From Wikipedia, the free encyclopedia
ممبۍ د هند د مهاراشترا ایالت پلازمېنې ښار دی. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر ۲۰۱۸ پورې، ممبۍ په هند کې له ډیلي وروسته دویم ډېر نفوس لرونکی ښار دی او د شاوخوا ۲۰ میلیون نفوس سره د نړۍ اووم ترټولو ډیر نفوس لرونکی ښار پېژندل شوی. د هند حکومت د ۲۰۱۱ ز کال نفوس سرشمیرنې سره سم، ممبۍ د هند ترټولو نفوس لرونکی ښار و چې د اټکل شوي ښار مناسب نفوس ۱۲.۵ میلیون وګړو د ممبي ښاروالۍ تر نظر لاندې ژوند کاوه. ممبۍ د ممبۍ سیمې مرکز او د نړۍ په کچه شپږم لوی نفوس لرونکی ښار دی چې ۲۳ میلیون وګړي په کې مېشت دي. ممبۍ د هند په لویدیځ د کانکن په څنډه کې موقعیت لري او د یوه ژور طبیعي بندر لرونکی دی. په ۲۰۰۸ کال کې ممبۍ د الفا نړیوال ښار په نوم و نومول شو. دغه ښار کې د هند د ټولو ښارونو په پرتله، د دغه هېواد ډېری میلیونران او میلیاردران مېشت دي. ممبۍ د یونسکو د درېو نړیوالو میراثي ځایونو کور دی: د الیفنتا غارونه، د چترپتي شیواجي مهاراج ټرمینس، او د ویکتوریا او ارټ ډیکو ودانیو ځايي ځانګړی جوړښت چې په ۱۹ او ۲۰ پېړیو طراحې شوې دي.[12][13][14][15][16][17][18][19][20]
په نوم د | |
---|---|
پلازمېنه د |
عمومي مالومات |
ستر ښار[2] (۲۰۰۱ – ) state capital (en) ښار[3] metropolis (en) business cluster (en) locality (en) ( القرن 14 – ) |
---|---|
وګړو شمېر |
۱۵٬۴۱۴٬۲۸۸ — ۱۲٬۴۴۲٬۳۷۳[4] |
ځايي ژبې |
Maithili (en) — مراټي ژبه — اوردو ژبه — تاميلي ژبه — کناډا ژبه — Tulu (en) — تېلوګو ژبه — Konkani (en) — مليالم |
د حکومت مشر | |
وګړنوم | |
غړی د | |
اداري سیمه | |
هېواد |
مهمې پېښې |
|
---|
د ځای کچه |
۶۰۳ كيلومتر مربع[8] |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
پوسټکوډ | |
کورډينېشن |
اوه ټاپوګان چې ممبۍ تشکیلوي په اصل کې د مراټي ژبې د کولي خلکو د ټولنو کور و. د پیړیو لپاره، د بمبۍ اوه ټاپوګان د ځایي واکمنانو تر کنټرول لاندې و چې له هغه وروسته د پرتګالي امپراتورۍ ته وسپارل شو او بیا له هغه وروسته په ۱۶۶۱ز کال کې د ختیځ هند شرکت ته د کاترین براګانزا د مهریې په توګه د انګلستان له چارلس II سره د واده له لارې ورکړل شو. د اتلسمې پیړۍ په نیمایي کې، بمبۍ د هورنبي ویلارډ پروژې له خوا له سره پلان شو، چې د بحر څخه د اوو ټاپوګانو تر منځ د سیمې بیا رغونه ترسره شوه. د لویو سړکونو او ریل پټلیو جوړولو سره، د بیا رغونې پروژه، چې په ۱۸۴۵ کې بشپړه شوه، بمبۍ د عربي بحیرې په یوه لوی بندر بدله کړه. په نولسمه پیړۍ کې بمبۍ د اقتصادي او تعلیمي پرمختګ مرکز و. د شلمې پیړۍ په لومړیو کې دا د هند د خپلواکۍ غورځنګ لپاره یو پیاوړی مرکز شو. په 1947 کې د هند له خپلواکۍ وروسته دا ښار په بمبي ایالت کې شامل شو. په 1960 کې، د سمیوکت مهاراشترا غورځنګ په تعقیب، د مهاراشترا نوی ایالت د بمبۍ د پلازمینې په توګه رامنځته شو.[21][22][23][24][25][26][27]
ممبۍ د هند مالي، سوداګریزه او تفریحي پلازمېنه ده. دا د نړیوال مالي جریان له مخې، د نړۍ سوداګرۍ له لسو غوره مرکزونو څخه هم دی چې د هند د نا خالصه تولیداتو ۶.۱۶ سلنه تولیدوي او د صنعتي تولید بیا ۲۵٪ جوړوي او همدا رنګه د هند سمندري سوداګرۍ ۷۰٪ سلنه یې ځانته ځانګړې کړې ده. ممبۍ پورټ ټرسټ او JNPT، د هند اقتصاد ته د پانګې لیږد ۷۰ سلنه را نغاړي. ممبۍ په نړۍ کې د میلیاردرانو د لرلو له امله په اتم ځایګي کې دی. د ممبۍ میلیاردرانو په ۲۰۰۸ ز کال کې د نړۍ د هر ښار په پرتله ترټولو د منځنۍ کچې لوړه شتمني درلوده. دغه ښار، د مهمو مالي مؤسسو او هندي شرکتونو او څو ملیتي شرکتونو درلودونکی دی. دغه ښار د هند د مخکښو ساینسي او اټومي مؤسسو کور هم دی. دغه ښار د بالیووډ او مراټي سینما صنعتونو کور هم دی. د ممبۍ سوداګریز فرصتونه له ټول هند څخه کډوال ور جذبوي.[28][29][30][31][32][33][34][35][36]
د ممبۍ نوم د ممبا یا مها -امبا څخه اخیستل شوی - د اصلي کولی ټولنې د سرپرست خدای (کولادیوتا) ممبادیوي نوم دی او په مراټي ژبه کې د "مور" معنی لري چې د کولي خلکو مورنۍ ژبه او د مهاراشترا ایالت رسمي ژبه ده. د کولي قوم اصلیت د کاتیاوار او مرکزي ګجرات څخه ده او د ځینو سرچینو له مخې دوی خپل خدای مومبا له کاتیاوار (ګجرات) څخه له ځانه سره راوړ، چېرته چې لا اوس یې هم عبادت کېږي. په هرصورت، نورې سرچینې بیا له دې خبرې سره همغږه نه دي چې ګواکې د ممبۍ نوم یې د مومبا له الهې څخه را اخیستل شوی وي.[37][38][39][40][41]
دغه ښار لپاره تر ټولو پخواني نومونه کاکاموچي او ګالاجنکجا دي. دا نومونه لا اوس هم کارول کېږی. په ۱۵۰۸ ز کال پرتګالي لیکوال ګاسپر کورییا په خپل لینډاس دا انډیا ("د هند افسانې") کې د "بومبیم" نوم کارولی دی. دغه نوم ممکن د ګالیشین - پرتګالي جملې څخه سرچینه اخیستې وي چې معنی یې "ښه کوچنۍ خلیج" ده او بوم بایم لاهم په پرتګالي کې کارول کیږي. په ۱۵۱۶ ز کال کې، پرتګالي سپړونکي Duarte Barbosa د Tana-Maiambu نوم وکارولو. داسې ښکاري چې تانا د تانې ښار ته نږدې ښارګوټی او میامبو ممبادیوي ته اشاره کوي.[42][43][44][45][46][47]
په ۱۶ او ۱۷ پېړیو کې ثبت شوي نور تغییرات دا دي: ممبۍن (1525)، بمبۍ (1538)، بمبۍین (1552)، بمبۍم (1552)، مونبای (1554)، مومبای (1563)، مومبای (1644)، بامبای (1666) ، بومباین (1666)، بومبیي (1676)، بون بي (1690) او بون باهایا. وروسته له هغې چې انګریزانو په ۱۷ پېړۍ کې د ښار واک ترلاسه کړ، دا پرتګالی نوم د انګریزې په بمبۍ نوم بدل شو. علي محمد خان، د ګجرات ایالت شاهي دیوان یا د عوایدو وزیر و چې په میرات احمدي کې په کال (۱۷۶۲) دغه ښار د منبای (Manbai) په نوم یاد کړی دی. [48][49][50][51]
فرانسوي مسافر لوئس روسلیټ چې په ۱۸۶۳ او ۱۸۶۸ کلونو کې له دغه هېواد څخه لیدنه وکړه او په خپل کتاب L'Inde des Rajahs کې چې په لومړي ځل په ۱۸۷۷ ز کال کې خپور شو وايي: "ایتیمولوژیسټانو دغه نوم په غلط ډول د پرتګالي بوا بهیا، یا (فرانسوي: "bonne bai) څخه اخیستی دی. "انګریزي:" Good bay")، نه پوهېدل چې د دې ټاپو ټیټیلر دیوي د لیرې پرتو لرغونو زمانو څخه، بمبا، یا ممبا دیوی او دا چې هغه اوس هم معبد لري".[52]
د شلمې پیړۍ په وروستیو کې دغه ښار په مراټي، کونکني، ګجراتي، کناډا او سندي کې د ممبۍ یا ممبای په نوم او په هندي کې د بامبۍ په نوم یادیږي. د هند حکومت په رسمي ډول د ۱۹۹۵ کال په نومبر میاشت کې د انګریزي نوم ممبۍ ته بدل کړ. دا د مراټي ملتپال شیو سینا ګوند په اصرار کې راغی چې د مهاراشترا ایالت ټاکنې یې ګټلې وې او په ټول هیواد او په ځانګړې توګه په مهاراشترا کې ورته د نوم بدلول یې وښودل. د سلیټ مجلې ته په پام، "دوی استدلال کولو چې 'بمبۍ' د 'ممبۍ' فاسده انګریزي نسخه او د بريټانوي ښکېلاکي واکمنۍ یو ناغوښتل شوی میراث دی." سلیټ دا هم ویلي "د بمبۍ د نوم بدلولو فشار د لوی غورځنګ برخه وه څو د مهاراشترا په سیمه کې د مراټي هویت پیاوړي کړي." په داسې حال کې چې ځینې اوسېدونکي او د نورو سیمو هندیان دغه ښار د ممبۍ په نوم یادوي. د دغه ښار نوم له غیر بمبي سره ذکر شوی چې په پایله کې احساساتي پاڅونونه کله ناکله د تاوتریخوالي سیاسي بڼه غوره کړې ده. [53][54][55][56][57][58][59][60][61]
د ممبۍ اوسیدونکو ته په مراټي ژبه کې ممبۍکار ویل کیږي چې په کې د kar وروستاړی د ښار اوسېدونکو په معنی دی. دغه اصطلاح د څه مودې لپاره کارول کېده خو د ممبۍ رسمي نوم له بدلولو وروسته مشهوره شوه. زړې اصطلاح ګانې لکه بمبایټ هم کارول کیږي.[62][63][64]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.