Remove ads
From Wikipedia, the free encyclopedia
د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو العباس احمد المستعين بالله بن محمد المعتصم بن هارون الرشيد بن محمد المهدي العباسي الهاشمي القرشي (۲۲۱-) 3 شوال 252هـ/ 836 _ 866 زیږدیز) چي په عامه توګه د مستعين په نامه هم يادېږي، د عباسيانو د خلافت دوولسم واکمن وو. نوموړی د متوکل علی الله او واثق بالله عباسي ورور او مور یې د سیسیلی جزیرې سره اړه درلوده چي نوم یې مخارق وو.
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
قومي ډلې | |
دین |
مستعین بالله په ډېر کړکېچن وخت کي د عباسي خلافت چوکۍ ته ورسېدی، ځکه د نوموړي په وړاندي هغه ترکي جنرالانو چي مخکني دوه عباسي واکمنان یې هم وژلي وه پرلپسې ستونزه جوړولې او دئ یې مجبوره کړ تر څو د بغاکبیر په نوم د یو بل ترک جنرال په مرسته له سامرا څخه بغداد ته ولاړ سي. ترک جنرالان چي کله د نوموړي په تګ خبر سوه هڅه یې وکړه ترڅو بیرته یې سامرا ښار ته راولي خو مستعین نټه وکړه او له دې سره په خلافت کي د دوو ترک ډلو ترمنځ چي یوه یې د مستعین بالله او بله یې د ورور معتز بالله عباسي پلویان وه جګړه ونښتل. یاده جګړه چي څو میاشتي یې دوام وکړه پایله یې د معتز بالله په ګټه تمامه سول او مستعین بالله له خپلو پلویانو سره لمړئ له خلافته لیري او بیا د ترک جنرالانو د توطیې په ترڅ کي د 866 زیږدیز کال په جون کي ووژل سو. د مرګ پر وخت د مستعین بالله عمر 31 کاله وو.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.