![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/a8/Sir_Francis_Galton%252C_1890s.jpg/640px-Sir_Francis_Galton%252C_1890s.jpg&w=640&q=50)
فرانسیس ګالتون
From Wikipedia, the free encyclopedia
ښاغلی فرانسیس ګالتون (زوکړه: د ۱۸۲۲ زکال د فبروري ۱۶ مه – مړینه: د ۱۹۱۱ زکال د جنوري ۱۷ مه) د ویکټوریايي دورې علامه و؛ نوموړی احصایوي عالم، ټولنپوه، ارواه پوه، انسان پېژندونکی، استوايي کاشف، د جغرافیا عالم، مخترع، هوا پېژندونکی، مخکښ نسل پېژندونکی، د مغزي وړتیا ارزونکی او همدارنګه د ټولنیز داروینېزم، نژادي اصلاح او علمي نژاد پالنې ملاتړی و. نوموړی په ۱۹۰۹ زکال کې شوالیه شو.
فرانسیس ګالتون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۶ فبروري ۱۸۲۲[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13] |
مړینه | 17 جنوري 1911 (89 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][11][12][13] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون ![]() |
کار/مسلک | ارواپوه [11]، فیلسوف ، ليکوال [14] ![]() |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [15][16] ![]() |
د کړنې څانګه | وګړپوهنه ![]() |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
ګالتون څه باندې ۳۴۰ مقالې او کتابونه لیکلي. نوموړي همدارنګه د همبستګۍ په برخه کې احصایوي مفهوم رامنځته کړ او په پراخه کچه یې منځنۍ کچې ته د ګرځېدو (regression toward the mean) مفهوم ترویج کړ. نوموړی لومړنی کس و چې له احصایوي لارو چارو څخه یې د انساني توپیرونو او همدارنګه د ځیرکتیا د میراث وړو په برخه کې کار واخیست او د انساني ټولنو د معلوماتو ټولونې په موخه یې د پوښتنو له ټولګو او سروې ګانو څخه کار اخیستل معرفي کړل؛ هغه چاره چې نوموړي په خپلو آنتروپرومتریکي (انسان سنجونکو) مطالعاتو کې د نسل پېژندنې او بیوګرافیکي چارو لپاره ورته اړتیا لرله. نوموړی د نژادي اصلاح له مخکښانو څخه و او دغه اصطلاح یې په ۱۸۸۳ زکال کې ابداع کړه؛ همدارنګه یې د «طبیعت او تربیت» عبارت هم ابداع کړ. د ارثي نبوغ (Hereditary Genius؛ ۱۸۶۹ زکال) تر نامه لاندې د نوموړي اثر د نبوغ او عظمت اړوند څېړنو په برخه کې د هغه لومړنۍ ټولنیزه علمي هڅه وه. [17][18]
د انسان د ذهن څېړونکي په توګه، هغه د ذهني پیاوړتیا د اندازه کولو د علم (psychometrics)، د افتراقي ارواه پوهنې (differential psychology) او همدارنګه د شخصیت اړوند د کلماتي فرضیې (lexical hypothesis) بنسټ کېښود. نوموړي د ګوتو د نښو د طبقه بندۍ لپاره کړنلار رامنځته کړه چې په عدلي طب پوهنه کې ګټمنه وه. نوموړي همدارنګه د عبادت کولو په قوه څېړنه وکړه او دې پایلې ته ورسېد چې د نه اغېز لرلو له امله د عبادت کوونکو د عمر په اوږدوالي هېڅ اغېز نه لري. د بېلابېلو موضوعاتو اړوند د علمي اصولو د لټون لپاره د نوموړي هڅو آن په غوره توګه د چایو تر جوړونې پورې پراختیا ومونده. [19][20]
نوموړي د علمي هوا پېژندنې د مبتکر په توګه د هوا د حالاتو لومړنۍ نقشه جوړه کړه، د بړبوکیو د مخالف لوري (anticyclones) نظریه یې وړاندې کړه او لومړنی کس و چې په اروپايي مقیاس کې یې د لنډ مهالو اقلیمي ښکارندو ریکارډ جوړ کړ. نوموړي همدارنګه د اورېدنې د افتراقي وړتیا د ازمویلو په موخه د ګالتون شپېلاق اختراع کړ. نوموړی د چارلز داروین تربور و. [21][22]