مخابرات
مخابرات / From Wikipedia, the free encyclopedia
مخابرات د وایر، رادیو، نوري مزو او نورو برېښنايي لېږدوونکو سیستمونو په مرسته پر بېلابېلو ټکنالوژیو د معلوماتو لېږل دي. پیدایښت یې د داسې واټن د له منځه وړلو له هیلې را پیدا شوی چې د انسان غږ په کې نه رسېږي او غواړي په داسې ډول ورسېږي لکه مخامخ چې ناست وي، ځکه نو د نورو ورو سیستمونو (لکه د پوست له لارې لېږل) په دې برخه کې نه راځي.[1][2]
په مخابراتو کې لېږدوونکې رسنۍ د ټکنالوژۍ د بېلابېلو پړاوونو په جریان کې له څراغونو او نورو بصري سېګنالونو (لکه د لوګي سېګنالونه، سمافور تلګرافونه، د سېګنال بیرغونه او نوري هیلوګرافونه)، برېښنايي کېبلونو او د رڼا په څېر الکترومقناطیسي وړانګو څخه جوړې شوې دي. دا ډول لېږدوونکي مسیرونه تر ډېره په ارتباطي کانالونو وېشل کېږي چې ځانګړنه یې په هممهاله ډول د څو اړیکو یو ځای کول دي چې مخابرات یې جمع ډول دی.
تر معاصرې دورې مخکې د لرې واټن اړیکو په نورو بېلګو کې غږیز پیغامونه لکه د ډهول وهلو کوډ شوي ضربات، د پوکي وهلو په مرسته هارنونه او لوړ اواز لرونکې شپېلۍ شاملې وې. د لرې واټن د اړیکو لپاره د شلمې او یووشتمې پېړۍ په ټکنالوژۍ کې برېښنايي او الکترومقناطیسي ټکنالوژۍ لکه ټلګراف، ټېلېفون، تلویزیون، ټېلېفوني پرېنټر، شبکې، راډیو، د لنډو څپو لېږد، نوري مزي او ارتباطي سپوږمکۍ شاملې دي.
په بېلینه اړیکو کې انقلاب د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسیزه کې د فزیک د نوبل جایزې ګټونکي «ګوګلیلمو مارکون» او د برېښنايي او الکترونیکي مخابراتو په برخه کې د نورو مخکښو مخترعانو لهخوا په رادیويي اړیکو کې له بېساري پرمختګ سره پیل شو. په دې کې چارلېز واټسټون او ساموېل مورس (د ټلګراف مخترعان)، انټونیو موچي او الکساندر ګراهم بېل (د ټېلېفون مخترعان او پراخوونکي)، اډوین ارمسټرانګ او لي ډي فورسټ (د راډیو مخترعان)، ولادیمر کې زوریکن، جان لوجي بایرډ او فیلو فارنسورت (د تلویزیون ځینې مخترعان) شامل وو.
د رادیويي مقرراتو د ۱.۳ مادې پر اساس مخابرات «د لین، رادیو، نوري مزي یا نورو الکترو مقناطیسي سیستمونو په مرسته د هر ډول نښانو، سېګنالونو، لیکنو، تصویرونو او غږونو او هر ډول ماهیت لرونکي هوش لېږد، خپرول او ترلاسه کول دي.» دغه تعریف د مخابراتو د نړیوالې اتحادیې په اساسي قانون او کنوانسیون کې له شته تعریف سره یو ډول دی.
لومړۍ مخابراتي شبکې د سېګنال د لېږد لپاره د فزیکي وسیلې یا رسنۍ په توګه له مسي لینونو جوړې شوې. دغه شبکې څو کاله د ټېلېفون د لومړنیو خدمتونو یعنې غږ او ټېلېګرام لپاره کارېدې. د ۱۹۹۰یمې لسیزې په منځنیو کلونو کې چې د انټرنېټ استفاده ډېره شوه، په تدریج سره ډېټا د غږ ځای ونیو. دغه کار د ډېټا په لېږدولو کې د مسي لین محدودیتونه څرګند کړل چې د نوري مزي د پراختیا لامل شول. [3][4][5]