From Wikipedia, the free encyclopedia
محمد بن عبدالوهاب بن سلیمان التمیمي (محمد د عبدالوهاب زوی د سلیمان التمیمي لمسی، زوکړه ۱۷۰۳ز کال ـــ مړینه ۱۷۹۲ز کال.) یو عرب مسلمان عالم، فقیه، دعوتګر، فعال، مذهبي مشر، اصلاح کوونکی، او د جزیرة العرب په مرکز نجد کې یو فقیه و، چې د وهابي خوځښت بنسټ ایښودونکی ګڼل کیږي. د هغه نامتو زده کوونکي د هغه زامن حسین، عبدالله، علي او ابراهیم، د هغه لمسی عبدالرحمن بن حسن، د هغه زوم عبدالعزیز بن محمد بن سعود په ګډون حماد ابن ناصر ابن معمّر او حسین الغنّام وو.[6][7][8][9][10][11]
زېږونځای | |
---|---|
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه |
۲۲ جون ۱۷۹۲[3] |
مړينې ځای | |
ژبې | |
دنده | |
نامتو زدهکوونکی |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
د "وهابي" لقب د هغه لارویانو لخوا نه دی غوره شوی بلکې ډېری د لودیځوالو پوهانو او همدارنګه د ده نیوکوالو لخوا کارول شوی دی. محمد بن عبدالوهاب د فقیهانو په یوه کورنۍ کې زيږېدلی، د ده لومړنۍ زده کړې د یو ښه او منظم نصاب پر بنسټ د حنبلي مذهب له فقهې څخه عبارت وې چې د ده په ټاټوبي کې تر ټولو غوره او مروج د زده کړو سېسټم و. هغه د اصیلو اسلامي قوانینو په کلکه رعایت ته خلک را وبلل، د منځنیو پیړیو نظریو او شرحو باندې د تکیه کولو پر ځای د قرآن او حدیثو نصوصو ته راستنیدل یې اړین وبلل، او ټینګار یې وکړ چې هر مسلمان - نارینه او ښځینه – باید په خپله د قرآن لوستنه او مطالعه وکړي.[12][13][14][15][16][17][18][19][20][18][21][22][23][24][25][26][22]
هغه د تقليد (پټو سترګو منلو) مخالفت وکړ او اجتهاد (د نصوصو د څېړنې له لارې د خپلواک صحیح استدلال) کول یې اړین وبلل. ابن عبدالوهاب د سني مذهب لومړنۍ دودیزې زده کړې درلودې، هغه په تدریجي ډول د ډیرو مشهورو، لا تر اوسه جنجالي، مذهبي کړنو سره مخالفت ښکاره کړ لکه د مسلمانو اولیاوو د زیارتونو او مقبرو څخه لیدنه او مقدس ګڼل، چې هغه یې بدعت یا ان تر دې چې له بت پرستۍ سره یې برابر بلل. د ټولنیز سمون او اصلاح لپاره په ټولنه کې د هغه دعوت د توحید (د خدای وحدانیت) اصل پر بنسټ ولاړه و.
سره له دې چې د هغه ښوونې او نظریې د هغه پلار او ورور (سلیمان بن عبدالوهاب) په ګډون د وخت د ډیرو سني عالمانو لخوا رد او مخالفت ورسره وشو، ده له محمد بن سعود سره د دیني او سیاسي معاهدې له لارې د الدرعیة د امارت یعنې د سعودي لومړني حکومت په جوړولو کې مرسته وکړه او د دوی کورنیو تر منځ یې د خانداني یووالي او د واک ویش پیل کړ چې تر نن ورځې پورې د سعودي عربستان په پاچاهۍ کې هماغه لړۍ دوام لري. آل الشیخ، د سعودي عربستان مخکښه مذهبي کورنۍ، د ابن عبد الوهاب اولاده ده، او په تاریخي لحاظ یې د سعودي په دولت کې د دیني عالمانو مشري کړې او د دولت دیني ادارې په لاس کې لري.[27][28][26][29][27][30][26][31][16][13][32][33]
ویل کیږي چې محمد بن عبد الوهاب په 1703 ز کال کې په مرکزي عربستان، نجد سیمه کې د عیینه په کلي کې د بنو تمیم په ځایي او بې وزله عربه قبیله کې زیږیدلی و. د وهابي خوځښت تر ظهور وړاندې په سيمه کې د اسلامي زده کړو تاريخ ډېر محدود و. له همدې امله ابن عبدالوهاب په ځوانۍ کې اسلامي زده کړو ته لږ لاس رسی درلود. خو بیا هم په دغه سیمه کې د سني فقهې د حنبلي مذهب یو شمیر د پام وړ فقیهانو شتون درلود، هغه فقهي مذهب چې په دې سیمه کې په پراخه کچه عمل پرې کېدو. په حقیقت کې د ابن عبدالوهاب خپله کورنۍ کې هم زیات شمیر دیني عالمان شته وو چې د ده پلار عبدالوهاب د نجد یو حنبلي مذهبه مفتي و او د ده نیکه سلیمان د حنبلي مذهب قاضي و.[34][35][36][37][38][39][40][41][42]
ابن عبدالوهاب لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه کړې، چې د قرآن له زده کړې او حفظ او د حنبلي فقهې او د عقایدو له ټیټې کچې زده کړو څخه لکه څرنګه چې د ابن قدامة المقدسي (مړینه: ۱۲۲۳ز کال) په اثارو کې راغلي دي، عبارت وې، ابن قدامه د منځنیو پېړیو د حنبلي مذهب یو مخکښ عالم و چې آثار یې په نجد کې "زیات معتبر او ارزښتمن" بلل کېدل. په اولیاوو باندې عقیده او د خدای په فضل سره د معجزو (کرامت) په ترسره کولو کې د اولیاوو وړتیا په ټوله اسلامي نړۍ کې د سني مسلمانانو د عقیدې یو لوی اړخ ګرځیدلی و چې د ډیری پخوانيو عالمانو لخوا منل شوی هم و. ابن عبدالوهاب په خپله سیمه کې د خلکو له خوا د اولیاوو د تقدیس او پرستښ اړونده بېلابېلو افراطي عقیدو او کړنو سره مخ و. په هغه زمانه کې ګڼ شمېر عقیدو او دودونو چې له کوډو، خرافاتو، غیب ویلو، د اعدادو له مخې بخت کتنې او نورو رواجونو پورې یې اړه درلوده، د جزیرة العرب په زیات شمېر ښارونو او کلیو کې په پراخه کچه شتون درلود. ویل کېږي چې دی له نجد څخه د دې لپاره ووت تر څو څېړنه وکړي چې ایا دا ډول عقیدې او دودونه د اسلامي نړۍ په نږدې او ګاونډیو ځایونو کې هم شتون لري او که د ده پلرنی مېنه کې د صحیح او پوره زدکړو د نه شتون له کبله را منځته شوي دي. خو لا تر اوسه هم د هغه له لوري د نجد د پرېښودلو لامل روښانه نه دی.[43][44][45][46][47][48]
ابن عبدالوهاب د شلو کلونو په عمر کې له عُیینې څخه له وتلو وروسته، په مکه مکرمه کې د حج فريضه ادا کړه، چې د هغه ځای د عالمانو نظریې او ښوونې ده ته په زړه پورې نه وې. له دې وروسته مدینې ته ولاړ، او داسې ښکاري چې هلته پاتې کېدل "د هغه د فکر د وروستي لوري په جوړولو کې ټاکونکی رول درلود." په مدینه منوره کې یې د نجد له یوه حنبلي فقیه عبدالله بن ابراهیم النجدي سره ولیدل چې د ابن تیمیه (مړینه: ۱۳۲۸ز کال) د وروستیو حنبلي اثارو او نظریو ملاتړی و، څوک چې تر هغه نېټې پورې د منځنیو پېړیو یو لانجمن عالم او ښوونې یې د ګڼ شمېر مهمو موضوعاتو په اړه د سني مسلمانو د غوڅ اکثریت عالمانو له نظره د تېرو سره په مخالفت کې او غلطې ګڼل کېدې. [49][50][51][52][53]
د ابن عبدالوهاب ښوونکي عبدالله ابن ابراهیم بن سیف دغه ځوان په مدینه کې محمد حیات السندي ته چې د تصوف نقشبندیه طریقې پورې یې تړاو درلود ولېږه او د زده کوونکي په توګه یې وروپېژاند. محمد ابن عبد الوهاب او السندي ډېر سره نږدې شول او ابن عبد الوهاب د څه مودې لپاره ورسره پاتې شو. محمد حيات السندي محمد ابن عبد الوهاب ته دا ښوونه وکړه چې د وليانو او د هغوی د قبرونو سره تړلي مشهور مذهبي دودونه رد کړي. هغه دی دې ته هم وهڅاوه چې د منځنيو پېړيو د فقهي آراوو او نظریو تقليد رد کړي او د نصوصو څېړنه (اجتهاد) وکړي. ابن عبد الوهاب د السندي له لارښوونو څخه اغېزمن شو او شته مذهبي سېستم یې رد کړ او هغه یې دې ته وهڅاوه چې په خپل فکري طریقه کې د فقهې اصول په پام کې و نه نیسي. ابن عبدالوهاب په خپلو لیکنو کې ډېر کم له فقهې او نورو بېلابېلو نظریو څخه کار اخیستی او د ده نظریې په ټوله کې له نصوصو څخه د مستقیم درک او پوهې پر بنسټ ولاړې دي.[54][55][56][57][58][59]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.