فلسطین
په لوېديځه اسيا کې يوه جغرافيايي سيمه / From Wikipedia, the free encyclopedia
فلسطین (په عربي ژبه کې: فلسطين، په یوناني ژبه کې: Παλαιστίνη, Palaistinē، په لاتین ژبه کې: Palaestinaو په عبراني ژبه کې: פלשתינהPalestina ) په لوېديځه اسيا کې یوه جغرافيايي سيمه ده چې اسرائيلو لوېديځه غاړه، د غزې تنګی په ځینو تعریفو نو کې د اردن لوېدیځه سیمې تر پوښښ لاندې راولي.
فلسطین | |
---|---|
کلونو ترمنځ | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 31.625321°شمال 35.145264°ختيځ / 31.625321; 35.145264 |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د عمر محدودیتونه | |
نور مالومات | |
تګلوری | ښي لورۍ |
رسمي وېبپاڼه | |
دا نوم د لرغونو یوناني لیکوالانو له لوري کارول کېده او ورپسې د روم یهودیه ولایت ته چې د سوریې فلسطین نوم ته واړول شوو وکارل شو. د بیزانس په دوره کې، دا نوم د لومړي فلسطین او دویم فلسطین د ولایتونو لپاره کارول کېده او د مسلمانانو په لاس د شام له فتحې وروسته، د جند فلسطین پوځي ولسوالي تاسیس شوه. د دې سیمې پولو د تاریخ په اوږدو کې بدلون موندلی. له سیاسي اړخه په دې تعریف شوې سیمه کې زیاتره انجیلي ادعا شوې برخې ګډون لري چې د اسرائیلو د خاورې (په عبرانی ژبه کې: ארץ־ישראלو رومي بڼه یې: Eretz-Yisra'el)، مقدسه ځمکې یا ژمنه شوې ځمکې په نوم یادېږي او د پراخې سویلي سیمې برخې چې په کې کنعان، سوریه، الشام ښار، او سویلي شام ښار ګډون لري، استازیتوب کوي. [1]
فلسطین چې د یهودیت او عیسویت د زېږون ځای دی، د دین، دود، سوداګرۍ او سیاست د څلورلارې په توګه ګډوډ تاریخ لري. په دې سیمه کې د برونزو په زمانه کې کنعانیان استوګن شول او د اوسپنې په زمانه کې، د اسرائیلو او یهودا تر نومونو لاندې دوې اسرائیلي اړونده پاچاهیو ظهور وکړ. نوموړې سیمه وروسته د بېلا بېلو سترواکیوو لکه نیو-آشورو نیو بابل او د فارس هخامنشي تر واک لاندې راغله. د هلېنستي واکمنۍ په وړاندې پاڅونونو دا سیمه د یهودي هشموني کورنۍ تر سلطنت لاندې د لنډې مودې لپاره د خپلواکې سیمې په توګه راوسته، خو په تدریجي توګه د روم د سترواکۍ برخه شوه. دا سیمه په اوومه پېړۍ کې د راشدینو خلفاوو په لاس فتحه شوه او په سیمه کې یې د بیزانس واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود چې وروسته اموي، عباسي او فاطمي خلافتونه د هغې ځایناستې شول. فلسطین د صلیبی جګړو له دورې وروسته، چې په دې موده کې د عیسویت او اسلام ترمنځ د شخړې مرکز وو، په پراخه کچه مسلمان شو. په ۱۳ پېړۍ کې د مملوک د سلطنت د سوریې ولایت برخه او له ۱۵۱۶ ز کال وروسته، د عثماني سترواکۍ برخه شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې انګلستان له عثمانیانو څخه ونیو او تر ۱۹۴۸ ز کال پورې یې د ملتونو د ټولنې تر ملاتړ لاندې تر واک لاندې ونیو.
نوموړې سیمه، له ۱۹۴۸ ز کال ورسته په اسرائیلو، لویدیځه غاړه او د غزې تنګي ووېشل شوه. دفلسطین دولت، چې په نیمه توګه د قانوني دولت په بڼه په رسمیت پېژندل شوی دی، له اسرائیلو سره د خپل حاکمیت پر سر په روانه شخړه کې ښکېل دی.[2][3][4]