نښان | لنډنوم | مالومات |
| زغرد | په ليکنه کې دا يو ټکي يا غونډال (جمله) زغردوي (پېړوي) یې. |
| رېوند | دا ټکي یا جملې کږوي يا رېوند کوي یې. |
| تړنه | دا لېنک يا تړنه ورټومبي چې بهرنۍ تړنه وي نو د يو لیندۍ (براکېټ) [] په مېنځ کې ټکی ليکل کېږي او چې کورنۍ تړنه وي نو د دوه لیندیو (براکټونو) [[]] ترمنځ هغه ټکی ليکل کېږي د کوم تړل يا لنک کول چې تاسې غواړئ. |
| دوتنه خښول | د دې په لاره تاسې يو انځور يا دوتنه ورټومبلای شئ، چې په دې کلِک وکړئ نو تاسې ته به ډېر اپشن درکړل شي چې د دوتنې نوم ورکړئ۔ |
| نو ويکي فارمنټنگ | چې تاسې دا وکاروئ نو بيا دوي ترمېنځ د ويکي ځانگړي کوډونه کار نه کوي |
| لاسليک | هر کله چې تاسې چا ته پيغام ورکړئ نو بيا دا بټن وښایئ. ددې په لاره ستاسې لاسليک ورټومبل کېږي، خو دا لاسليک تاسې صرف د خبرو اترو او پروژو پر مخ کارولی شئ نور په ليکنو کې ددې اجازه نشته. که تاسې دا (~~~~)هم وليکئ نو هغه به په خپله ستاسې لاسليک کې بدل شي. |
| نوې کرښه | ددې بټن په لاره تاسې يوه کرښه پرېږدئ او د نوې کرښې څخه ليکل پیل کوئ |
| جگليک | دا ځینې ليکلو بڼه (سایز) کوشنی (وړوکی) کوي او هغه بيا د پورته ليکي، لکه که موږ لومړی نوم <sup>دویم نوم</sup> وليکو نو هغه به داسې ښکاري: لومړی نوم دویم نوم
|
| ټيټليک | دا ځینې ليکلو بڼه (سايز) کوشنی کوي او هغه بيا لږ لاندې ليکي، لکه که مونږ لومړی نوم <sub>دویم نوم</sub> وليکو نو هغه به داسې ښکاري: لومړی نوم دویم نوم |
| وړوکی | دا ټکي کوشني ليکي لکه که زه پښتو <small>پښتو</small> وليکم نو د هغه پايله به دا وي:پښتوپښتو |
| د انځورونو انځورتون | دا د يو څخه زيات انځورونه ورټومبي. |
| گولۍ دايره لړليک | دا بېلو بېلو کرښو ته د لړليک شکل ورکوي. |
| سرچينه | په دې بټن سره تاسې سرچينه ورگډولی شئ |
| لښتيال | په دې بټن سره تاسې لښتيال (جدول) يا ټيبل ورگډولای شئ |