![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/aa/Expedition_2_insignia.svg/langps-640px-Expedition_2_insignia.svg.png&w=640&q=50)
لېږد ۲
From Wikipedia, the free encyclopedia
لېږد ۲ (انگلیسي: Expedition 2) نړیوال تشیال تمځای (International Space Station, ISS) ته د ستورمزلو دوهم اوږد-مهاله ماموریت دی چې د لېږد ۱ وروسته سمدستي ترسره شو. د دې ماموریت ستورمزلي د ۲۰۰۱ له مارچ څخه تر اگسټ پورې په تمځای کې پاتې شول. دې ستورمزلو د تشیال تمځای په ترمیم، جوړولو او چارندولو (فعالولو) کې برخه واخیسته، د لومړني تشیال سیلاني (space tourist) ډېنیس ټیټو (Dennis Tito) کوربهتوب او مېلمهپالنه یې وکړه، او ځینې ساینسي ازموینې یې ترسره کړې.
چټک مالومات عمومي معلومات, مهمې پېښې ...
تړل
روسي یوري اوساچوف (Yuri Usachev) د دې ماموریت قومندان او د سوزېن هیلمس (Susan Helms) او جېمز واس (James Voss) په نامه دوه امریکایان د الوتنې چلوونکي (flight engineers) ول. همدې ستورمزلو یو کال مخکې نړیوال تشیال تمځای ته د ۲۰۰۰ په می کې یو بل لس ورځنی ماموریت هم ترسره کړی وو.