خبریال ته وویل: موږ له شوروی پوځ نه نه وېرېږو مگر موږ له شوروی هلیکوپترونو نه وېرېږو. لمړی میل می-۲۴ هلیکوپتر په ۱۳فیبرایر ۱۹۸۰ کی ړنگه شوه او تر ۱۹۸۶ کال پورې شوروی پوځ ۱۲۰ د میل می-۲۴ هلیکوپترونو لاسه ورکړی. په ۱۹۸۵ کال کی د امریکا متحد ایالاتو مخاهدینو ته د سټېنگر راکتونه ورکړل. د افغانستان په جگړه کی ۳۳۳ شوروی هلیکوپتروته د مجاهدینو لخوا ړنگه شول. په اوس وخت کی د چېک پوځ په افغانستان کی هم د میل می-۲۴ د هلیکوپترونو ځخه کار اخلی.[11] په ۲۰۰۸ کال کی د چېک پوځ افغانی ځواکونو ته ۶ د می-۲۴ هلیکوپترونه ورکړه.[12]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.