From Wikipedia, the free encyclopedia
مشتري (سمبول: ) د لمر څخه د واټن له مخې پنځمه او د لمریز نظام تر ټولو لویه سیاره ده. دغه له ګازو ډکه سیاره د لمریز نظام د ټولو نورو سیارو له ټولګې څخه دوه نیم ځلې لویه ده خو د لمر د کتلې له یو پر زرمې برخې څخه کوچنۍ ده. مشتري د ځمکې د شپې په آسمان کې له سپوږمۍ او زهرې وروسته دریمه ځلېدونکې سیاره ده. له تاریخ څخه د مخکې زمانو راهیسې لیدل شوې او د هغې د لویوالي له امله د رومیانو د خدایانو د خدای جوپیټر نوم ورباندې اېښول شوی.
مشتري اساسا له هایدروجن ګاز څخه جوړه شوې، خو هیلیوم ګاز د هغې د کتلې څلورمه او د هغې د حجم لسمه برخه جوړوي. په ډېر احتمال سره له درنو عناصرو څخه جوړه ډبرینه هسته هم لري، خو د نورو لویو سیارو په پرتله مشتري د کومې مشخصې جامدې سطحې درلودونکې نده. د داخلي انقباض له امله هغه له لمر څخه د اخیستونکې تودوخې په پرتله ډېره تودوخه تولیدوي. د چټک څرخېدلو له امله د دغې سیارې ډول مسطح کروي ډوله (oblate spheroid) دی؛ د استوا خواته یوه کوچنۍ خو پام وړ راوتنه لري. [1]
د مشتري چاپېریال د کم نوره حلقوي سیستم او پیاوړې جاذبې قوې (magnetosphere) لرونکی دی. د مشتري د مقناطیسي قوې کچه تر نږدې ۸۰۰ میلیونو کیلومتره پورې رسېږي، چې د خپلې ګاونډۍ سیارې زهرې تر مداره یې پیاوړتیا رسېږي. مشتري په ۱۶۱۰ ز کال کې د ګالیلو ګالیله له خوا د کشف شوو څلورو لویو سپوږمیو په ګډون ۸۰ پېژندل شوې او احتمالا نورې ډېرې سپوږمکۍ لري. ګانیمېډ، د دغو سپوږمکیو تر ټولو لویه د عطارد له سیارې زیات قطر لري.[2]
پیونر ۱۰ (Pioneer 10) لومړنی ستورمزلی توغندی و چې د ۱۹۷۳ ز کال د ډسمبر په میاشت کې دغې سیارې ته نږدې شو او له مشتري یې لیدنه وکړه. مشتري له هغه مهاله تر اوسه څو ځلې د روباټیکو ستور مزلو توغندیو (robotic spacecraft) په واسطه څېړل شوې، دغه څېړنې له ۱۹۷۳ ز کال څخه تر ۱۹۷۹ ز کلونو ترمنځ د پیونر او ویجور (Voyager) په ماموریتونو پیل او وروسته په ۱۹۹۵ ز کال کې د ګالیلو روبوټیک ستورمزلی مشتري ته ورسېد. په ۲۰۰۷ ز کال کې د نیوهاریزونز (New Horizons) څېړونکی ستور مزلی له مشتري لیدنه وکړه او د مشتري د جاذبې قوې څخه په ګټنه یې خپله چټکټیا زیاته او او د پلوتون مسیر ته یې ځان ورساوه. وروستی ستورمزلی چې له دغې سیارې یې لیدنه کړی جونو (Juno) دی چې د ۲۰۱۶ ز کال په جولای میاشت کې د مشتري مدار ته ننوت. د مشتري په سیستم کې د څېړنو په راتلونکو موخو کې په ایروپا (د ګالیله له خوا کشف شوې د مشتري دویمه لویه سپوږمکۍ) سپوږمکۍ کې په ډېر احتمال سره په یخ پوښل شوی مایع اقیانوس شاملېږي.[3][4][5][6][7]
د مشتري لپاره سیاروي سمبول، ♃، چې له یوناني زیتا (zeta) او یوې افقي کرښې اخیستل شوی، ⟨Ƶ⟩، او د زیوس (د سیارې لپاره یوناني نوم) مخفف دی.[8][9]
مشتري له دوه لویو ګازي سیارو څخه ده، چې تر ډېره د جامدې مادې پر ځای له ګازو او مایع جوړه شوې. په لمریز نظام کې تر ټولو لویه سیاره ده چې د استوايي کرښې اوږدوالی یې ۱۴۲،۹۸۴ کیلومتره (۸۸،۸۴۶ مایله) کېږي. د کثافت منځنی کچه یې ۱.۳۲۶ ګرام/ سانتی متر مکعب ده چې د کثافت له مخې په ګازي سیارو کې دوهمه خو ځمکې ته له ورته څلورو سیارو څخه یې د کثافت کچه کمه ده.[10][11]
د مشتري پورتنۍ فضا (اتومسفیر) نږدې له ۹۰ سلنه هایدروجن او ۱۰ سلنه هلیوم څخه جوړ شوی. له دې امله چې د هلیوم مالیکولونه د هایدروجن هغو په پرتله د ډېر کثافت لرونکي دي، نو د کثافت له مخې هایدروجن د مشتري د فضا (اتومسفیر) ۷۵٪ او هیلیوم ۲۴٪ جوړوي، پاتې یو سلنه نور ګازونه دي. د دغې سیارې په اتومسفیر کې په لږ کچه میتان، د اوبو بخار، امونیا او سیلیکاني ترکیبات شته. همدارنګه کاربن، ایتان، هایدروجن سلفاید، نیون، آکسیجن، فاسفین او سلفر په ډېره لږ اندازه په کې وجود لري. د اتومسفیر بهرنۍ طبقه یې د منجمدې امونیا کرستالونه هم لري. د انفرارېډ او ماورا بنفش اندازه اخیستلو له مخې په ډېره لږ کچه بنزین او هایدرو کاربنونه هم په کې موندل شوي. د مشتري داخلي برخه ډېر تراکم لرونکی مواد لري چې د حجم یا کثافت له مخې ۷۱٪هایدروجن، ۲۴٪ هیلیوم او ۵٪ نور عناصر لري.[12][13][14]
د دغې سیاري د مالیکولي جوړښت د ارزونې (spectroscopy) له مخې، زهل له مشتري سره د جوړښت له مخې ورته ښوول کېږي، خو نورې لویې سیارې لکه اورانوس او نیپتون نسبتا لږ هایدروجن او هیلیوم لري او د هغو پر ځای په نسبي توګه ورپسې نور زیات عناصر چې اکسیجن، کاربن، نایتروجن او سلفر په کې شاملېږي، لري. له دې چې د دغې سیارې سپک ترکیبات ټول د یخ په ډول دي له همدې امله ورته یخي سیارې (ice giants) ویل کېږي.[15][16]
مشتري ۸۰ پېژندل شوې سپوږمۍ لري. له دغو څخه ۶۰ یې له ۱۰ کیلومتره څخه لږ قطر لري. څلور غټې سپوږمۍ یې لو، ایروپا، ګانیمېډ او کالیستو دي، چې په ټولیز ډول د "ګالیله د سپوږمیو" په نوم پېژندل کېږي، او له ځمکې څخه د شپې په صاف آسمان کې په دوه سترګو دوربینونو لیدل کېدلای شي.[17][18][19][20]
د ګالیله له خوا د مشتري موندل شوې سپوږمۍ – لو، ایروپا، ګانیمېډ او کالیستو – په لمریز نظام کې تر ټولو لویې سپوږمۍ دي. د دغو سپوږمیو د دریو (لو، ایروپا او ګانیمېډ) مدارونه د لاپلاس ریزونانس په نوم نمونه جوړوي؛ چې په هرو څلور ځله تاوېدلو کې چې لو یې د مشتري په شاوخوا کوي، ایروپا په هماغومره مهال کې دوه دورې وهي او ګانیمېډ یوازې یو ځل راڅرخي. [21]
مشتری سطح د هایدروجن څخه تشکیل شوی ده. د مشتری په اتموسفیر کی هایدروجن، میتان او امونیاک دی.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.