![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/5/57/Francisco_de_Vitoria.jpg/640px-Francisco_de_Vitoria.jpg&w=640&q=50)
فرانسیسکو دي ویتوریا
From Wikipedia, the free encyclopedia
فرانسیسکو دي ویتوریا (شاوخوا ۱۴۸۳ – ۱۵۴۶ ز کال د اګست ۱۲مه) د فرانسیسکو ډي ویکټوریا په نوم هم پېژندل شوی) یو هسپانوی رومي کاتولیک فیلسوف، الهیاتپوه او د رینسانس هسپانیا حقوقپوه و. نوموړی په فلسفه کې د هغه دود بنسټ اېښودونکی دی چې د سالامانکا مکتب په نوم پېژندل کېږي، او په ځانګړې توګه د هغه د عادلانه یا مشروع جګړې (just war) او نړیوال قانون د تیورۍ له کبله یې پام ځان ته جلب کړی دی. نوموړی په تېرو وختونو کې څېړونکو او پوهانو، د البېریکو جینټیلي او هوګو ګروټیوس ترڅنګ، د "نړیوال قانون پلار" بللی دی، که څه هم ځینې معاصرو اکاډمیکو پوهانو بیا ویلي چې دا ډول تعریف یې بې ځایه او ناسم دی، ځکه د پوسټ ماډرن نړیوال قانون مفهوم واقعا تر ډېرو وروستیو پورې نه و رامنځته شوی. امریکايي حقوقپوه ارثر نوسباوم له هېواده بهر د سوداګرۍ د حق اړوند پر نړیوالو قوانینو د ویتوریا د نفوذ یادونه کړې. وروسته دا بیا د "سوداګرۍ د ازادۍ" په توګه تعبیر شو.[6][7][8]
فرانسیسکو دي ویتوریا | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۴۸۰[1] |
مړینه | 12 اگسټ 1546 (65–66 کاله)[2][3] ![]() |
مذهب | کاتولیکه کلیسا [4] ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال ، فیلسوف ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | اسپانیایي ژبه ، لاتيني ژبه [4][5] ![]() |
سمول ![]() |