![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/8b/Alfred_the_Great_silver_coin.jpg/640px-Alfred_the_Great_silver_coin.jpg&w=640&q=50)
لوی الفرد
From Wikipedia, the free encyclopedia
لوی الفرد (په انګلیسي: Alfred the Great؛ زوکړه: ۸۴۸/۸۴۹ زکال – مړینه: د ۸۹۹ زکال د اکتوبر ۲۶ مه) له ۸۷۱ زکال څخه تر نږدې ۸۸۶ زکال پورې د لویدیځو ساکسونانو پاچا او له شاوخوا ۸۸۶ زکال څخه په ۸۹۹ زکال کې د مړینې تر مهاله د انګلو – ساکسونانو پاچا و. نوموړی د پاچا اتلولف او د هغه د لومړۍ مېرمنې آزبوره، کوچنی زوی و چې دواړه د الفرد د ځوانۍ پر مهال مړه شول. د الفرد درې وروڼه اتلبالډ، اتلبرت او اتلرد په نوبت سره له هغه وړاندې پاچایان و. د الفرد د واکمنۍ پر مهال پام وړ پوځي او اداري اصلاحات رامنځته شول چې په انګلستان کې د تل پاتې بدلونونو لامل وګرځېدل. [7]
لوی الفرد | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۰۸۴۹[1][2][3][4][5] |
مړینه | 26 اکتوبر 899 (49–50 کاله)[6] ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، ليکوال [5]، پاچا ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | زړه انگليسي ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
الفرد واک ته له رسېدو وروسته څو کلونه د وایکېنګانو د بریدونو پروړاندې په مبارزې تېر کړل. نوموړي په ۸۷۸ زکال کې د اډینګټون په جګړه کې پرېکنده بریا ترلاسه کړه او له وایکېنګانو سره یې د هوکړې په کولو سره انګلستان د انګلو ساکسونانو په قلمرو او وایکېنګانو تر واکمنۍ لاندې دانلا باندې ووېشه چې له شمالي انګلنډ، شمال ختیځ مېډلنډ او ختیځ انګالیا څخه جوړېده. الفرد همدارنګه عیسویت ته د وایکېنګي واکمن ګوتروم په اوښتو نظارت درلود. نوموړي د وایکېنګانو له خوا ځانته د اړوند قلمرو د نیولو د هڅو پر وړاندې دفاع وکړه او د انګلستان په حاکم واکمن واوښت. د هغه د ژوندانه اړوند جزیات د نهمې پېړۍ د ولزي کشیش او څېړونکي آسر په اثر کې شرح شوي دي. [8]
الفرد د یو روزل شوي او مهربانه کس په توګه د خپل مهربانه خوی او سم قضاوت له مخې روزنیز اقدامات هڅول او وړاندیز یې کاوه چې ابتدایي زده کړې د لاتین پر ځای په انګلیسي ژبه شي. نوموړی همدارنګه د حقوقي سیستم، پوځي جوړښتونو او د خپلو خلکو د ژوندانه معیار د لوړولو له امله شهرت لري. په ۱۶ مه پېړۍ کې نوموړي ته د «لوی» لقب ورکړل شو.