لاوا
From Wikipedia, the free encyclopedia
لاوا ويلې شوې يا نيمه ويلې شوې ګاره (ماګما) ده، کومه چې د ځمکه لورنکې سياري (لکه ځمکه) يا سپوږمۍ له داخل څخه د هغې سطحې ته راوتلې وي. شونې ده چې لاوا له اورشېندي يا په قشر کې له چاودونو څخه راووځي، يا ځمکې ته راوځي يا له اوبو لاندې راوځي، عموماً له ۸۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ سانتيګراد (۱۴۷۰ څخه تر ۱۱۹۰ فارنهايت) په تودوخه کې چاودنه کوي. له دې وروسته د منځ ته راغلي يخوالي په پايله کې جوړ شوی اورشېندې ګارې ته هم لاوا ويل کېږي.
د يوې لاوا بهېدل د يوې خوټکېدونکې چاودنې پر مهال د لاوا دباندې بهېدل دي. انفجاري چاودنه د اورشيندي د ايرو او نورو ټوټو ګډوله منځ ته راوړي چې د لاوا د بهېدو پر ځای «ټيفرا» بلل کېږي. د ډېريو لاواګانو ټينګوالی (غلظت/سرېښناکوالی) د روب (شيره/زوښه) په اندازه وي، له اوبو څخه له شا اوخوا ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې زیات. له يخېدو مخکې چې د سختېدو لامل ګرځي، لاوا تر ډېر واټن پورې بهېدای شي، ځکه چې د هوا په وړاندې لوڅه شوې لاوا په تېزۍ سره يو سخت قشر جوړوي، کوم چې پاتې مايعه لاوا سره جلا کوي، په ګرمه ساتلو کې له هغې سره مرسته کوي او په هومره اندازه يې نرمه ساتي، څو بهېدو ته دوام ورکړي.[1]
لاوا ټکی له ايټاليې ژبې اخيستل شوی دی او احتمالاً د لاتيني ژبې له « labes» ټکي څخه ايستل شوی دی، د کوم معنا چې ده غورځېدل يا ښوېدل. د سطحې له لاندې څخه د «ماګما» د راوتلو په اړوند د دې ټکي لومړۍ پېژندل شوې کارونه په يو لنډ روايت کې شوي چې د ۱۷۳۷ز کال د «وزويوس» د چاودنې په اړه و، دا روايت «فرانچسکو سرايو» ليکلی، چا چې «د اور لرونکې لاوا بهېدل»، له سخت باران څخه وروسته د اورشېندي په شا اوخوا کې (لهر) د اوبو او خټو له لاندې بهېدو سره د تشبيه په توګه تشریح کړی و.[2][3][4]