From Wikipedia, the free encyclopedia
غويی په پښتو ژبه کې د نر څاروي نوم دی چې ښځينه يې خلک غوا بولي. [1] چې تر ډېره دا ډول (غويان ) د ځمکو د ابادولو، يوي کولو، اوبو راجګولو، نسل، د موادو د انتقال او د ځمکو د خړوبولو او غوښې لپاره ساتل کيږي. [2] د غوايانو جنګولورزه جانګ د ایران په شمال کې د غوايانو تر منځ تنظیم شوې جګړه ده. دا مراسم اوس مهال یوازې په ګیلان او مازندران ولایتونو کې ترسره کیږي. خو پخوا دا مراسم په ټول ایران کې عام وو او د سیمه ییزو جشنونو د تفریح یوه برخه وه. [3] په مذهبونو کېپه میترایزم کېد مهر عبادت کوونکي کله چې په محرابه کې راټول شول د غويي قرباني کوي . د دې حیوان غوښه یې پخه شوه او وینه یې د محرابه لاندې په پیاله کې توی شوه. دا وینه د جوس او شراب سره مخلوط شوې وه او د ژوند اوبه بلل کیده. دا سپېڅلې اوبه د دوستکمي په نوم په ځانګړو پیالو کې اچول شوې وې او حاضرینو یې له کبابونو او ډوډۍ سره خوړلې. بیا دوی د مهر لپاره په مننه سندرې وویلې. په محرابونو کې شمعې او اورونه ولګول شول، چې د مهر نښه وه. [4] په هندویزم کېدوی د دې غواګانو عبادت او درناوی کوي، کله ناکله دوی د درملنې او اړتیاوو پوره کولو لپاره غوايانو ته سره زر ږدي. سرچینې
|
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.