دتلو او ښنگرو درد اراموي: هغه کسان، چې دتلو او ښنگرو په برخه کې درد لري، که دلیمو پوست واخلي او پر هغه ځای ېې کیږدي، چې درد کوي، دوخت په تیریدو به زیانمن ځایونه له زهري مواد پاک شي.
کولرا ناروغي له منځه وړي: لیمو داسې مواد لري او دانټيپیټک په څېر فعالیت کوي، دهغوو بکتریا پر ضد فعالیت کولای شي، چې دکولرا ناروغۍ لامل گرځي. دڅیړنو له مخې دلیمو اوبه که له اوبو سره گډې شي او په منظمه توگه وکارول شي، په دې کې به مرستندویه ثابتې او کولرا ناروغي به له منځه یوسي.
زکام او ریزش له منځه وړي: لیمو موسمي زکام او ریزش له منځه وړي، دا داسې نسخه ده، چې په کور کې هم تیاریږي، دوه لیمو که له نیم لیتر گرمو اوبو سره گډې شي او یوه کاشوغه شات ور زیات شي، که ناروغه له خوب وړاندې یو گیلاس وڅښي ډیر ژر به ښه شي.
قبضیت له منځه وړي: که څوک قبضیت لري او غواړي، چې له دی ناروغۍ خلاص او له بدنه یې زهري مواد ووځي که هر سهار په نهاره لیمو + گرمې اوبه + شات گډ کړي او بیا وڅښل شي، ډیر ژر به یې قبضیت له منځه ولاړ شي.
په هضم کې مرسته کوي: لیمو هم هغه مواد لري، چې دمعدې او هضم لپاره گټور دي، لیمو دگېډې دپړسوب مخه نیسي او که څوک دخیټې پړسوب لري، په منظمه توگه لیمو وکاروي، دخیټې پړسوب به یې له منځه ولاړ شي.
دپښو استراحت کې مرسته کوي: له اوږدې ورځې کار او ستړیا له کبله پښې دستړیا احساس کوي، که چیرې مو قدمونه ډیر درد کوي ، که لږې گرمې اوبه په یوه لوښي کې واچوئ، دلیمو اوبه ور زیاتې کړې، پښې په کې کیږدئ، ډیر ژر به دارام احساس وکړي، دخوب احساس به وکړئ.
د پړسیدلی ورۍ درد اراموي: که ورۍ مو پړسیدلې وي، که لږه مالگه دلیمو له اوبو سره گډې کړې، درد به مو ارام شي، پردې سربېره که دلیمو پوست پر پړسیدلي ځای کیږدي، درد به ارام شي او پړسوب به مخ په ښه کېدو شي.
د معدې لپاره درمل دي: که څوک دمعدې له سوزش څخه سر ټکوي، که یو گیلاس گرمې اوبه له یوې کاشوغې لیمو اوبو سره گډې کړي دا ستونزه به یې له منځه ولاړه شي.
"Production/Crops of Lemons and Limes, World by Countries". Food and Agriculture Organization of the United Nations, Statistics Division (FAOSTAT). 2014. Archived from the original on 22 November 2016. نه اخيستل شوی 22 November 2015.{{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
Wikiwand in your browser!
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.