لیبیا
From Wikipedia, the free encyclopedia
ليبيا رسمي نوم يې د ليبيا دولت (دولة ليبيا) د شمالي افريقا په مغرب سيمه کې پروت هېوادی، چې شمال لور ته يې د مديترانې سمندر، ختيځ ته يې مصر، سويل ختيځ ته يې سوډان، سويل ته يې چاد، سويل لويديځ ته يې نيجر، لويديځ ته يې الجزاير، شمال لويديځ ته يې تونس پراته دي، له مالټا او ترکيې سره سمندري پوله لري. دا خپلواک هېواد له درې تاريخي سيمو جوړ شوی دی: طرابلس، فزان او برقة. د ۷۰۰۰۰۰ ميل مربع (یو اعشاريه اته ميليونه کيلو متره) سیمې په لرلو سره، ليبيا په افريقا کې څلورم ستر هېوا دی، له الجزاير وروسته په عربي نړۍ او عرب اتحاديې کې څلورم ستر هېواد او په نړۍ کې شپاړسم ستر هېواد دی. ليبيا په ټوله نړۍ کې په لسمه شمېره د تیلو ثابتې زېرمې لري. ددغه هېواد، ستر ښار او پلازمېنه طرابلس دی، دا ښار د ليبيا په لويديځ کې موقعيت لري، د ليبيا د اووه ميليونه خلکو له ډلې، له درې ميليونو نه زيات يې په دې ښار کې ژوند کوي.[5][6][7][8][9][10][11]
لیبیا | |
---|---|
بیرغ | نښان |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 27°شمال 17°ختيځ / 27; 17 [1] |
پراخوالی | 1759541 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | ترابلس |
رسمي ژبې | عربي ژبه [2] |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱۵ اگسټ ۱۵۵۱، ۲ مارچ ۱۹۷۷، ۱ سپټمبر ۱۹۶۹، ۲۴ ډيسمبر ۱۹۵۱ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 20 کلن |
بې کارۍ کچه | 19 سلنه (۲۰۱۴)[3] |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | د لیبیا دینار |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [4] |
رسمي وېبپاڼه | |
د هيواد کوډ | LY |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +218 |
په ليبيا کې بربريان د ژېړو له پړاو نه ژوند کوي، دوی د Iberomaurusian ا و Capsian د کلتورونو زوزات دی. په لرغوني پړاو کې فنیقيانو د ليبيا په لويديځ کې ښاري دولتونه او سوداګريز مرکزونه جوړ کړل، په داسې حال کې چې په ډېرو وروستيو وختونو کې عثمانيانو د ليبيا شمالي ساحلي ليکې په خپل واک کې لرلې. مخکې تر دې چې دا ټوله سيمه د عثماني طرابلس برخه شي، د ليبيا پر يو شمېر سيمو په بېلا بېلو وختونو کې د کارتاژنيانو، پارسيانو، مصريانو او مقدونيانو له خوا حکومت شوی. ليبيا د مسيحيت لومړی مرکز و. د لويديځې رومي سترواکۍ تر ړنګېدو وروسته، تر اوومې پېړۍ پورې، کله چې يرغلونو دې سيمې ته اسلام راوړ، ليبيا تر ډېره بريده د ونډاليانو له خوا نيول شوې وه. په شپاړسمه پېړۍ کې هسپانوي سترواکۍ او سينټ جان طرابلس ونيو، تر دې چې په ۱۵۵۱ز کال کې عثماني واکمني پيل شوه. ليبيا د اتلسمې او نولسمې پېړۍ په بربري جګړو کې ښکېل هېواد و. په دې سيمه کې عثماني واکمنۍ تر هغه وخته دوام پيدا کړ، تر څو د ايټاليې او ترکانو جګړه پيل شوه، چې په پايله کې يې ايټاليې ليبيا ونيوله او دوه مستعمرې يې رامنځ ته کړې، ايټالوي طرابلس او ايټالوي سرنايکا (۱۹۱۱-۱۹۳۴ز)، وروسته همدا سيمې، بيا د متحدې ايټالوي ليبيا د مستعمرې په توګه راڅرګندې شوې (۱۹۳۴-۱۹۴۷ز).[12]
د دويمې نړيوالې جګړې په اوږدو کې، ليبيا د شمالي افريقا په جګړو کې د جنګ ډګر و. له دې وروسته ايټالوي حضور کم شو. په ۱۹۵۱ز کال کې ليبيا د پاچهي نظام په توګه خپلواکي تر لاسه کړه. د معمرالقذافي په مشرۍ يو ائتلاف په ۱۹۶۹ز کال کې يوه سپينه کودتا تر سره کړه، پاچا ادريس لومړی يې له واکه لرې کړ او جمهوريت یې رامنځ ته کړ. ناقدينو قذافي ته د ديکتاتور په سترګه کتل، نوموړي په داسې حال کې چې د شاهي کورنۍ غړی نه و، بيا يې هم په نړيواله کچه تر ټولو زياته واکمني وکړه، د دوه څلوېښتو کلونو لپاره واکمن و. هغه په ۲۰۱۱ز کال کې د ليبيا د کورنۍ جګړې پر مهال له واکه وغورځول شو او ووژل شو او د ليبیا واک عمومي ملي کانګرس ته ولېږدول شو. په ۲۰۱۴ز کال کې، دوو سيالو مقاماتو، د ليبيا د واکمنۍ ادعا وکړه، هېواد يې بې ثباته کړ او دویمه کورنۍ جګړه رامنځ ته شوه، ليبيا د دوو دولتونو تر منځ ووېشل شوه، چې يو يې طبرق او بل يې په طرابلس کې مېشت دی، خو په ورته وخت کې ګڼې قومي او اسلامي ملېشې هم شته. په جګړه کې ښکېلو دوو اړخونو، د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر په دروېشتمه نېټه د دایمي جنګ بندۍ تړون لاسلیک کړ او یو ائتلافي حکومت واک په لاس کې واخيست.[13][14][15][16][17][18][19]
ليبيا د ملګرو ملتونو (له ۱۹۵۵ز) نه، د بې پری خوځښت، عربي اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او اوپیک غړی دی. د دې هېواد رسمي دين اسلام دی، د ليبيا شپږ نوي اعشاريه شپږ ميليونه وګړي سني مسلمانان دي.