فارس خلیج
د فارس خلیج / From Wikipedia, the free encyclopedia
د فارس خلیج په لوېدیځه آسیا کې د مدیترانې سمندرګی دی. د اوبو بدن یې د هند له سمندر نه دی چې د ایران او عرب ټاپووزمې ترمنځ موقعیت لري. له ختیځ لوري نه د هرمز تنګي له لارې د عمان له خلیج سره نښتی دی. د شط العرب سیند دلتا یې شمال لویدیځه ساحلي کرښه جوړوي.[1]
د فارس خلیج له ۱۹۸۰ ز کال نه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې د ایران – عراق د جګړې ډګر و، چې دواړو لورو په کې د یو بل د نفتو په بېړیو برید وکړ. دا په ۱۹۹۱ ز کال کې د خلیج د جګړې هم نومی دی، هغه پراخه هوايي او ځمکنۍ جګړه چې په کویټ باندې د عراق له برید وروسته رامنځته شوه.
د فارس خلیج د کب نیونې پراخې سیمې، پراخې سمندري غونډۍ (تر ډېره ډبرینې او مرجاني) او په زیاته کچه مروارید جووړونکي صدفونه لري، خو چاپېریال یا ایکولوژي یې د صنعتي کېدو او د تېلو د بهېدو له امله زیانمن شوی دی.
د فارس خلیج د اوبو کولو په حوضې کې موقعیت لري چې رېښه یې سینوزوئیک دورې او تر زاګروس غرونو لاندې د عربستان د لیتوسفري صفحې لاندې کېدو ته اړوندېږي. د دغه خلیج د اوبو کولو حوضې ته د اوبو راتګ ۱۵۰۰۰ کاله وړاندې هغه مهال پیل شو، چې هولوسن یخچالونو د سمندر د سطحې د لوړېدو له امله شاتګ وکړ.[2][3]